کور / تازه خبرونه / بادغيس : اته تنه د تښتوونکو د منګلو څخه وژغورل سول

بادغيس : اته تنه د تښتوونکو د منګلو څخه وژغورل سول

په بادغيس ولايت کي د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون کار کوونکي وايي چي هغه اته تنه چي يوه اوونۍ مخکي د تښتوونکو له لوري تښتول سوي ول د تښتوونکو د منګلو يې ژغورلي . د بادغيس ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسئول عبدالرحمن اميد وايي چي دغه کسان څه موده وړاندي د دې ولايت د مقر ولسوالۍ څخه د طالبانو له لوري تښتول سوي ول چي نن ورځ د تښتوونکو د منګلو څخه وژغورل سول . نوموړي دا څرګنده نه کړه چي دا کسان يې څنګه د وسله والو طالبانو له منګلو ژغورلي دي او نه يې هم په اړه تر اوسه پوري سيميز حکومتي ادارو څه ويلي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .