کور / تازه خبرونه / ٩ تنه بنديان د بګرام د زندان څخه ازاد سول

٩ تنه بنديان د بګرام د زندان څخه ازاد سول

د بګرام د زندان څخه نهه تنه بنديان ازاد او خپلو خپلوانوته د يوې غونډي په ترڅ کي وسپارل سول . د خوست ولايت د ا منيې قوماندانۍ قوماندان عبدالحکيم اسحاقزي د غونډي پر مهال وويل چي ياد نهه تنه څه موده وړاندي د دې ولايت په اړونده سيمو کي د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري د بېلابيلو فوځي عملياتو په ترڅ کي د طالبانو سره د تړاو او حکومت ضد کړنو د ترسره کولو په تور نيول سوي ول او د بګرام په زندان کي ساتل کېدل .
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم د بلخ ولايت د زندان څخه د خپلواکۍ په وياړ د افغان ولسمشر په امر ٥٢ تنه بنديان خوشي سوي ول .