کور / سياسي / امريكا د تجزيې او زوال په لور

امريكا د تجزيې او زوال په لور

بسم الله الرحمن الرحيم


يادونه : دا مضمون  د حزب اسلامی مشر ښاغلي حکمتیار  په  10\6\1384 کې لیکلی چي دهغه په کتاب  «د امريكا ضد اسلامي جهاد، مهم اسناد»،کې چاپ  شوی دی .


د شوروي اتحاد له زوال او پر افغانستان او عراق د امريكايانو له يرغل او د كابل او بغداد له نيولو نه ځينو كسانو داسي غلطه انتباه واخيسته چي اوس امريكا په يوه داسي زبرځواك بدله شوې چي نه سيال لري، نه ئې څوك مقابله كولى شي او نه داسي كوم ځواك شته چي پر ټولي نړۍ د امريكا د سلطې مخه ونيولى شي. دوى نه په افغانستان كي د مقاومت د پيل او دوام تصور كولى شو او نه هم په عراق كي. په افغانستان كي د مقاومت پيل او گړندۍ ودي او له يوې سيمي بلي ته خورېدل او بيا د عراقي مجاهدينو شديد مقاومت؛ د ډېرو دا گمان وجړكاوو، په امريكا كي د جنگ ضد مظاهرو د دوى مخكنى تصور مزيد متزلزل كړ او زيات ئې دې نتيجې ته ورسول چي په افغانستان او عراق باندي د امريكايانو يرغل يوه اشتباه وه، پايلې به ئې واشنگټن ته همغسي وي چي شوروي اتحاد په افغانستان كي ورسره مخامخ شو، خو د امريكا په انتخاباتو كي د جورج بش بريا يو ځل بيا د د غو كسانو  زوړ باور تازه كړ، راشئ وگورو چي د امريكا د مستقبل په اړه دا باور صحيح دى چي زوال ئې نږدې دى او د شوروي پايله ورته منتظر ده او كه دا چي امريكا په زوال نه منونكي ځواك بدله شوې؟ راشئ وگورو چي  د بش د بيا انتخاب نتيجه به څه وي او د ده سياستونه به امريكا په كوم لوري بوځي؟
دې پوښتني ته د ښه ځواب موندلو لپاره بايد لاندي خبري په پام كي ولرو:
 د واشنگټن واكدارانو داسي گمان كولو چي د كابل او بغداد په نيولو سره به امريكا نه يوازي خپل هغه سپكاوى جبران كړي چي په 11 ستمبر دوى ته ورواوښت، بلكي د اسلام په ضد په خپلي جگړي كي به دوه هغه ملكونه ونيسي چي يو ئې مخكي د اسلامي خلافت پلازمېنه وو او په اسلامي نړۍ كي يو منل شوى فوځي ځواك گڼل كېږي او بل ئې شوروي ځواكونو ته په ماتې وركولو سره نړۍ وال اعتبار ترلاسه كړى او په اسلامي امت كي د عزت او درناوي خاص مقام لري.
 امريكا په افغانستان او عراق له بريد نه معكوس نتائج ترلاسه كړل، د دې په ځاى چي د 11 ستمبر سپكاوى جبران كړي برعكس ئې مزيد سپكاوى په برخه شو، د دې په ځاى چي د امريكا ضد مقاومت وټكوي برعكس دا مقاومت مزيد مضبوط او خور شو، د دې په ځاى چي د عراق د تېلو څاگاني ئې په واك كي راشي او له دې نه هركال په ملياردونو ډالر ترلاسه كړي او د تېلو بيه د دوى په خوښه وټاكلى شي برعكس نن د تېلو د هر بيلر بيه له نهو ډالرو نه اويا ډالرو ته اوچته شوه، د دې په ځاى چي د افغانستان له لاري د مركزي آسيا د تېلو په زېرمو قبضه وكړي، برعكس د افغانستان او عراق پر جگړي ئې هره مياشت تقريباً لس مليارده ډالر لگښت راځي، تراوسه ئې په دې جگړي درې سوه اتيا مليارده ډالر مصرف راغلى، په افغانستان او عراق كي ئې نه امنيت تأمين كړى شو، نه پر اوضاع مسلط شول او نه ئې د مركزي آسيا له زېرمو نه تېل او گاز د افغانستان له لاري انتقال كړى شول.
 د ستمبر د يولسمې له پېښې او پر افغانستان د امريكا له بريد نه وروسته تر اوسه امريكا هر كال نږدې 600 مليارده ډالره تجارتى خساره لري، د جون په مياشت كي د امريكا تجارتى خساره  68.9 مليارد ډالره  وه، چي د مې د مياشتى په پرتله 6.1 زياته وه، په دې حساب به سږ كال د دوى تجارتى خساره 686 مليارده ډالره وي او دا به د تېر كال په پرتله 11% كي زياته وي  
 امريكا د لومړي ځل لپاره څلور سوه مليارده ډالره د بودجې كسر لري.
 په ټولي نړۍ مخصوصاً اسلامي هېوادونو او اروپا كي د امريكا په ضد شديد نفرت او كركه؛ هومره چي نن نن د امريكا په ضد نړيواله كركه هغې كچي ته رسېدلې چي په ټول تاريخ كي د هيڅ استعماري ځواك په ضد دومره كركه او نفرت نه شو موندلى. د گوانتانامو، ابوغريب، بگرام او كندهار په زندانونو كي له بې وزلو بنديانو سره د دوى وحشيانه، سپك او له اخلاق او انسانيت نه لرې چلند د دوى تور مخ لازيات تور او كرغېړن كړ، د دوى حقيقت ئې ټولو ته بربنډ كړ او د دوى په ضد ئې نړيواله كركه لازياته كړه.
 د بغداد له نيولو وروسته تر اوسه يو زر اته سوه پنځوس امريكايان‏ وژل شوي او نږدې اته زره ژوبل شوي، يوازي په فلوجه باندي د دوى د وروستي وحشيانه يرغل په دوران كي په دريو اونيو كي 51  امريكايان‏ ووژل شول او تر پنځه سوه زيات ژوبل شول، په افغانستان كي تر اوه نيم سوه زيات وژل شوي او نږدې اتلس سوه ژوبل شوي، د عراق او افغانستان توپير په دې كي دى چي هلته ئې د ځواكونو شمېر زيات او تحرك او د كار ساحه ئې پراخه ده او په افغانستان كي ئې شمېر لږ، تحركات ئې كم او د فعاليت ساحه ئې محدوده ده. 
 دوه كاله وروسته هم امريكايان‏ په عراق كي د فلوجه، موصل او رمادى په څېر ښارونو د نيولو لپاره او په افغانستان كي د كنر، لغمان، ننگرهار، خوست، پكتيكا، زابل او د ارزگان په ولايتونو كي سترو سترو عملياتو ته اړ كېږي!!
 دې ته مو بايد پام وي چي امريكا د نړۍ تر ټولو لوى پوروړى ملك دى، سږ كال ئې پور اوه زره څلور سوه مليارده ډالرو ته رسېدلى. هره ورځ دوه مليارده ډالره مزيد پوروړى كېږي. په راتلونكي كال كي به د امريكا حكومت اته زره دوه سوه مليارده ډالر پوروړى وي.
 كه د افغانستان او عراق د جگړي په تېرو دريو كلونو كي د امريكايانو مالي او ځاني تلفات د ويتنام د جگړي له لومړيو دريو كلونو سره مقايسه كړئ وبه گورئ چي د دې جگړي مالي او ځاني تلفات تر هغې زيات دي. هلته امريكا په ټول جنگ 600 مليارده ډالر ولگول، خو اوس ئې يوازي په تېرو درې نيمو كلونو كي 380 مليارده ډالر مصرف شوي!! ځاني تلفات ئې هم د هغه وخت په پرتله زيات دي، د ويتنام له ماتې وروسته امريكا تر شلو كلونو پورې له هجومي حالت نه لوېدلې وه، د كمونيزم په وړاندي ئې په هر ځاى كي تدافعي حالت وو او ورځ په ورځ په شا تمبېده، غرب په مجموع كي دفاعي حالت درلود، ورځ په ورځ شاته روان وو، يو په بل پسې ئې د شوروي اتحاد په گټه خپلي اډې له لاسه وركولې، د وسلو د خرڅلاو بازارونه او د مصنوعاتو تجارتي ماركيټونه ئې كمونستي بلاك ته تخليه كول. كمونيزم نه يوازي په آسيا، شرقى اروپا او افريقا كي په ډېره چټكتيا مخكي روان وو او د غربى حريف سنگرونه ئې فتح كول، بلكي په لاتيني امريكا كي هم د غربي ځواك د مشرتابه د غوږ تر څنگ ئې د خطر زنگونه اوچت وو، ټوله شرقي اروپا، شمالي كوريا، ويتنام، كمبوديا، يمن، سوريه، عراق، مصر، سودان، كيوبا، چلي او گڼ شمېر د بري په حال كي سياسي احزاب، د وارسا پكت سره تړلي او له مسكو نه خړوبېدل، پېښې د كمونيزم په گټه او د غرب د مزيد كمزورتيا په لور روانې وې، امريكا د پېښو له مهارولو عاجزه وه، په ويتنام كي د امريكا شرموونكى ماتې د غرب روحيه په كلكه ځپلې وه او د كمونيزم د مقابلې او په دې مقابلې كي د بري طمع ئې ترې سلب كړې وه. د اسلامي نړۍ په سترو سترو مهمو هېوادونو د كمونيزم سلطه او په مصر، سوريې او عراق كي د اسلامي ډلو ځپل، كمونيزم ته له اسلام سره په منازعې كي هم د برلاسي احساس وربښلى وو. كمونيزم له غرب سره په خپلي مقابلې كي تل برلاسى وو، هيچېري ئې ماتې نه وه خوړلې، خو له اسلام سره په خپلي مقابلې كي هم له فكري لحاظه او هم له نظامي لحاظه له ماتې سره مخامخ شو.
 د امريكا نظام د بډايانو نظام دى، خواران په كي ځپل شوي، هرڅه د څو بډايانو او د لويو لويو شركتونو خاوندانو په لاس كي دي. كمونيزم په اصل كي د دغه نظام په ضد په اروپا كي وزېږېدو او محرومو كارگرانو هغه له ظلم او بې عدالتۍ نه د ژغورنې وسيله وگڼلو، خو كمونيزم د اختناق، سانسور، استبداد او له حزبي ديكتاتورۍ نه د فردي ديكتاتورۍ په لور ولاړ او ناكام شو، كمونيزم د غرب په وړاندي ماتې نه ده خوړلې، له غرب سره په خپلي مقابلې كي تل بريالى وو، له اسلام سره په مقابله كي مات شو، خو متأسفانه له دې ماتې څخه د دې په ځاى چي مسلمانان گټه واخلي غرب ترې گټه اوچته كړه.  د ملگرو ملتونو په راپور كي ويل شوي چي د امريكا 37 .مليونه وگړي په خوارۍ كي ژوند كوي، نه كار روزگار لري او نه د ژوند عادي امكانات، د امريكا اصلي اوسېدونكي ريډ انډين تر سږ كاله له دې منع وو چي د تكزاس په څېر ښارونو ته داخل شي، سږ كال دا قانون لغو شو او دوى ته اجازه وركړى شوه چي هغو ښارونو ته ننوتى شي چي د انگرېزانو په لاس د امريكا له اشغال نه مخكي د دوى ښارونه وو.
 د امريكا متحده ايالات په حقيقت كي يو هېواد نه بلكي د شوروي اتحاد په څېر د 52 هېوادونو مجموعه ده، داسي مجموعې د برلاسۍ په وخت كي متحد پاتې كېدى شي، خو د ماتو او كړاوونو په وخت كي له يوه بل نه بېلېدل ئې حتمي وي، مخصوصاً چي ولسونه ئې نه د كومي گډي عقيدې او مفكورې په مزي سره تړل شوي وي او نه عدالت او انصاف د يوه بل څنگ ته ودرولي وي. د دې خبري په حقيقت هغه څوك ښه پوهېدى شي چي د امريكا په گڼ شمېر ايالتونو كي د آزادۍ او خپلواكۍ غوښتونكو خوځښتونو نه خبر وي، په امريكا كي د موجوده نظام د مخالفو غيرقانوني ډلو شمېر تر دوو سوو زيات دى. كه د امريكا ظالمانه پانگوال نظام، كومي سترې ماتې وجړكاوو، يقيناً چي دا زړه ماڼۍ به رانسكورېږي، دغه حقيقت ته په پام سره، جان كيري د بش انتخاباتي حريف ده ته په هغه پيام كي چي د بش له بري وروسته ئې ورولېږو وويل: د جورج بش په وړاندي تر ټولو مهمه مسئله دا ده چي د امريكا د تجزيې مخنيوى وكړي!! 
 د كاترينا طوفان او د نيواورليانز د طوفان ځپلي ايالت بد وضعيت وښوده چي امريكايي ټولنه څومره كاواكه او په داخل كي له څومرو سترو سترو ستونزو سره مخامخ ده، هلته بې ساري لوټمار، ډزو، چاودنو، د امريكا له فوځ او پوليس سره د ولس نښتو، په مركزي حكومت د تور پوستو د مشرانو دغو نيوكو  چي د دې سيمي طوفان ځپلو خلكو ته په دې خاطر توجه نه كېږي چي دوى تور پوستي دي او په حكومت كي هيڅ برخه نه لري، جورج بش ويل چي لومړۍ مسئله د امنيت تأمين ده، فوځ ته امر وشو چي لوټماران وولي او وئې وژني، دغه وضعيت نړيوالو ته ثابته كړه چي د امريكا ټولنه يوې داسي وني ته ورته ده چي له لرې ستره او شنه برېښي خو منځ ئې كاواك دى او د نسكورېدو لپاره ئې يوه درنه سېلۍ كافي ده.
كه امريكا په عراق او افغانستان كي ماتې وخوري او له دواړو هېوادونو نه ووځي نو له شكه پرته چي دا ماتې به د ويتنام له ماتې نه امريكا ته ډېره خطرناكه او نه جبرانېدونكي وي، وضعيت په ډاگه شهادت وركوي چي په افغانستان او عراق كي د امريكا ماتې او له دې هېوادونو نه د دوى وتل حتمي دي. په ډېر ډاډ او اطمئنان سره ويلى شو چي جورج بش به د امريكا بريژنف او له ده وروسته راتلونكى جمهور رئيس به د امريكا گورباچوف  ثابت شي، چي يوه ئې شوروي اتحاد د افغانستان ناكام جنگ ته سوق كړ او بل د ماتې په حال كي د وتلو پرېكړه وكړه او په همدې سره د شوروي اتحاد زوال پيل شو او د همدې گورباچوف په وخت كي ئې جنازه پورته شوه. په تشدد، زور زياتي او د مخالفينو په وژلو او تړلو هيڅ نظام خپله بقا نه شي تضمينولى، دا د يوه نظام د نسكورېدو او زوال عوامل دي نه د بقا او دوام، له كفر سره نظام دوام كولى شي خو له ظلم سره نه، د ظلم او تېري پاى تور او تريخ دى كه څه هم وځنډېږي. حسيب خداى مهلت وركوي خو هيڅكله له ظالم نه غچ او انتقام نه هېروي، دا كېدى شي چي ظالم او بې رحمه واكداران يو ځل، دوه ځله، لس ځله عدالت غوښتونكي وځپي او په ټولنې كي داسي حالت راپيدا كړي چي د څه مودې لپاره هيڅوك د دوى پرخلاف د غږ اوچتولو جرأت ونه كړي، په اوضاع داسي مسلط شي چي بادي الرأى او ساده لوح خلك گمان وكړي چي دا نظام نور د نسكورېدو نه دى او په ټولنې كي هيڅ داسي ځواك نه دى پاتې شوى چي واكمن رژيم ته گواښ ثابت شي او د هغه اقتدار تهديد كړي، خو دا د الله سنت دى او د تاريخ په اوږدو كي په وار وار تكرار شوى چي د ظالمو واكدارانو اقتدار به خامخا د مظلومانو په لاس نسكورېږى او د دوى په لاس به له هغوى نه غچ اخيستل كېږي.
 د امريكا ولس اوس په دې پوهېږي چي د عراق او افغانستان له جگړي نه يوازي هغه امريكائي كمپنۍ گټه ترلاسه كوي چي په بش او د بش په ملگرو پورې تعلق لري، لكه د هاليبورټن كمپنۍ، خو د امريكا ولس هم مرگ ژوبله گالي او هم د جگړي ملاماتوونكي لگښتونه.
امريكا په نورو ملكونو كي پنځه شپېته اډې لري، چي په دې كي نږدې شپږ لكه امريكايان مستقر دي، د امريكا نظامي بودجه د نړۍ د 190ملكونو د نظامي بودجې 45% ده  او له امريكا وروسته د 15 بډايو ملكونو له نظامي بودجې سره برابره ده. د ملل متحد ټوله بودجه د امريكا د دفاع وزارت د بودجې 0.4% او د امريكا د بودجې 0.07% ده، د ملل متحد كلنۍ بودجه هومره ده چي پنتاگون ئې په 32 ساعتونو كي مصرفوي. دا ټول ملاماتونكي نظامي لگښتونه  د څه لپاره؟ دا په داسي حال كي چي د ملگرو ملتونو په كلني راپور كي ويل شوي چي په 2005 كال كي د امريكا 37 مليونه وگړي په فقر كي ژوند كوي!! دا ولې د امريكا چارواكي د دې په ځاى چي د خپل ولس ستونزي حل كړي، برعكس خپلي شتمنۍ په نظامي چارو، د اتمي او ټول وژونكو وسلو په توليد لگوي؟ دې ته مو هم بايد پام وي چي دا مصارف له كومه كېږي؟ دا خو يا د امريكا له ولس نه ترلاسه كېږي او يا د نورو ملكونو له غارت نه!! دوى د نړۍ د غارت لپاره غواړي خپله نظامي برلاسي پر نورو تحميل كړي، د نړۍ په گوټ گوټ كي نظامي اډې جوړې كړي او د خپلو هغو شركتونو لپاره په زړه پورې شرايط برابر كړي چي د نړيوالو په غارت لگيا دي. د امريكا لوى لوى كثير القومي شركتونه د ټولي نړۍ په غارت او لوټلو مصروف دي، يوازي  ميكدونالډ شركت ئې په 120 ملكونو كي تر دېرشو زرو نه زيات رسټورانونه لري.
د امريكا له سياسي، اقتصادي او نظامي وضعيت نه معلومېږي چي دا وحشي او له اخلاق او دين نه عاري امپراطوري هم په هغه لور روانه ده چي شوروي اتحاد له خپل زوال نه مخكي او په افغانستان له بريد نه وروسته ورروان وو، ډېر ساده لوح كسان به دا گمان كوي چي د امريكا مستقبل به د شوروي اتحاد له مستقبل نه توپير ولري.

افغانستان
10\6\1384