کور / تازه خبرونه / کندهار : ٤ شل کېلويي ډبې کشف او له منځه يوړل سوې

کندهار : ٤ شل کېلويي ډبې کشف او له منځه يوړل سوې

د کندهار ولايت څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي څلور شل کېلويي د چاودېدونکو توکو ډبې يې کشف کړي او له منځه وړي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي يادي ډبې تېره ورځ مازديګر مهال د ديکوچي په سيمه کي نيول سوي چي وروسته د منتظره قطعې له لوري له منځه يوړل سول .