کور / تازه خبرونه / کنړ : د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

کنړ : د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کونړ ولايت په شيګال ولسوالۍ کي يې د طالبانو يو قوماندان او د طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ ولسوال چي حاجي محمد نومېده وژلى . د خبرپاڼه په حواله چي نوموړى يې د يوه هوايي بريد په وسيله چي د بهرنيو ځواکونو له لوري ترسره سوى وژلى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .