کور / تازه خبرونه / کونړ: د رايو تر څنګ جګړه هم روانه ده

کونړ: د رايو تر څنګ جګړه هم روانه ده

له کونړ ولايت څخه د آزادۍ راډيو خبريال خبر ورکوي چي په دې ولايت کي د پارلماني ټاکنو د رايي ورکوني تر څنګ خال خال جګړې او راکټي حملې هم رواني دي.
راپور وايي چي د کونړ پر مرکز اسعدآباد ښار باندي راکټي حملې سوي چي يو راکټ پر يوه کور لګېدلى چي يو تن يې وژلى دئ.
د راپور له مخي په اسمار ولسوالي کي هم يو تن مړ سوئ او يو زخمي سوئ او همدا راز په ترکاڼيو ولسوالي کي يو کس زخمي سوئ دئ.
له کونړ څخه د آزادۍ راډيو خبريال وايي چي د دې ولايت په انتخاباتي حوزو کي د زلميو رايو ورکوونکيو شمېر تر مشرانو ډېر دئ.