کور / تازه خبرونه / پر يوناما توغنديز بريد سوى

پر يوناما توغنديز بريد سوى

د کندهارولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره شپه د ملګرو ملتونو اړوند يوناما پر دفتر توغنديز بريد سوى . په خبرپاڼه کي راغلي چي په دغه بريد کي چي تېره شپه شاوخوا اته بجې ترسره سوى پکښي يو تن افغان ساتونکى ژوبل سوى او بل کوم چاته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى .