کور / تازه خبرونه / کندهار : يو تن ووژل سو

کندهار : يو تن ووژل سو

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ داتمي حوزې اړوند د ميرزا محمد خان په کلاچه کي يو تن د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کس په ژېړۍ ولسوالۍ کي ساتونکى ؤ او خپل کور ته د رخصتۍ تېرولو په موخه راغلى و چي د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل سو .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه کوم چا څه نه دي ويلي .