کور / هراړخیز / اوسپنه په طبعیت کي او د هغې څرنګوالی

اوسپنه په طبعیت کي او د هغې څرنګوالی

اوسپنه په طبعیت کي او د هغې څرنګواله :
اوسپنه لومړی له تخنکي نظره ګورو . اوسپنه په خالصه توګه په طبعیت کي لاس ته نه راځي . اوسپنه د نورو کیمیائي عنصرو سره تړښت (ترکیب) لري . تر اوسه (۱۴۲۴) د اوسپوني منیرالونه (ferrum-Mineral) په نړۍ کي پېژندل سوي دي . د دغو ټولو اوسپنيز منیرالو نو څخه ئي (۴)د اوسپني د لاس ته راوړلو لپاره په کار اچولي ، چي هغه دغه دي : لکه داوسپني مقناطیسي ډبري (Magnetit) چي دغه ډبري د( ۶۰ څخه تر ۷۰) په سلو کي اوسپنه لري بل ئي د اوسپني سرې ډبرې (Hämatit)دي، چي دغه ډبري د
 (۴۰ څخه تر ۶۰) په سلو کي اوسپنه لري .
درېم ئي د اوسپني نارنجي ډبرې (Limonet) دي، چي دغه ډبري د
(۳۰ څخه تر ۵۰) په سلو کي اوسپنه لري .
څلرم ئي د اوسپني کاربوني ډبرې (Siderit) دي، چي دغه ډبرې د
(۳۰ څخه تر ۴۵) په سلو کي اوسپنه لري .
اوسپنه چي په لاتیني ورته (Ferrum) وائي؛ معدن ئي په طعیت کې په دوه ډوله شتون لري : یو ډول معدن ئي د ځمکي پر سر وي، چي شل یا شپته متر ژور وي . ځمکه ډېره پراخه ورته و کیني بیا اوسپنیزي ډبري ځني راباسی . بل ډول معدن ئي تر ځمکي لاندي وي . دغه معدنو نه زر متر ه تر اته سوه مترپوري ژور والی لري، چي کارګر په مخصوصو لفتونو (Lift)کي ور کښته کېږي او هلته دغه اوسپونیزي ډبري را باسي او بیا ئي په دغه لفت کي پورته کوي .
اوسپنه (۴۰۰۰) کاله تر مخ تر میلاد انسان پېژنده . او په (۱۲۰۰ تر ۱۱۰۰) کاله تر مخ تر میلاد اوسپنه په عامه توګه تجارتي بڼه اختیارکړه او په سوکه سوکه د برونځو ځایه ونیوه . اوسپنه ډېره د جنګ د سلاح لپاره په کار تله . کله چي انګلیسانو په (۱۷ مه) پېړۍ کي د ډبرو د سکرو څخه «کوکس » جوړ کړه نو د اوسپني ډبري ئي په کورو کي په ویلي کړې . وروسته بیا په ټوله اروپا کي کوکس رواج وموند . ورپسي ئي بیا اور ګاډې هم جوړه سوه . په کال (۲۰۰۰ زرم) کي (t Mill ۱۰۰۰ = Mrd t ۱) اوسپنيز ډبرې استخراج سوي دي؛ ټوله ارزښت ئي څه ناڅه ( Mrd € ۲۵) کېده . د نړۍ ‏په سلو کي (۷۰) د اوسپني معدني ډبري برازیل، استرلیا، چین، روسیه او هند راباسي . له ( Mt ۱۰۰۰) معدني ډبرو څخه څه ناڅه ( Mt ۵۷۲ )خامه اوسپنه پلاس راځي . د خامې اوسپني تولید کونکی لومړی چین ورپسې جاپان بیا روسیه ده . په اروپا کي مهم تولید کونکي اوکرین اود المان هېوادونه دي .
په ګران هېواد افغانستان کي د اوسپني معدن د حاجیګک معدن د یاد وړ دی . دغه د اوسپني معدن د کابل په ولېدیز (۱۳۰) کېلومترۍ په بامیانو کي پروت دی .
دغه داوسپني معدن څه دپاسه (۱٫۸) میلیارده ټونه (Mrd t) معدني زېرمه لري، چي افغانستان ته له دې لاري څخه څه ناڅه درې میلیارده ډالره راځي او د دې شتون هم سته چي نږدې و (۵۰۰۰)کسانو ته د کار چانس پیداسي .
 د دغه معدن وکښلو ته چینایانو او هند خپله علاقه ښودلې ده . د دغه اوسپني دمعدن څرنګواله نه دی ویل سوې؛ خو دغومري ویل سوي دي، چي ډېر عالي او په زړه پوري معدن دی . نو زما په ګمان (لیکونکی) چي دغه معدن به د ګروپ څخه د مګنېتایت (Magnetit) وي، چي د
(۶۰ ٪ څخه بیاتر ۷۰ ٪) اوسپنه ولري .
ودغه اوسپنيز معدن ته نږدې هم د ډبرو دسکرو معدن پیداسوی دی . دډبرو دسکرو څخه کېدايی سي چي «کوکس » هم جوړ سي . «کوکس » په ویلي کولو کي د اوسپني د ډبرو ډېر ښه او عمده رول لري .
زموږ په هېواد کې څرنګه چي یو غرنی هېواد دی؛ ډېر معدنونه سته . دمعدن پیداکول او ایستل ئي په درو مهمو فاکتورونو پوري تړلی دی . لومړی : – پوه او تجروبه لرونکي جیالوجستان غواړي دویم : – روپۍ (اقتصاد) په کارلري
درېم : – تخنیک ته اړتیا لري . او که دا نوي نو باید د پره دیو صنعتي بډا ملکونو سره مناسب قرارداد وکړه سي .
په ګران هېواد افغانستان کي هغه معدنونه چي ایستل کېږي او ترلاس لاندي دي : لکه د عینک د مسو معدن چي(۷۰۰)میلیونه ټونه مسي ډبره لري؛ چین ئي راباسي . دسکرومعدنونه په هرات ، بامیان او په شمال کي، د ګازو معدن چي (۷۰۰)بیلیونه متره مکعب ګاز لري په شبرغان او (۳۰۰)میلونه ټونه تېل چي په شبرغان کي دي او د مرمرو ډبري په کندهار کي، دلاجوردو معدن د پنجشیر په شمال کي او د زمردمعدن په بدخشان کي شتون لري هغه معدنونه چي لا نه دي ایستل سوي : لکه د حاجیګک داوسپني معدن، د غزني د لیتیوم معدن (- Mine Lithium) داوران معدن (Uran-Mine)، دطلا معدن دی . که ددغو معدنونو د اخراج لپاره نړۍ وال قانوني مناسب قرارداد وسي د افغانستان د ملي اقتصاد لپاره به ډېر ښه کار سوی وي .
د اوسپنیزو ډبرو څخه اوسپنه د لویو کورو په مرسته ویلي کېږي او بیا لاس ته راځي .دلوي کورې ټول لوړوالی (۹۰) مترو ته رسيږي . پخپله لوړه کوره
د(۶۰ څخه تر ۷۰) متره پوري لوړواله لري . دغه کوره د (۵ نه بیا تر ۱۰ مترو) پوري قطر لري . ددغو کورو د تودلودانرجۍ لپاره تېل یا ګاز او یا د کوکسو څخه کار اخلي . د کورې د پورته خوا څخه د اوسپني ډبري، کوکس او چونه ور وليږي . دغه کورې شپه او ورڅ چالانه وي او درې ګېړه اته اته ساعته کار کوي . هره کوره په(۲۴) ساعته کي د(۸۰۰) ټونو څخه بیا تر (۳۰۰۰) ټونو پوري داوسپنيز ډبرو څخه خامه اوسپنه ویلي کوي . د دغو ډبرو د ویلي کېدو لپاره له
 ( ۱۳۰۰ْْ ) درجي حرارت (سانتیګرېد ) بیا تر ( ْ۱۵۰۰) درجې حرارت ته اړتیا سته . دغه کورې له پاسه په اوبو سره سړيږي . یوه لوړه کوره څه ناڅه دومري د سړولو اوبوته اړتیا لري لکه يو وړوکی ښارګی چي په ۲۴ ساعتو کي ورته اړتیا لري . له دغه کورې نه دوه ډوله خامه اوسپنه په لاس راځي : یو ډول ئي سپین رنګه چي دغه د پولاد جوړولو لپاره په کار ځي او بل ډول ئي خاکي رنګه ده، چي دغه اوسپنه بیا د چدنو لپار په کار ځي .


لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه
 ۱ : – ویکیپېدیا Wikipedia )
۲: – د اروپا تخنیکي معلوماتو کتاب ۲۳۴ مخ، ۲۳۸ مخ
۳ : – د وکیلي د جامداتو مخانیک کتاب ۳۰ مخ ، ۴۵ مخ