کور / تازه خبرونه / کندهار : د ټاکنو په اړه غونډه وسوه

کندهار : د ټاکنو په اړه غونډه وسوه

نن تر غرمې ورسته دكندهار ولايت مقام دغونډو په تالار کي د انتخاباتو دپروسې د ښه ترا پر مخ بېولو او د ډاډمن امنيت د راوستلو په موخه د کندهار والي له لوري په جوړه سوې غونډه کي چي د دې ولايت د ولسولانو، دولسواليو د امنيه قومندانانو او ملي امنيت مسؤلينو پکښي ګډون کړى وو کندهار والي وويل چي زه فکر کوم چي هر چا خپل مسئوليت پېژندلى او د ټولو څخه هيله کوم چي په دې ورځ کي خپل هر ډول امکانات په کار واچوي تر څو انتخابات په پوره شفافيت سره ترسره سي .
همدارنګه په غونډه كي د ټاكنو د خپلواك كمېسون مشر پر امنيتي مسؤلينو ږغ وكړ چي د انتخاباتو په ورځ بايد د رايو د شمېرولو دپاره ساحوي ناظمانو ته وخت وركړي ترڅو هغه ټولي رايي وشمېري او بيا يې ورسته مركز ته را انتقال كړي .