کور / راپور / د روغتون د برېښنا پروژې د ناروغانو تداوي بهتره کړې ده

د روغتون د برېښنا پروژې د ناروغانو تداوي بهتره کړې ده

د آى جې سي عامه پوهاوي له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي د فراه ولايت ته د بيارغوني په موخه ور کړل سوو انجنېرانو د دې ښار په روغتون کي د برېښنا د پروژې د پرمختګ اغيزه وڅېړله. دغه پروژه به اتو تاسيساته، يخي او تودې هوا ، روغتيايي چارو کارکوونکو ته يوه ښه ماحول برابره کړي . د فراه د ښار د روغتون سرطبيب سردار آقا وويل د برېښنا دغه پروژه به په هغو راتلونکو خدماتو باندي لويه اغيزه ولري چي دغه روغتون يي د خلکو لپاره کوي. د فراه د ښار په روغتون کي مخکي يو وړوکي جنراتور په کار لوېدلي ؤ چي پرله پسي يي کار نه سواى کولاى . د برېښنا د هر وخت بندېدلو په نتيجه کي د بريښنا مزو برقي شارټي کوله، وسايل يي تباه کول، د ناروغانو سوابق به ورکېدل او دغه راز هغه ويني خرابيدلي چي د وينو په بانک کي ساتل کيدلې. د دغه روغتون مامورين وايي تودوخه خورا ډېره وه او په نتيجه کي به ناروغانو ميکروبونه اخيستل او دغه راز يي د روغتون پر پاکوالي باندي منفي اغيزه کوله. په فراه کي د عامي روغتيا رئېس عبدالشايق وويل: “دوامدره بريښنا زموږ روغتايي خدمات سل په سلو%١٠٠ کي زياتوي”. دغه روغتون په ٢٤ ساعتو کي په اوسط ډول د څه باندي ٣٠٠ ناروغانو علاج کوي چي له دغي جملې څخه تقريبا ١٠٠ تنه يې په عاجل ډول تداوي کيږي.