کور / تازه خبرونه / کندز:دعامه نظم ديوقومندان په ګډون درې نورساتونکې ووژل شول.

کندز:دعامه نظم ديوقومندان په ګډون درې نورساتونکې ووژل شول.

دکندوز دخان اباد ولسوالۍ امنيه قومندان محمدرحيم واېې چې ددولت وسلوالو مخالفينونن سهار په ياده ولسوالۍ کې دازادخان په نوم دعامه نظم پوليسودمحلې قومندان په ګډون دهغه درې ساتونکې ووژل، خودوسلوالوطالبانويوتن وياندذبيح الله مجاهدرسنيو ته ويلې چې دغه پيښه نن سهارشپږبجې چارتوت په سېمه کې رامنځ ته شوي چې دهغه په خبره په ياده پيښه کې دقومندان ازاددوژل کيدوترڅنګ دهغه 5 تنه ساتونکې هم ووژل شول.
بل لورته طالب وياند دکندوزګاونډبغلان دشهرګهنه په سيمه کې دخانوپه نوم داربکيوديوځاې قومندان اودهغه د2 تنوساتونکيوداسيرکولوادعاء کوي خوتراوسه دبغلان ولايت چارواکو په دي اړه څه ندي ويلې .
همدغه راز نن دکندوزپه نسبتاَ ناارامه ولسوالۍ دښت ارچې کې دنښتوخبر ورکړشوي دوسلوالوطالبانووياندلراوبرته په يوراستول شوي پيغام کې ادعاءکړي ، چې دالمانې سرتيروپه پلې ګزمه ېې بريد کړي چې په پايله کې دهغه په وينا 5 تنه سرتيرې ېې وژلې او3 نورېې سخت ټپيان کړيدي خوپه کندوزکې ميشت دايساف په چوکاټ کې دالمانې سريترومطبوعاتې مسوول ډګرمن ويسل بيا لراوبرسره په خبروکې وويل چې نښته رامنځ ته شوي مګر ځان لورته يي هرډول مرګ ژوبله په کلکه رد کړه. دعامه نظم پوليس ياپه عامه اصطلاح اربکې مليشې په دي وروستيوکې دکندوزپه نااراموسيموکې دافغان دولت له لورې دافغان دولت دمخالفينودټکولو لپاره رامنځ ته شوي چې دکندوزديوشميرسيمواوسيدونکې ورځنې سرټکوي اووايي چې بې مورده په خلکوزورزياتې کوي اوډيرې وختونه دعشرټولوپرمهال عام خلک په تکليف وي .