کور / تازه خبرونه / د يوه قوماندان د نيولو ادعا وسوه

د يوه قوماندان د نيولو ادعا وسوه

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د بهرنيو او افغان ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کي يې د طالبانو يو قوماندان نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه قوماندان يې د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ په جيولاوور کي نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي طالبانو ته د وسلو برابول او پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندي حملې ترتيبول په غاړه لرله .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه طالبانو نه د خپل لوري په دې سيمه کي او نه هم د حکومت له لوري د دوى سره نه د کومي نښتي او نه د کومي نيوني په اړه څه ويلي دي .