کور / تازه خبرونه / کندز:دحرفوي زده کړوله مرکز360 تنه فارغ شول

کندز:دحرفوي زده کړوله مرکز360 تنه فارغ شول

دکندوزولايت دکاراوټولنيزوچارو رياست دروزنيز مرکز360 تنوانجونو اوهلکانو فارغانوته فنې وسايل اوسندونه وويشل شو.
دغوفارغانو دکندوز دکاررياست لخوا دشپږو مياشتو لپاره په بيلابيلو برخو کې زده کړې حاصلې کړي وي .

دکندوز دکار اوټولنيزوچارو ريس سيد عبدالله هاشمې رسنيوته وويل : ( ددغه کورس ګډون کوونکيو د30 مجربوښوونکيو له لورې دخياطې ، ګلدوزې اوموټرسايکل جوړولو په برخه کې 6 مياشتې خپلې زده کړې پاي ته ورسولې .) هاشمې هيله څرګنده کړي چې دياد مرکز فارغان به چې د180 تنه يي انجونې او180 تنه په کې هلکان شامل دي ددي وورسته به وکولاې شئ په ټولنه کې ځانته دکارزمينه برابره کړي .
فارغ شوي کسان د کندوز د دووولسواليوپورې امام صاحب اوچاردرې پورې اړوند وويل
داپه داسې حال کې ده چې دامهال دهيواد دنوور ولايتونو په څيرکندوز يودهغو ولايتونو ځنې دي چې دبيکارې کچه په کې لوړه ده .