کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٢٥ خالي بستونو دپاره ازموينه واخستل سوه

کندهار : د ٢٥ خالي بستونو دپاره ازموينه واخستل سوه

نن د کندهار ولايت مقام او د ښووني او روزني په رياست کي د پنځه ويشتو خالي بستونو چي لس يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او کرهڼي او مالدارۍ په رياستونو کي دي او پاته نور پنځلس يې په ارغنداو ، ، ژېړۍ ، ډنډ ، پنجوايي ، او بولدک ولسواليو د ښووني او روزني په رياستو کي دي ازموينه واخستل سوه .
د کندهار ولايت د اجرائيه رئېس او د دې ازمويني د انتخاب د کمېسيون مشر حاجي انس په وينا چي د دې ازمويني څخه يې موخه د وړ کسانو په کار ګمارل دي . نوموړي وويل چي د ولسواليو دپاره د کانديدانو د بري او ټاکل کېدو وروسته به د هغوى معاش د ولسواليو د بيا احيا کېدو يا ډي . ډي . پي له لوري ورکول کيږي . د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د قانون له مخي د ازموينې د شفافيت لپاره يوه كمېټه ټاكل كيږي چي غړي يې عبارت دي د ولايت مقام اجرائيه رئيس،د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو رئېس، د ښځو چارو رئيسه او د ښووني او روزني رياست نماينده څخه .