کور / تازه خبرونه / کندز:دايساف پراکمالاتي کاروان بريدوشو.

کندز:دايساف پراکمالاتي کاروان بريدوشو.

وسلوالو طالبانو دکندوزښاراړونده انګورباغ په سيمه کې دنړيوالو سوله ساتو ځواکنونو(ايساف ) په تيلوبارکاروان بريد وکړ چې په پايله کې يوپه تيلو بار ټانکر په اورلولپه شواوله امله یی یوکلینرته زوبل شو.
په کندوز کې ميشت دايساف په چوکاټ کې دالمان دولايتې بيارغونې ډلې مطبوعاتې مسوول ډګرمن ويسل لراوبر سره په خبروکې دپيښې دپخلۍ ترڅنګ وويل چې يادتيل دايساف پورې اړوند دي اويوټانګریی وسلوالوسوزولی اودپيښې په ځاي کې دوسلوالوسره نښته لاروانه ده هغه زياته کړه چي پوره تفصيل به يي وروسته په ډاګه شئ .
خوبل لورته دزلمې په نوم يوتن دټانکرچلوونکې واېې
تیل دافغان اريانا شرکت پورې اړونددي چې دشيرخان بندرنه يي کابل ته انتقالول .
په ياده سيمه کې عينې شاهدان وايي چې لانښته اوجګړه روانه ده ويل کيږي چې په دغه کاروان کې 15 پورې په تيلوبار ګاډي شتون لرې .ددي پيښې په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو خپل غرګون ندي ښودلې .
داپه داسې حال کې ده چې کله ناکله په ياده لاره وسلوال طالبان دبهرنيوځواکونو پراکمالاتې کاروانونوبريدونه کوي.تیرکال هم دسپتمرپه 4مه په همدغه سمیه دتانکروپه پیشه کی دسلوپورته ملکی خلکوته مرگ زوبله واوشته
همايون بابر – کندوز