کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کي په افغانستان کي د امنيتي کمپنيو،په هيواد کي د سېلابونو له امله د راولاړو سوو ستونزو او اداري فساد په اړه مطالب او سرمقاله خپرې کړي دي، چي زموږ همکار نسيم شفق ورته لنډه کتنه کړې او لاندي مطالب يې ترې راغونډ کړي دي.

هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼي په افغانستان کي د خصوصي امنيتي کمپنيو د منحلېدو کيسه را اخيستې ده او دا موضوع يې له بېلابيلو اړخونو څخه څيړلې ده.
ورځپاڼي ليکلي چي د خصوصي امنيتي کمپنيو د منحلېدو په اړه د ولسمشر کرزي د فرمان په اړه ډېر ي تبصرې کيږي خو مهمه دا ده، چي افغان حکومت د امنيتي ځواکونو ظرفيتونه لوړکړي ترڅو د خصوصي امنيتي کمپنيوتشه ډکه سى ؟
دې ورځپاڼي د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په قلم د افغانستان د جنګ په اړه يوه ليکنه هم خپره کړې، چي ويلي يې دي، هغه ستراتيژۍ چي له تروريزم څخه د سياسي ابزار په توګه ګټه واخلي بريا ته نه رسيږي.

انيس:
انيس دولتي ورځپاڼي د افغانستان په ځينو برخوکي د سېلابونو له امله د را ولاړو سوو ستونزو او د فقر او غريبۍ د خطرپه اړه ليکنه کړې.
دې ورځپاڼي د پيښو په وړاندي د مبارزې د رئېس له قوله ليکلي، چي د ملګروملتونو سازمان بايد د افغانستان لپاره د خوراکي موادو د مرستي د ترلاسه کولو په اړه تدابير ونيسي.
ورځپاڼه په دوام کي ليکي، چي سېلابونو د افغانستان په ځينو برخو کي له هره پلوه ډېر زيانونه اړولي او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.
ورځپاڼي په بل ځاى کي په افغانستان کي د قانون د حاکميت او د خلکو له خوا د قانون د عملي کېدو په اړه هم تبصره کړې.
دې ورځپاڼي ويلي، چي د افغانستان خلک بايد په خپله له بې قانونۍ څخه مخنيوي وکړي او قانون په بشپړه توګه رعايت کړي.

ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼي د خپلې نن ورځي ګڼې په سرمقاله کي پر افغان حکومت له دې امله جدي انتقاد کړى، چي په دې هيواد کي يې د اداري فساد د مخنيوي په برخه کي د پام وړ څه نه دي کړي. ورځپاڼي ليکلي چي ولسمشر کرزى د کرښي وروستۍ برخې ته رسيدلي.
د مقالې ليکوال ويلي، چي د مفسدو کسانو د محاکمه کولو د غوښتنو سره سره بيا هم په فساد يوشمېر ککړ کسان يا نيول سوي نه دي اويا هم توانيدلي له افغانستان څخه بهر ووځي.
دې ورځپاڼي د افغانستان په اړه د پاکستان پر پاليسۍ هم تبصره کړې او د پاکستان کړني يې ارزيابي کړي دي، د مقالې ليکوال څرګنده کړې، چي پاکستان هيڅکله نه غواړي چي له نړۍ سره پراخې اړيکي لرونکى او پياوړى افغانستان په څنګ کي ولري.

اراده:
ارادې ورځپاڼي په افغانستان کي د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه تبصره کړې او په دې برخه کي يې سته ستونزې څېړلي دي.
دې ورځپاڼي په غټو ټکو کي ليکلي، چي پر انتخاباتو د ټوپک سيوري سته او دا به پرانتخاباتو ډېر ه اغيزه پرې باسي.
د مقالې ليکوال وايي، چي سيمه ايز زورواکي اوس دا فرصت پيدا کوي، چي د خلکو په ګواښولو سره د زور له لارې ځانته رايي ترلاسه کړي.
ورځپاڼي د خپلې نن ورځي ګڼي په سرمقاله کي په افغانستان کي د اداري فساد او اغېزو په اړه يې هم تبصره کړې.