کور / تازه خبرونه / هلمند : د طالبانو د يوه مهم قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

هلمند : د طالبانو د يوه مهم قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو يو مهم قوماندان يې د هلمند ولايت په مارجه ولسوالۍ کي په نښه کړى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى قوماندان د وسلوالو طالبانو نورو قوماندانانو ته وسلې او پيسې راوړلې . په خبرپاڼه کي راغلي چي د نوموړي قوماندان سره يې يوشمېر نور شکمن کسان هم نيولي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .