کور / تازه خبرونه / فضل احمد معنوي : درې نيم مليونه رايي کارول سوي

فضل احمد معنوي : درې نيم مليونه رايي کارول سوي

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون رئېس وايي چي د ترلاسه سوو راپورونو پر اساس تېره ورځ د ولسي جرګې په ټاکنو کي څه د پاسه درې نيم مليونه کسانو ونډه اخستې وه او خپل رايه يې د خپلي خوښۍ وړ نوماند ته ورکړې ده . د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي تېر ماښام په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي دوى تر اوسه پوري د ٤٦٣٢ مرکزونو څخه د رايو راپورونه ترلاسه کړي دي . هغه زياته کړه چي په دغو مرکزونو کي ٣٦٤٢٤٤٤ رايي کارول سوي دي .