کور / راپور / کندهار: شيرزي انستيتوت تر اوسه ٣٨٤٢ کسان روزلي دي

کندهار: شيرزي انستيتوت تر اوسه ٣٨٤٢ کسان روزلي دي

 په کندهارد  شيرزي دانګليسي ژبي او کمپوټر زده کړو مرکز په کندهار لومړي  علمي اداره ده  چي ځوانانو ته په وړيا توګه زده کړي ور کوي


د انګليسي او کمپوټر زده کړو دغه  مرکز  په افغانستان کي دنوي اداري په راتګ سره  په کندهار کي ددي ولايت دوالي ګلا اغا شيرزي په مالي مرسته  پيل سو .




که څه هم په لومړو کلونو  کي په  ياد مرکز  کي اپتدايي زده کړي کيدلي خو كله چي   احمد الله رحمت ددي مرکز مشر په توګه وټاكل سو  دهغه او  دنورو ملګرو په مرسته دنورو پرمختګونو ترڅنګ زده کوونکو ته  تر فراغت پوري اسانتياوي بر ابري سوي .


د رحمت په وينا هغه مهال دزده کوونکو شمير هم کم وو خو کرار کرار دغه شمير لوړيده او ان تر دي پوري چي اوس هم ډلي ډلي ځوانان راځي خو مرکز يي د کافي ځاي دستونزي سره مخ دي


 ښاغلي رحمت وايي چي اوس يي په شيرزي انستيتوت کي دانګليسي ژبي او کمپوټر زده کړو ترڅنګ د منجمينټ يا اداري کورسونه هم پيل كړي دي  او دکندهار  هغه ګڼ شمير ځوانان چي دامهال د ادارو په مالي بستونو کي کار کوي په دغه کورسونو کي په زده کړو بوخت دي  .


ښاغلي رحمت  دامهال دخپلو زده کونکو شمير يوولس سوه کسه ښي چي اته سوه يي نارينه او پاته يي انجوني دي .


چي د٣٦ تنو ښوونکو لخوا ورته زده کړي ورکول کيږي


رحمت وايي که چيري دکندهار اداره او ياهم نور اروګانونه  مالي مرسته ورسره وکړي نو دهغه کسانو په خاصه توګه ښځو لپاره به  دانلاين زده کړو زمينه برابره کړي چي دوخت او يا هم نورو ستونزو له امله نه سي کولاي پوهنتون ته ولاړي  سي .


درحمت په خبره چي په دي برخه کي يي يو شمير کسانو ته ويلي خو تر اوسه چا مثبت جواب  نه دي ورکړي


رحمت وايي چي يو ځل يي مرکز د شاوخوا شپږو مياشتو لپاره دزده کوونکو پر مخ هغه وخت بند سو کله چي ګلا اغا شيرزي دکندهار څخه ننګرهار ته تبديل سوو  او هغه  مالي کومک چي دکندهار د اداري لخوا دکندهار دخلکو د اولادو د روزلو لپاره ور کول کيده  ودريدي .



خو ددغه علمي مركز دروازي هغه وخت بيا د زده كونكو پرمخ پرانستل سوي چي ښاغلي شيرزي له ننګرهار ددي علمي بنسټ سره مالي  مرسته پيل كړه
.
ددي مركز د مسولينو په خبره  دا علمي مرکز په کندهار کي دکندهار دخلکو لپاره دي  نو ښه دا ده چي دکندهار اداره يي مالي يي ملاتړ وکړي .


رحمت اوس مهال  د کافي ځاي نشتوالي ديوي لوي ستونزي په توګه يادوي
دده په خبره ډيري ځوانان مراجعه ورته کوي خو دوي يي بيرته جوابوي .


رحمت خپلو زده کوونکو ته زيري ورکوي چي ډير ژر به دشيرزي دعلمي او مسلکي زده کړو دمرکز په نوم يوه انټرنيت پاڼه هم خلاصه کړي .


دشيرزي دعلمي زده کړو دمرکز اداري مرستيال محمد اصف پتيالي وايي چي تر دامهاله دوي په شلو دورو کي ٣٨٤٢ تنه  دانګليسي او کمپوټر په برخه کي فارغه کړي چي ١١٢١ تنه يي يوازي انجوني دي .


پتيالي  وايي چي د دوي دمعلوماتو لمخي دامهال دکندهار په پنځوس فيصده ادارو کي هغه کسان په کار بوخت دي چي په دي مرکز کي روزل شوي .


دده په وينا ډير داسي ځوانان چي د امهال په بهر کي زده کړي کوي هم دلته يي انګليسي ژبه زده کړي .



رويا اعظمي چي دشيرزي دعلمي او مسلکي زده کړو دمرکز زده کوونکي ده وايي چي دغه مرکز ته ځکه راځي چي ښوونکي يي مسلکي دي .


درويا په خبره لکه څنګه چي په کندهار کي ډيري کورني اقتصادي ستونزه لري او نه سي کولاي چي دښار په نورو هغه مرکزو چي پيسي ور څخه اخلي زده کړي  وکړي نو دا مرکز خو وړيا دي او دوي کولاي سي پکښي زده کړي وکړي .


رويا وايي لکه څنګه چي انټرنيټ د مطالعي او دمعلوماتو دلاسته راوړلو يوه ښه وسيله ده که چيري د دوي لپاره دانټرنيټ اسانتياوي برابره سي نو په دي سره به دکندهار دښځينه زده کوونکو دپوهي کچه نوره هم لوړه سي .


 


(( په دغه مرکز کي د ښځينه  دزده کوونکو دتګ راتګ لپاره دترانسپورټ اسانتيا هم سته ))