کور / تازه خبرونه / هلمند : د ايساف په ډزو کي درو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند : د ايساف په ډزو کي درو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند ولايت کي درې تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې . د هلمند ولايت سيميز چارواکي وايي چي د دې ولايت د مارجې په ولسوالۍ کي د ايساف ځواکونو په ډزو کي يو تن ماشوم او دوې تنې ښځي وژل سوي . د هلمند ولايت د آمر امنيت د يادي پيښي څخه ناخبري ښيي خو وايي چي د لښکرګاه اړوند د باباجي په سيمه کي د هوان د يوې مرمۍ د فېر له امله يوه مېرمن وژل سوې او دوه نور کسان ژوبل سوي دي . خو د په کابل کي د ايساف ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د هلمند په نهر سراج کي د طالبانو په ډزو کي دوې مېرمني وژل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي ايساف ځواکونو د دې ادعا په اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .