کور / تازه خبرونه / طالبان : په هلمند کی ۲۸ موټر غنیمت او ۲۴ وسوځول سول

طالبان : په هلمند کی ۲۸ موټر غنیمت او ۲۴ وسوځول سول

طالبان خبر ورکوی چی د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کی یې د خارجی ځواکونو لپاره پرهغه اوږد کاروان د څو خواوو څخه شدیده حمله وکړه چی په موسی کلا ولسوالي کی یې خپلو نورو پوځیانو ته غذایی او لوژستیکی مواد رسول . په دې غافلګیره حمله کی ۲۴ موټرونه وسوځول سول او ۲۸ هم غنیمت کړای سول چی خوندی ځایونو ته رسول سوي دي . دا کاروان د ګریشک څخه موسی کلا ته روان و چی په نوزاد کی د مصیبت په غیږ ورغی . خبر زیاتوی چی په دې برید کی شل کسه ساتونکي هم وژل سوي دي .