کور / تازه خبرونه / يوه حلقه ماين کشف او له منځه يووړل سو

يوه حلقه ماين کشف او له منځه يووړل سو

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ تر غرمې مخکي يې يوه حلقه ماين کشف او له منځه وړى دئ . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه ماين يې د يو لړ چانيزو عملياتو په ترڅ کي کي د دوهمي امنيتي حوزې اړوند د شنه کارېز په سيمه کي پيدا کړى او له منځه وړى دئ .
په خبرپاڼه کي د دې ماين سره د تړاو په تور د هيڅ کس د نيولو خبره سوې ده .
په خبرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوې ده چي د دې چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي يې څلور شکمن کسان هم نيولي چي اوس تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي .