کور / شعر / کاڼی

کاڼی

څوک به واخلی څه د کاڼی


زه د کاڼی ته د کاڼی


 


په کپره کې تور فکر


په سينه کې زړه د کاڼی


 


څه بدلون پکې رانغے


وه د کاڼی ده د کاڼی


 


ربه ستا په دنياګۍ کې


روغ د کاڼی غله د کاڼی


 


چې نظر پرې نه خوږيږی


شنه د کاڼی سره د کاڼی


 


دلته اوښکې سر خوړلے


دلته وينه شوه د کاڼی


 


ما ليدلی زه ي وينم


ورور د کاڼی تره د کاڼی


 


د ملا تسپه د کاڼی


د ساقی پياله د کاڼی


 


دغه ګران دی دغه سخت دی


وړل د کاڼی وړه د کاڼی


 


دا دستور ډير عجيبه دے


مړه په کاڼی مړه د کاڼی


 


خلک څله غواړی څله


بد د کاڼی ښه د کاڼی


 


زړه مې واي عندليبه


پکې ته هم شه د کاڼی