کور / تازه خبرونه / يو فير مرمۍ او څلور لاسي بمونه کشف سول

يو فير مرمۍ او څلور لاسي بمونه کشف سول

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېر ماښام نهه بجې مهال د لومړۍ حوزې اړوند د چوڼى او ميرويس روغتون تر منځ پر غځېدلي خامه سړک وسلوالو مخالفينو غوښتل چي د هاوان يو فير مرمۍ ځاى پر ځاى کړي خو د پوليسو د ګزمي په ور رسېدو سره مخالفين له سيمي تللي او مرمۍ د پوليسو لاس ته ورغلې ده. همدا ډول په خبرپاڼه کي راغلي چي تيره ورځ ماپښين مهال د ١٢ امنيتي حوزې اړوند د ترين چوک په سيمه کي څلور لاسي بمونه چي تر يوه پلچک لاندي ايښودل سوي ول د پوليسوله لوري وړاندي تر دې چي وچاودي كشف او د هغوى لاس ته ورغلل .