کور / تازه خبرونه / په لوګر کی دوه مظاره چیان وویشتل سول

په لوګر کی دوه مظاره چیان وویشتل سول

رویټر خبر ورکوی چی په لوګر او د افغانستان په بېلابیلو ښارونو کی د درو ورځو راهیسی د امریکایی پادری لخوا د قرآن کریم د سوځولو د پلان سره د اعتراض په توګه مظاهرې کیږی . پادری ( ټیری جانز ) د سوځولو هغه پلان درې ورخی مخکی لا فسخ کړی دی خو بیا هم په نړۍ او افغانستان کی د دې پلان پر ضد مظاهرې روانی دي .
په لوګر کی مظاهره چیانو شعارونه ورکول چی « مرګ پر امریکا ! ، مرګ پر عیسویت ! » څو چی وروسته پولیسو ډزي پر وکړې چی له امله یې نهه کسان زخمیان کړل او وروسته دوه نفره په روغتون کی مړه سول . مخکی یو بل تن هم پولیسو ویشتلی و چی دا تلفات اوس درو کسو ته ورسېدل .