کور / راپور / د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس

د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس

دسويډن دمالمو په ښارکي دځوانو فرهنګيانو،ليکوال اواديبانو په وياړ کنفرانس جوړسو .

د روان۲۰۱۰ م کال دسپتمبر په ۱۸ مه دافغانستان د پياوړوقلموالو صالح محمد صالح ،اجمل اند اويوازنی ټوکي راټولونکی پيرمحمد باوري ددراناوي اوهڅونې په وياړ دځوانو ليکوالو،فرهنګيانو اواديبانو دستاينې،هڅونې اودرناوي تر نامه لاندي ددوستۍ فرهنګي ټولنې په نوښت او زيار دکنفرانس درنه ادبي غونډه دايره سول .

د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس


ټول عکسونه په انځوريز البم کښي وګورئ


مخکې له دېنه چې غونډه د دوستۍ فرهنګي ټولنې دمشر حبيب الله غمخور په پرانېستونکې وينا پيل شي د راغلو مېلمنو هريو تاريخ پوه ښاغلي کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني ، ښاغلي صالح محمد صالح ،اجمل اند،پير محمد باوري ، ښاغلي عبدالوهاب سرتېراو دبي بي سي راډيو وياند ښاغلي ايمل پسرلي ته بلنه ورکړل شوه تر څوټاکل سوی ځاي ته تشريف راوړي .

دکنفرانس کارچې د دوځوانانو هر يواغلې موسکا اندړ او ځوان شاعر نيازمحمد پياوړي لخوا پر مخ بېول کېده، دحيات شيرزاد لخوا دقرانکريم د څومبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه .

ورپسې ښاغلي حبيب الله غمخور په خپله پرانيستونکې وينادکنفرانس کار په رسمي توګه پرانيست .

تر پرانيستونکی وينا وروسته دمالمو دښار دهيلي ناحې اوسېدونکودمختليفو قومونواو ژبو وينونکو ((۹)) تنو انجونوته داغلې فاديلا ميسترباسيچ((له Fadila Mestrebasic))په مشرتابه بلنه ورکړه سول ،هغوي خپل ټاکل سوی شعرونه دکنفرانس دګډون کونکوپه وړاندي ولوستل چي دحاضرينو لخوا په چک چکو بدرګه سول .

ورپسې ښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ته بلنه ورکړه سوه چي دافغانستان دوتلي اوياوړ ي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني پيغام ولولي .بيادلبنان يوپېغلې اغلي سارا Sara ته وارورسېد اوهغې په خپل خواږه اواز يوشعر په ترنم کي ولوست ،همداډول يوې عراقي انجلی (( نور ياسين )) Noor Yasin ډير ښکلی شعرو لوست .

بيا ښاغلي هلنمد شېرزاد نه هيله وسوه چي دافغانستان د سيمه ايزومطالعاتودمرکز د رئېس ښاغلي عبدالغفور ليوال راليږل شوی پيغام ولولي،ترهغه وروسته له ښاغلي احمد ګل اندړ څخه غوښتنه وسوه چي په هندکي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت دکلتوري چارو ریيس پوهنوا ل ډاکتر خالق رشيد رالېږل شوی پيغام ولولي . تر پيغامونووروسته ښاغلي ميرويس مومند په بهر کي د ځوانانو د راتلونکي اوسالمي روزنې په اړه خپل نظر د کنفرانس د ګډونوالو سره شريک کړ .

ښاغلي نياز پياوړ اعلان وکړ چي زموږ دغې غونډي ته له افغانستان اونړۍ له ګوټ ګوټ نه دپوهانومقالې ،پيغامونه اودښه نيت ليکونه رارسېدلې دي ،تر کومه ځايه چي دهغوي شمير زيات دی دپروګرام دوخت په نظر کي نيولوسره ئې درالېږونکونه دکوروداني اومننې څرګندولوسره دنورودلوستلونه ډډه کووتر څوحاضرو دوستانوته دخپل نظر دڅرندولووارورسېږي ،اودپنځلس دقيقو لپاره ئې تفريح اعلان کړل .

تر دمې وروسته کانديد اکاديميسين محمد اعظم سيستاني ته بلنه ورکړه شوه چي دغونډې دابرخه په خپله وينا پرانيزي ،ښاغلي سيستاني صاحب په خپله وينا کي دځوان نسل په وړاندي دوالدينومسوليتونوپه ګوته اودځوان نسل نه ئي وغوښتل چي دبشري ټولنې په ځانګړ ې توګه سويډن او نوروپر مختللو هيوادوکښي دعلمي ،تخنيکي اوټول اړخيزوامکاناتونه په استفادې سره زياروباسي دپوهی اوعلم په برکت په ټولنه کي ديوه فعال اومثبت عنصرپه توګه خپل رسالت سرته ورسوي .ورپسې دځوان ليکوال اوپېژندل شوی ژورناليست ښاغلي ايمل پسرلي نه غوښتنه وشوه چي خپل پيغام دکنفرانس برخه والوته ورسوي .

ښاغلي پسرلي په خپلو لنډوخبروکي دښاغلی سيستاني صاحب دويناپه په يادولوسره دې ټکي ته اشاره وکړه چي افغانان بايد دځوانانو اوپه ځانګړې توګه دپېغلوټوساليمي روزنې اوژوند ته جدي پام واوړوي .دنارينه تر څنګ دي په ټولنيزوچاروکي دښځورول اوارزښت ته هم په کمه سترګه نه ګوري .هغه وويل دټولواسلامي اوافغاني دوديزوارزښتوپه نظر کي نيولوسره بايد زموږ خويندوته هم دازمينه برابره شي تر څودافغانستان په اړوندټولومسائيلوکښي له نارينه سره ګډه برخه واخلي .

 تر ښاغلي ايمل پسرلي وروسته په ډنمارک کښي مېشت افغاني اغلي زرلښت حبيب ته بلنه ورکړه سوه چې خپله وينااو انتخاب سوي شعر په خپل ښکلي اوازدکلمه کړي .

بيا ښاغلي انجنير صاحب عبدالباقي لعلي ته وارورسيد هغه پخپله وينا کښي دافغانستان اوسني ناندريز سياسي اوپوځی حالت ته په ګوته نيولوسره ټول افغان رون اندي وحدت اويواولي ته راوبلل اوله هغوي نه ئې غوښتنه وکړه چي خپلو ملي او انساني دندوته په پاملرنې سره ټول افغانان په ځانګړې توګه روڼ اندي دخپل ولس اوهيوادپه وژاندي مسوليتونه له پامه ونه غورځوي اوديووالي په روحيه سره ئې دخپلو تاريخي مسولتونو رفع کولوته راوبلل اوپدې برخه کي ئي دځواننانورول ګټوراو اړين وباله .

تر دغې وينا وروسته له ښاغلي هلمند شيرزاد څخه غوښتنه وسول چې خپل ښکلی شعر ولولي ،ښاغلي شيرزاد دوه شعرونه ولوستل اودکنفرانس دګډون والو لخواپه چکو چکو بدرګه سو.

تردې وروسته دکابل پوهنتون له پخواني استاد اصف بهاندنه غوښتنه وشوه چي خپله ليکنه ولولي .

دښاغلي حاجی محمد نوزادي رارسېدلې وينا دوخت دکمي له امله ونه لوستل شوه،وار دسپرغۍ ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک پرهېز ته ورسېد،نوموړي دځوان نسل پر رسالت ،کلتوري ارزښتونواودويب پاڼوتر منځ دښه تفاهم اوګډي همکاری په اړوند لنډې خوکره خبري وکړې . بيادهيوادډاټ کام لومړنۍ پښتو خپلواکي ويب پاڼي له جوړونکي اومسول ښاغلي هارون وردګ نه غوښتنه وسول چي خپل نظر دکنفرانس له ګډون والوسره شريک کړي .ښاغلي وردګ پخپلوخبروکي دويب پاڼې دجوړيدوداړتيا دراپيداکېدو اوداچي څنګه ئي خپله پاڼه جوړه کړه دغونډي برخه والوته معلومات ورکړ .

ورپسې د لر او بر ويبپاڼې مسئول ښاغلي عبدالله احسان دکنفرانس دجوړونکوڅخه دمننې په څرګندولوسره دافغاني ويب پاڼودرول اوګډې همکاري اوددوي په وړاندي دځانګړوستونزواوګوت څنډونوپه اړه مفصلي خبري وکړې اوپردې ټکي ئې ټينګاروکړچي په رشتياسره رسنۍ دعاموخلکوپه رابيدارولواو هغوي ته دورځنيو معلوماتوپه رسولوکي حياتي رول لري ،عبدالله احسان هم دټولوافغاني ويب پاڼوچلوونکي ګډې همکاری اويودبل سره مشوروته راوبلل .

د سمسور ويبپاڼې مسئول ښاغلي سمسور حبيبي هم خپل پيغام دکنفرانس ګډون کوونکو ته واوراوه .

دپيغام تر اورېدو وروسته دټوکوداتو کتابونودليکونکی د ښاغلي پيرمحمد باوري صاحب څخه هيله وسول چې پخپلو خوږو ټوکو ددوی په وياړ د کنفرانس فضا لا نوره هم خوندوره کړي . ښاغلي باوري دخپل تيرسوی قلمي کاراوفعاليت اوراتلونوکوپلانوپه هکله دغونډي برخوالوته معلومات ورکړه اودخپلې ويناپه دوهمه برخه کښي ئي په خپلو خوږټوکودغونډي فضانوره هم خوندوره اوښکلې کړه .

ورپسې ښاغلي صديق ننګ،عبدالغفور اميني ،ځوان شاعر او ژورناليست ولي عبدالله، له هالنډنه راغلي ځوان شاعر نذير احمد نذير په خپلو ښکلو شعرونودکنفرانس فضا نوره هم رنګينه کړه .

دغونډې دکارددوهمې برخي په پاي کي دنيم ساعت لپاره دډوډۍ خوړلولپاره تفريح اعلان سوه .

تر دمې وروسته دکنفرانس دريمه برخه دافغانستان پېژندل سوی شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر ته بلنه ورکړه سوه چي دابرخه په خپله وينااوښکلي شعر پرانيزي .

ښاغلي سرتير صاحب په خپلو لنډو خبروکي دداسي غونډوجوړېدل ګټوراوحياتي وبلل اودکنفرانس له کوربه نه ئي دمننې په څرګندولوسره دخپلو ښکلواوزړه راکښونکوشعرونوپه ويلودپروګرام ددې برخې دړه پرانيستل .

تر سرتېرصاحب وروسته دخداي بخښلي حاجي حميد الله حميدلور اغلي ملغلري حميد دخپل پلار هغه شعر ولولي کوم چي هغه محروم لس کاله وړاندي ئې دپښتو ادب دستوري ګل پاچا الفت په وياړ نړيوال سمينارکي خپله لوستی وو .

بياخوږ ژبې شاعر ښاغلي هيوادشير زاد ،ښاغلی عيسی خان بهرام دپښتو ژبي تکړه شاعر ودير صافي صاحب ځوان اوخوږ ژبې شاعرولايت خان ځدراڼ په خپلو شعرونو چي په ګرمو چک چکو اوولولوسره بدرګه کېدل دغونډي فضارنګينه کړه .

تردې وروسته پياوړي ليکوال ،ژباړونکي اوتکړه ژورناليست ښاغلي صالح محمد صالح ته بلنه ورکړه سوه چي ستېج سرته تشريف راوړي او ددوی په وياړ راغلو مېلمنو سره د زړه خواله وکړي .

دصالح صاحب ترخپلوخوږواوروانوخبرو وروسته دروزګان ملي مهالنې خپرونې په وروستی اوکنفرانس ته ځانګړې سوې ګڼه کي دجلال امرخيل خپورسوی شعر ولوست .

بيا خوږ ژبو شاعرانو ښاغليو سلام اندړ، قدرت حليم ،نياز محمد پياوړي په خپلو شعر ونودغونډه نوره ښکلې اوزړه راکښونکې کړه .

دغونډي وروستی ويناوال ځوان او نازکخياله شاعر ښاغلی اجمل اندوو. ښاغلي اند صاحب هم دنوروپه څيردددې کنفرانس جوړېدل دځوان نسل دهڅوني لپاره ګټور وباله اودکوربه څخه چي دادرنه غونډه ئې ددوي په وياړ جوړه کړې اوداډول منلوښاغلو اواغلوفرهنګيانو اوفرهنګپالو ته ئې دګډون بلنه وکړې دکوروداني په ويلوسره دخپلو څو ښکلو شعرونوپه اورېدودکنفرانس کارپاي ته ورساوه .دښاغلي اجمل اند شعرونه په زيات ږوږاوچک چکوبدره کېده .

دکنفرانس دکارپه وروستی برخه کي ددوستی فرهنګی ټولنې له مشر ښاغلي حيبيب الله غمخور نه هيله وسول چي ددوستی فرهنګی ټولنې هغه پرېکړه اعلان کړي کوم چي ځوانو فرهنګيانو،ليکوالواوشاعرانو ته ئې ددې کنفرانس په وياړ ستاينليکونه ،مډالونه اونوريادګاري نښانونه منظورکړي دي .

ښاغلي حبيب الله غمخور ددوستۍ فرهنګی ټولنې دمشرتاب جرګې پرېکړه ليک تر لوستلووروسته دښاغلي کانديداکاديميسين محمد اعظم سيستاني څخه ئي غوښتنه وکړه چي ښاغلو اجمل اند، صالح محمد صالح ، پيرمحمد باوري، ايمل پسرلي ته هغه ستاينليکونه ورکړه کوم چې د دوستۍ د فرهنګي ټولنې له خوا منظورشوی دي .

بيادښاغلي سرتير صاحب څخه هيله وشول چي دلراوبر ويب پاڼي مشر عبدالله احسان اوښاغلی ولي عبدالله ته ستاينليک ورکړي . له ښاغلي پسرلي ايمل صاحب څخه هم غوښتنه وسول چي ځوان شاعر ښاغلی نذير احمد نذير، دسپرغی ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک پرهيز اوسمسور ويب پاڼي مسول سمسورحبيبي ته ستاينليکونه ورکړي.

بيا ښاغلي سرتير صاحب ځوان شاعر ښاغلي هيوادشيرزاد ځوان ژورناليست دښاغلي احمدشاه اعظمي اوقدرت حليم ته ستاينليکونه ورکړه .

له ښاغلي صالح محمد صالح څخه هيله وسول چي اغلې زرلښته حبيب ته ستاينليک ورکړي .

همدا ډول دښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ،ښاغلي محمداقاشيرزاداوښاغلي عبدالباقي لعلي نه هيله وشول

دافغانانودعلمي اوفرهنګی مرکزدواليبال ټيم ځوانانوته مډالونه ووېشي .

دغونډي دکوربه ټولنې مشر حبيب الله غمخور لخواځوان اوخورژبې شاعر ولايت خان ځدراڼ ته ستاينليک ورکړه سو.

بياښاغلي حاجي حکمت الله حکمت دبوکس په لوبوکي وتلي ځوان سهيل هوتک ته منظورسوی کپ ددې په خاطرچي هغه نه وو دهغه قبله ګاه عبدالحی هوتک ته تسليم کړ .هداډول دمالمو ښار ځوان ترينر احمد رشاد اڅکزی ته د حاجي حضرت مومند صاحب لخواکپ ورکړه سو .

ديادولووړده چي دډاکتر کلام مومنداوانجينر عبدالاحد عزيزي ،احمد ګل اندړاوجنرال عبدالرشيد لخواهم پر مستحقوکسانويادګاري نښانونه وويشل سوه .

بياوارښاغلی حبيب الله غمخورته ورسېداوهغه دځواني موسکا اندړ اوځوان شاعر نيازمحمد پياوړي نه په ډيره ښکلې اوعالي بڼه دپروګرام دپرمخ بيولوپه خاطر دمننې اوکوروداني په څرګندولوسره دسوي ته دلازياتو برياووغوښتنه وکړه اودټولنې لخوادکنفرانس په وياړ يادګاري سمبولونه دکنفرانس يوشمېر ګډون والوته ديادګارپه توګه ورکړه سول .

همدا ډول ئي ددې درنې غونډي په وياړ له نمارک نه راغلو خوږژبوشاعرانو اوفرهنګيانوهر يو ښاغليو صديق ننګ،ودير ساپي اوعيسی خان بهرام په ځانګړويادګاري نښانوونازول سول .

غونډه دکنفرانس دګډون والو،ويناوالو اوټولوهغودوستانونه چي په خپلو هر اړخيزه مرستواوملاتړئې د کنفرانس دجوړېدوزمينه برابره کړې ،په ځانګړې توګه له ټولوهغوځوانانوڅخه چي دکنفرانس دکاردسمبالښت عکاسی اوفلمبرداری ،په مالموکي دشمشاد تلوزيون دکامره مين ،هغوچي دکنفرانس دګډون والولپاره دډوډۍ خوړلوپر وخت مېلمه پالنه او دسالون د پاک ساتلو په برخه کښي نه ستړي کېدونکي زيار ايستلي دمننې په څرګندولواودلوي څښتن له دربارنه دوي ته دلازياتوبرياوپه غوښتنه سره پاي ته ورسېدل .

ديادولو وړئې بولوچي ددې کنفرانس په پته يوشمېر رالېږل سوی پيغامونه اوليکنې دروزګان مهالنۍ په ځانګړې ګڼه کي چاپ سوی دوستان ئي هلته لوستلاي سي اوپاته دهمدغه کنفرانس داساسي وينا سره يوځاي خپاره سوي دي ،درانه مينوالو اولوستونکې کولاي سي دکنفرانس ټول پاته موادهلته ولولي .

………………………………….

ددوستۍ فرهنګی ټولنې پرېکړه ليک
دلوي اوبخښونکي خداي په نامه

سويډن دمالمو ښار

د۲۰۱۰ ز کال داګست ۱۹ مه

ددوستۍ فرهنګی ټولنې مشرتابه جرګې داګست پر ۱۹ په خپله فوق العاده غونډه کي چي دافغانستان دخپلواکي دبيرته ترلاسه کېدود۹۱ کليزي په مناسبت جوړه سوه دنورومسائيلوپه څنګ کي دځوانو فرهنګيانو، اديبانواو ليکوالودستايني،هڅونې اودرناوي په خاطردنړی کنفرانس په اړه تر هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه وکړل چي لاندي کسان او ويب پاڼومسؤلين دي په ستاينليکونو وستايل سي :

۱/ ځوان اونوښتګر شاعر اوتکړه ژورناليست ښاغلي اجمل اند.

۲/ دټوکوراټولونکی دافغانستان دملي اردو پخوانۍ افسر ښاغلی پيرمحمد باوري .

۳/ ځوان اوهڅاند ليکوال ،شاعر ژباړونکی اوفعال ژورناليست ښاغلی صالح محمد صالح .

۴/ په کړاونو کي راټوکېدلې ،هڅانده اوفعاله ژورناليسته ،ليکواله اغلې نجيبه لېمه .

۵/ ځوان ژورناليست ،ليکوال اوپېژندل سوی ژورناليست ښاغلي ايمل پسرلی .

۶/ ددعوت مجلې او ويب پاڼي مشر ښاغلی طارق بزګر

۷/ په بلجيم کي دافغان ادبي بهير مشر ښاغلی حاجي محمد امين باوري

۸/ دافغانستان دراډيوتلويزيون اوبې بې سي راډيوژورناليست ښاغلی ولي عبدالله

۹/ دبينوا ويب پاڼې مسول ښاغلی خالد هادي حيدري

۱۰/ دلراوبرويب پاڼي مسول ښاغلی عبدالله احسان

۱۱/ دټول افغان ويب پاڼي مسول شيرزاد کاموال

۱۲/ دتل افغان ويب پاڼي مسول ډاکتر جمشيد سمون

۱۳/ دافغان جرمن انلاين مسول ښاغلی کبير

۱۴/ دسپرغی ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک پرهيز

۱۵/ غورځنګ ويب پاڼي مسول روح الله الهام

۱۶/ دوړانګي ويب پاڼي مشر شيرولى يارمحمد شينوارى

۱۷/ هيواد ويب پاڼي مسول هارون وردګ

۱۸ / سمسور ويب پاڼي مسول سمسورحبيبي

۱۹/ خوست ويب پاڼي مسول رحیم خان تڼی

۲۰/ اغلې زرلښته حبيب

۲۱ / تکړه شاعر دروزګان ملي مهالنۍ خپرونې دشعر اوادب دبرخي مسول اوتخنيکی چاروهمکار ښاغلي هيوادشيرزاد.

۲۲/ دڅوژبونه پښتو (ډيکشينريو) جوړونکی دالمان ږغ راډيو فعال ژورناليست ښاغلي احمد ولي اڅکزی

۲۳/ دناروژي ،پښتو ډيکشينری جوړوونکی اودويکيپېډيا پښتوبرخی فعال کارکوونکی په پولنډ کي دطب پوهنځۍ محصل نجيب بياباني .

۲۴/ دسويډني پښتو لومړني ډکشينری جوړونکی ښاغلي عبدالمنان ماموند .

۲۵/ ځوان شاعرښاغلی نياز محمد پياوړی

۲۶/ ځوان شاعر قدرالله حليم

۲۷/ ځوان خوږژبی دعالي استعداد څښتن شاعر ولايت خان ځدراڼ

۲۸/ ځوان اوپه خواريوکي رالوي شوی شاعر ښاغلی نذير احمد نذير

۲۹/ ځوان اوفعاله فرهنګی څېره دمشال راديو تکړه ژوزناليست ښاغلی احمدشاه اعظمي

۳۰/ در وزګان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکاراوتکړه ليکوال اوژباړونکی ښاغلی ډاکتر نثار احمدصمد .

۳۱/ در وزګان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکار،مشهور ژباړونکی اودغښتلي قلم خاوند ښاغلي رحمت آريا .

۳۲/ در وزګان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکارپېژندل سوی ليکوال اوسياسي څېړونکی ښاغلی هدايت الله هدايت .

همدا ډول پرېکړه وسول چي دمالمو ښاردفټبال لومړنی ځوان ترينر جايزه ګټونکی تنکی ځوان احمد رشاد اڅکزی ، دبکس په لوبوکي وتلي ځوان سهيل هوتک ، دښاغلی ميوند شيرزادپه هڅو له پخوانه جوړسوی دافغانانو دعلمی اوکلتوري مرکز دواليبال ګروپ دې په ځانګړو مډالونووهڅول سي .

ددوستۍ پرهنګی ټولنې مشرتابه جرګه پداسي حال کښي چي دغوپياوړو ځوانو ليکوالو،اديبانو ،شاعرانو اوفرهنګيانوته ددې بري اوستاينليکونودترلاسه کېدوپه مناسبت دزړه له کومې مبارکي وايي دلوي اوبې نياز څښتن له دربارنه تاسواودافغانستان ټولوزلمو(اغلو اوښاغلو) لپاره خپل هيوادته دخدمت په لارکښي دلازياتو برياليتوبونوغوښتنه کوي .

پدې هيله چي يوه ورځ په جګړه ځپلي افغانستان کي دايمي سوله ټينګه او اولس ئي دښېرازه ژوند څښتن سي .

ددوستۍ فرهنګی ټولنې مشرتابه جرګه





پرانيستونکې وينا


په نامه دهغه خداي مي دا بيان دئ
چې يونوم يې په نومونوکې سبحان دی



د۲۰۱۰ کال دسپتمبر ۱۸ مه

سويدن دمالمو ښار

حبيب الله غمخور

دسويډن دمالمو په ښارکې دافغانستان دپياوړوځوانو،فرهنګيانو،اديبانواوشاعرانودهڅونې اوستاينې په خاطر دنړۍ له مختلفو هيوادو نه راغلواديبانو،شاعرانو،فرهنګيانواواوفرهنګپالو!

اجازه راکړۍ تر هر څه وړاندي په سويډن کي ددوستۍ فرهنګی ټولنې اودمالمو دښاردفرهنګپالواووطنپالو افغانانو،دمالمو ښاردولتي اوټولنيزوادارو په استازيتوب تاسودرنو ميلمنو،پوهانو،فرهنګيانوپه اروپا کښي دفرهنګی ټولنواستازو،شاعرانو،ليکوالو اوپياوړوژورناليستان په ځانګړې توګه هغوته چي داغونډه ئي په وياړ جوړسوې ښاغليو پير محمد باوري ، اجمل اند او صالح محمد صالح ته دزړه په مينه دښه راغلا ست په ویلوسره ستاسو ټولونه دزړه له کومي مننه کوم چي دټولوکاري اوورځني ژوندله مصروفيتونوسره موپه خپل ګډون داعلمي او ادبي غونډه لانوره هم درنه کړه .

اغلو اوښاغلو!

زموږ ننۍ علمي او ادبي کنفرانس پوره دوې ورځې کم دوه کاله وروسته په همدې تاريخي تالار کښي دايرېږي .

دادی نن د۲۰۱۰ زکال دسپتمبر اتلسمه دسويډن دمالمو په ښارکې اوسېدونکي منلي اوغيرتي افغانان هغه افغانان چي په رښتياسره ئي په هرعلمي اوفرهنګی کارکښي زموږ ملاتړلې اوددوي دملاتړپه پايله کښي پردې بريالي سو يوچي دا ډول درنو غونډود جوړېدو جوګه سو. دادی دهمدې هڅوني اوملاتړ په زوردافغانستان په تاريخ کي پدې نام اونښان ددې لومړني علمي او ادبي کنفرانس کوربه يو .

پر ځاي ئې بولم له خپلو ټولوهغوافغانانواغلو اوښاغلونه چي په خپل هراړخيز ملاتړاو مرستوئي ددې علمي او ادبي کنفرانس دجوړېدو امکانات برابرکړه اوپه ورين تندي ئې زموږ سره ددې درنې غونډي په جوړېدو،دکارونو په سمبالښت اودميلمنوپه هرکلي اوهغوي ته په خپلو کورونوکي په مېلمه پالنه بې ساري مرسته کړېده دزړه له کومې دمننې اوکورودانۍ احساس څرګند کړم .

کورمو ودان همدا ستاسو بې ساري ملاتړ دی چي موږ دمالمو په ښارکې دهر ډول غونډو دجوړېدو جوګه کېداي شو.وياړ په تاسو غوندي فرهنګپالووطندارانو! وياړ زموږ په هڅانده زلموچي په خاص شوق اوعلاقه ئې ددې کنفرانس دجوړېدواودچارودسمبالتيالپاره شپه او ورځ تلاښ کړی . اوهمدا اوس چي کنفرانس شروع دی په ورين تندي دخپلو درنو مېلمنو عزت کوي ،دداډول ځوانان شتون او احساس ئي زموږ لپاره لوي وياړ دی .

دخپلو ځوانانوحق به مي اداکړی وي که ووايم ددې درانه کنفرانس دجوړېدو مبتکرين هم همدا ځوانان وه چې ځيني دوستان ئي زمادټيم په نامه يادوي .په رشتيا دادوي وه چي ان د۲۰۰۹ کال دديسمبر په مياشت کښي ئي پر نيمه شپه زمانه دداسي غونډي دجوړېدو اوستاسو ګرانومېلمنودرابللو غوښتنه وکړه .خوښ يم چي ددوي دا ارمان خودادی په خير اوخوښۍ سره پوره سو.

ګرانو ځوانانو!

که ستاسو همدا ډول هڅونه اوملاتړ موجود وي پدې باوريم چي موږ به دخپل هيوادپه اړوند دډيرو نوروعلمي ،ادبي اوسياسي کنفرانسونودجوړيدوجوګه اوسو .

دې تاريخي ټکوته مي ځکه اشاره وکړه چي که په اروپاکښي دکومو علمي او ادبي کنفرانس اوداشان لويو غونډودجوړېدو تاريخ ته ځيرسونودمالمو ونډه دنوروهيوادوپه پرتله درنه ده،اوددي دروندوالي دليل دادی چي دمالمو افغانونودخپل هيواد او ولس په وړاندي دخپل ملي مسوليت نه دی هيرکړی .

ددې غونډې دجوړېدونه زموږ موخه يوازي دانه ده چي ستاسو اغلو اوښاغلوهڅونې اودرناوي پر لارو چارو وږغېږو بلکې پدې ستاينه اوهڅونه به ددې نسل پر اوږيولوي ،دروند اوملي مسوليت کښېږدو اودابه ورته په ګوته سي چي په يوه ټولنه کښي ځوانان څومره سترمسوليتونه لري . اميدواريم چي زموږ دغه ځوان نسل دې ټکې ته جدي پاملرنه ولري چي دخپل هيواد اوافغان ولس په وړاندي اوپه عام کښي دټول بشريت په وړاندي ستر انساني مسؤليت په بری سرته ورسوي .

دځوانو قلم قلموالواودهغوي مينه والو!

زموږ دپاره دوياړ ځاي دی چي نن موږ سره پدې درنه غونډه کي دافغانستان وتلی تاريخ پوه اوغښتلي څېړنيز قلم خاوند کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني په ګډون دافغانستان دځوانسل پېژندل شوی ليکوال، شاعران ،ژورناليستان اوانترنټ پاڼو جوړونکی،پياوړې فرهنګی څېرې اونورتاسو غوندي درانه شخصيتونه له ځان سره لرو .

اغلو اوښاغلو!

په کنفرانس کې دبرخي اخيستلولپاره د انګليستان ،ناروي ،ډنمارک، هالنډ،جرمني اوسويډن دمختليفوښارو اوسېدونکوافغان اديبانو، شاعرانو،ليکوالو، ژورناليستانواودمختلفو ويب پاڼومسولينو،فرهنګي ټولنو استازو تشريف راوړی .

زموږ لپاره دوياړ ځاي دی چي زموږسره دسويډن دمالمو دښار ددولتي او فرهنګې ادارو استازي دمالمو په ښار کي دNBV ،استازي برخه لري . پر ځاي ئي بولم چي دمالمودښاردولايت مقام داړونده ادارواوهيلي دناحې له مشرتابه دکروکسبيک دښونځی له مدير نه دهراړخيزه مرستواومعنوي ملاتړ په خاطردزړه له کومي مننه وکړم .

غواړم په وياړسره څرګنده کړم چي ستاسو ځوانوليکوالو،شاعرانواوفرهنګيانوددې جوړسوی علمي اوادبی کنفرانس په نامه دنړۍ دمختلفو هيوادوڅخه زيات شمير افغاني ليکوالواوپوهانو له محتواډکي ليکنې اوپيغامونه راليږلې دي،زه يې دوخت دکمښت له امله دټولونه دزړه په مينه دمننې په څرګنده ولوسره دبېلګې په توګه دڅونومونه اخلم : وتلي شاعر،ليکوال اوڅېړونکی عبدالباري جهاني ،له افغانستان څخه د پوهنوال رسول باوري، له هندوستان څخه پوهنوال ډاکتر خالق رشيد،له کاناډانه دمشهور ليکوال ښاغلي حاجي محمد معصوم هوتک ،له امريکانه پېژندل سوی ليکوال اوژباړونکي ښاغلي رحمت اريا ،دامريکاداوهايوايالت اوسېدونکي افغاني دري ژبې شاعري چي اوس په افغانستان کي کارکوي اوددې په غوښتنه ئې دنامه له يادونونه ډډه کوو،دغښتلي قلم اوعالي تحليل خاوند ليکوال اود افغانستان دسيمه ايزو مطالعاتودمرکز رئېس ښاغلي عبدالغفور ليوال ، دافغانستان دراډيو تلويزيون رئيس اوپياوړي ليکوال ښاغلي زرين انځور،دافغانستان څخه دتکړه ليکوال ښاغلي غلام نبي مبتکر،په ډنمارک کښي مېشت افغان ليکوال پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبينوا ويب پاڼي مشر،ليکوال اوشاعر ښاغلي خالد هادي حيدري ، تکړه اوځوان ليکوال حبيب وقار،د غورځنګ ويبپاڼي مشر روح الله الهام ،دخوست ويب پاڼې مشر رحيم خان تڼۍ، په کابل دکليد راډيو دفرهنګي چارو مسوول صديق الله بدر، ښاغلي ارش ننګیال ، د مینې راډیو مؤسيس، دکوزي پښتونخواله مختليفو سيمو،داستراليانه زموږ دهيواد غښتلی ليکوال محترم هدايت اله هدايت، دافغان استرليادبشردوستا نو ټولنې، ستکهلم نه زموږ پېژندل سوی ليکوال ښاغلي سرلوڅ مرادزي دکامي فرهنګی اوختيځ خپرندويه ټولنې په لندن کي د افغان ځوانانو ټولنې اونورودوستانونومونه يادولاي شو .

غواړم دبينوا ويب پاڼي له مسول خالد هادي حيدري نه ددوې دهغه ميني او اخلاص نه مننه وکړم کوم چي ددې کنفرانس سره ئي لري دوي دغه شعارپه خپل ابتکار جوړاوله ډوبۍ نه ئي موږته په خپل مالي لګښت راولېږه .

هېره دي نه وي چي ددې درنې غونډي په نامه له کابل،کندهار،هلمند،ننګرهار،کنړ، فراه،پکتيا،خوست ،مزار شريف، روزګان اوکندوز څخه هم دبرېښنا ليک په مټ ليکونه اوپيغامونه ترلاسه سوې دي .

زموږ هيوادوالوپه خپلو برېښناليکونوکښي خپل دميني ډکوسلامونواوپيرزوينوپه وړاندي کولوسره ليکلې: اميد واريو ددغه کنفرانس عنعنه اودودتر نورواروپايي هيوادواوګران افغانستان پوري هم راوغځېږي تر څوزموږ ځوان نسل نه يوازي داچي وهڅول سي بلکی خپلو ځانګړو ملي مسوليتونوته هم متوجه کړاي سي . دوي دسويډن دمالموپه ښارکي داوسېدونکو افغانانواودوستۍ فرهنګی ټولنې دمشرتابه جرګې نه هم مننه کړې چي تل دداسي درنو غونډوکوربه وي . دوي ليکلي داچي دلومړۍ ځل لپاره ستاسو په مټ دځوان نسل دهڅونې اوستاينې لپاره داسي کنفرانس رابلل کيږي موږ افغانانولپاره دوياړ خبره ده اوتاسوته ددې کنفرانس دجوړېدو له امله مبارکي اوکورودانۍ وايو .

پدې برېښناليکونوکښي اشاره سوې چي تاسو خبر ياست موږاوس دبدمرغيو اوناخوالوسره لاس په ګريوان يوچي هرڅه ئي رانه هيرکړی دي . شپه او ورځ لوي او واړه،نارينه اوښځې يوازي دژوندي پاته کېدواوعزت ساتلوپه تلاښ کي يو،په يوه خبره موږ هره لحظه ددوبلاوسره چي يوه ئي نا امني اوبله ئي دولتي مامورين دي لاس په ګريوان يو .کله چه په بهر کي خواره واره افغانان داډول علمي اوفرهنګي غونډي جوړوی،په رښتيا سره مودخوښيو اوښکی په سترګوکي ټوپونه وهی .

اوله ځان سره وايوپه بهرکښي دادی افغانان شته چي يوه ورځ دوي اوياددوي بچی ددې خاوري عزت اوپت وساتي اودهغوپر قبر اوربل کړی کومو چي موږ اوزموږ خاوري ته ئې په سپکه سترګه کتلې ،اوموږ ئي تردې کچي زورولی يوچي دماشومانواوميندوله چېغو مو اوس عرش عظيم لږزېږي .سره لدې چي په بهرکي به هم دداسي غونډو جوړول اسانه کارنه وی خوپه هر حال ستاسو دژوند حالت ترموږ ښه دی ،ستاسو نه غواړودغه معمول وساتی اودخپلووياړلوشخصيتونو درناوی اويادوکړی . هيله موداده چي که افغانان ياست يوه لحظه دغه دپردوپلاس بل شوي اورکي وريت افغانستان مه هيروی ،زموږ داميدسترګی يوزاي ستاسوپه لورکږې دي ،موږکه دلته د شکايت لپاره خوله وازه کړو نوسرمو را باندي غوڅېږي .

درنو هيوادوالو!

واقيعت خو دادئ چي تاسو په خپل ګډون ،پيغامونو اوبرېښنا ليکونوموږ ته وياړ راوباخښه اوموږ مونورهم وهڅولو چي دافغاني کلتور دپياوړتيا،وياړلو شخصيتونودرناوی دځوان نسل سالمې روزنې او هڅونې ته تردې لاهم زياته پاملرنه راواړوواو ددغه ډول درنوعلمي او ادبی غونډود جوړيدو جوګه شو .

بلې دوستانو!

د وياړونو يادونه يوازي هغه اولسونه اوټولنه کولای شي چي دهغه په ارزښت پوهېږي اونه غواړي هرڅه دتاريخ په آرشيف يازيرمتون کي بې ګټې پاته شي . ديوې ټولني دوياړ نوپه معرفي کولو سره دهغه اولس دښې پيژندني لپاره اساسي لار ي پرانيستل کيږي،ځکه نودولسونو لپاره دخپلو وياړونو لمانځنه ،دځوان نسل سالمه روزنه ،هڅونه اوستاينه د هغوي د پايښت اساسي لامل ګڼل کېداي شي . همدا لامل دي چي د نړۍ ويښ اوبيدارولسونه د تيرو وياړونو يادونه له ياده نه باسي .

د داسي ادبي اوعلمي غونډوله جوړېدونه زموږ موخه هم همدا ده تر څوزموږ ځوانان دغه اساسي ټکي ته پاملرنه وکړي چې دوي دخپل جګړه ځپلي ولس په وړاندي څومره ستر مسوليتونه لر ي .

موږ غواړوپه دوامداره توګه ځوان نسل دغه ټکي ته متوجه کړو چي بايددخپل هيواد دتاريخ اووياړنو علمی ،ادبي اوسياسي شخصيتونواوخپل دهيواد دتاريخ په اړوندکره اودقيق معلومات ورلري .

موږ غواړودورته غوندودجوړېدو په مټ عملأ داپه ګوته کړوچي ددوي هيوادعلمي شخصيتو، پوهانو اوديبانوروزلوته چي وکولاي شي خپلې ټولنې اوبشريت ته ګټور تمام شي دڅښاک اوخوراک غوندي اړتيا لرو.

له نېکه مرغه موږ اوس دهرې ورځې په تېرېدواوبشری ناخوالوپه لمسولوسره پدې پوهېدلي يوکه غواړو روښانه اويوپر مختللې راتلونکې ولرونواړينه خبره داده چي روڼ اندي اوسالم ځوان نسل ولرو. دسالم او اګاه نسل روزنه دټولوافغانانوملي او انساني دنه بولم .که موږ غواړودبهرنيانو اويابل هغه چاچي دهغو باداري مونه خوښېږي له تسلط نه خلاص اوسو،نوبايد خپل راتلونکی نسل سالم وروزواودهغوي لپاره دهر ډول تعليم اوتحصيل امکانات برابرکړو.

زموږ په اوسني کنفرانس کښي داسي ځوان ليکوال اوشاعران شته چي دژوندپه ډيرو کړاونواوله کړکېچونونه ډکو شرايطو کښې ئي دځان دپوهاوي اومسلکی پوهی دترلاسي کېدوپه موخ زياتي خواری ليدلي خوتردغه ځايه ئي ځان رارسولی دي . که ددغودژوند لنډ تاريخ اوبڼې ته چي نن ئي موږ اوتاسوددوي په وياړ راټول سوی يوپام واړواوددوي دالنډخو ډير ژورژوندليک ولولودابه راته څرګنده سي چي افغان زلمی لکه دنړئ دنوروولسوځوان نسل دعلم اوپوهې په ميدان کي دسيالي جوګه کېداي سي .

درنو فرهنګيانو اوفرهنګپالو!

متاسفانه په افغانستان کي تر اوسه لاد تاريکو پيړيود اندونودخاوندانو واکمني ده، خو د هيواد نه بهر د يوشمير روڼ اندو هيوادوالواوکلتوري ټولنو په زيار او هڅو د وياړونود لمانځنې دودراژوندی کړی اودنړی وال معمول سره سم پالل کيږي . دوياړ ځاي دي چي بهر ميشتو افغانانو په تير ه لسيزه کي نه يوازي داچي د تيرو وياړونو نمانځنه يې وکړل ، بلکي د خپل دوران وياړلوڅيرو او منلي شخصيتونه يې هم را وځلول .

اغلو او ښاغلو !

ددې کنفرانس دجوړېدو موخه مو هم همدا ده چې يو خوموستاسو پياوړودقلم خاوندانو څه ناڅه حق اداکړۍ وي اوستاسو دعلمي اوادبي چوپړ قدرداني شوی اوله بلې خوا موپه ژوندنې دخپلو منلوځوانو شخصيتونواو پوهانودرناوی په يوه عنعنه بدل کړی وي .يو ولس بايد دخپلو علمي اوفرهنګي شخصيتونودرناوی دهغه په ژوند کښي وکړي ،تر څوهغه دا احساس کړي چي دهغه دزيار اوزحمت ته دهغۀ ولس دقدرپه سترګه ګوري .

زه دشعر،ادبي ليکنواوټوکو دلوستلوسره دعلاقمند په توګه دمسلک له مخې ځانته داحق نه ورکوم چي ستاسوپر هستونو بحث وکړم داکار دغونډي نوروبرخه والوته پرېږدم . زه يوازي دومره ويلاي شم چي که پښتو ويب پاڼې په خپل منځ کي فرهنګی فعاليت سره کوردينه اويودبل په مرسته پر مخ بوزي دابه ډيره ګټوره تمامه سي .

پدې پوهېږم چي هر ويب پاڼه ځانته نشراتي پاليسي لري خوبهتره ئي بولم چي دډله ايزي رسنۍ نشراتي پاليسي دملي او انساني ګټوله چينونه خړوبه شي .

زموږځوان ويب پاڼه چلونکي نه بايد يوازي ديوه مطلب دپورته کوونکي اوناشر دنده پر غاړه ولري ، بلکي دخپل هر قلمي همکارزړه قدروکړي اودهغه ليکنه يوځل هرومروتر خپل نظر تيره اوټايپی تېروتنې ئي اصلاح کړي .تراوسه کله کله ليدل کيږي چي دمطالبونشرول په بېړه اويايوازي ديوې ليکنې اومطلب دنشرپه مفهوم ورسره برخورد کېږي .

پر ځاي به وي چي ددې ويب پاڼودرانه چلوونکي دنورو ويبپاڼو،دهغوچي ډيري تجربې لري اودنړۍ په پرمخ تللو هيوادو کي فعاليت لري له تجربواومسلکي مهارت څخه نه دکاپي کېدوپه بڼه بلکي دګټوري اوعملي استفادې په شکل ګټه واخيستل سي.

زه مسلکي نه يم خوکه لاندي ټکوته پام راواړول سي اوياتاسوپه خپل منځ کي پرې بحث وکړی فکرکوم بې ګټې به نه وي :

۱ / پدې ورستيوکې چي زموږ تاريخي اثار اوليکنې دپردوغلګروتر قلمي اوتخنيکي يرغل لاندي دي په ډېروخپروسوومطالبوکي لاس وهنه کيږي اوفکټونه ياله منځه ځي اوياغلط تفصيرېږي ، اړينه ئې بولم ددغه ناولي لاسوهنې سره دمبارزې په موخه زموږ دنومياليو مورخينو عملي آثار په پرله پسې توګه خپاره او په پاڼه كې داسي خوندي كړاى شي چي دتورولاسونوخاوندانولاس رسی ورته ناشونی وي . همدا ډول له ژونديو مورخينواوپوهانو څخه غوښتنه وشي چي خپلې ليکنې ويب پاڼوته درولېږي ترڅوله دي لاري ډير ژرلوستو نکي وکولاي سي دعلمي ،ادبي اوتاريخي اثارو ته لاس رسی پيداکړي .
۲/ دهغو ويب پاڼولپاره چې په افغانانوپوري اړه لري ډيره اړينه ده چي خپل ليکوال وهڅوی تر څودافغانستان دلويشت لوېشت تاريخ اوجغرافيې په اړه تاسوته څېړنيزي ليکنې وکړي .ترڅوموږ دخپل هيواد اوخلکوپه تاريخ ،پخوانيو رېښو،علمی اوفرهنګی وياړنو پوه نه سونه يوازي داچي پر مخ تګ به ګډوډوي بلکي له هغه برخي معلوماتوڅخه چي دهر نسل لپاره حياتي ارزښت لري بې برخی پاته سو. په ټولوپر مخ تللو هيوادوکي نه يوازي دهيواد دجوړېدو اوقهرمانيو تاريخ ليکل کيږي ،بلکي دهر ښار اوهر کلي تاريخونه ليکل کېږي اوپدې هکله نوي نسلونوته پوره اوکره معلوماتونه پرېږدي ،کېداي شي که ناوخته هم وي زموږدغه زلمي چي له ويب پاڼوسره سروکارلري له خپلو پوهانو وغواړي پدې هکله څېړنې وکړي اوستاسو له لاري ئې دتر لوستونکو او ځوان نسل پوري ورسوي .
۳ / دويب پاڼې دلا تکميلېدو په مقصد زما په عقيده بايد دټولنپېژندنې دعلوموبرخه برجسته شي اوپدې برخه کي دپوهانو په مرسته څېړنيزي ليکنې ،علمی مقالې اوله نورو ژبو پښتوته ژباړي خپرې سي .
۴ / په ويب پاڼه کي دځوان نسل دسالمې روزنې په موخه دټولنيزو خرافاتو اوناوړه دودونو سره دسالمې مبارزې پر مخ بيولوپه موخه ددې برخې ليکوالوته يوه ځانګړې کړکی پر رانستل سي .تر څو پخپلوعلمي اوڅېړنيزوليکنوزموږ په ټولنه کي دزړو اونو خرافاتوپر خلاف مبارزې سره مرسته وکړي .

۵ / دتنکيوماشومانولپاره لکه په نوروژبوکي دلوبوبرخه تراوسه هيڅ نسته ،زموږ ماشومان دنورو هيوادو دماشومانولپاره په يوټوب اونوروپروګراموکي لوبي ګوري په ژبه ئي نه پوهېږي يوازي ئي اکټوته خاندي . راسی پدې هکله فکروکړواودنړيوالو سازمانولکه يونيسف ،يونسکودماشومانودحقوقوددفاع نړيوال سازمانونه اونورونه دمالي اوتخنيکي مرستوپه راجلبولوداستونزه حل کړواوپدې وسيله خپل ماشوم له خپل کلوراوژبې سره په تړاوکي وساتو.

۶/ يوشمېردوستانو اويب پاڼوچلوونکو وړانديزکړی که دويب پاڼولپاره معينه ژبه وکارول سي اوددوي په ويناکه په ټول متن کي نه وي نودليکنې په عنوان کي دپښتو ((ې))ګانوته پاملرنه وسي،ځکه کله چي بيايوڅوک غواړي دغه مطلب دګوګل له لاري پيداکړي په اسانی سره یې پيدا کولاي سي اوکه دغه ټکی پکښي مراعت نسي ديومطلب پيداکول دګوګل له لاري ناشونۍ دی . پدې هکله که دټولوليکوالولپاره مشکله وي نوويب پاڼې چلوونکی که يوه دل لار په خپل منځ کي سره کوردينه کړي اودتفاهم پر بنيادوکولاي سي ديوه مطب ترنشروړاندي ددغو ټکو اصلاح ته متوجه سي دابه ئي موقتي دحل لار وي .همدلته غواړم يوه حياتي ټکي ته اشاره وکړم اوهغه داچي دويب پاڼي چلونکی که په دواړوژبومطالب نشروی اويا يوه ژبه ،په هغه ژبه بايدځان بلد کړي . که هر ويب پاڼه دتحريرهېئت ولر ي چي دليکنې دنشراواصلاح په اړه ورسره مرسته وکړي.

که چاپي رسنيوته پام واړوهره ليکنه چي هغوي ته لېږل کېږ ي هغوي ئي تصحيح کوي اوبيائي نشرته سپاري ،ويب پاڼي هم بايد دادودخپل کړي .

۶ / د هيواد په اوسنيوکړکېچنو حالاتوکي وينو چي د پښتو ژبې سره بې ځايه اوبې دليله دښمني پيل سوې په قانون کي رسمي خود استعمال لپاره ئې ((شنه اوزرغونه)) پاټکونه جوړېږي . يوشمير خوپدې وسيله غواړي زموږ په واحد اويو مټی افغانستان کي دژبوجګړې ته لمن ووهي ،خوزموږ موخه جګړې ته لمن وهل نه بلکي دخپلې ژبې پاوړتياته جدي پاملرنه ده .

ټول پښتو ژبې ليکوالو اودډله ايزو رسنيوسره په تړاو کي افغانانو به هغه وخت خپله ملي او انساني دنده سرته رسولې وي تر څوله دغه پاټکونه تيراودپښتوژبې له استعمال اوپياوړتياسره مرسته وکړي . البته دې ټکې ته په ګوتنېونه سرمې په هيڅ صورت موخه نورو خويندو ژبوته چي هغه هم زمادولس ژبې دي سپکاوی اويادهغوي په وړاندي ددښمنۍ راپارول ندي ،خودادځان حق بولم دخپلې مور له ژبې دفاع وکړم ،دهغې دپراختيا،دود اوپياوړتيا لپاره له پښتنې مورنه پيداسوی خپلې تيروتنې ته متوجه کړم .
زه باورلرم چې تاسو ځوسن نسل به خپله ژبه ديرغلګروله هر ډول وحشيانه اوکرغېړنو حملواوتېريو نه وساتی . موږ بايد دې ټکې ته هم جدي پام ولروچي دژبو سوداګر دژبې په وړاندي دپښتو ژبې دښمنانوتبرته لاستی وانه چوي،ژبه مورده دمورسره مينه ،دهغې درناوی اوساتنه لکه دهيوادساتنه پرموږ ټولوافغانانو فرض اوزموږ ملي دنده ده.

دخپلوخبروپه رانغاړلوکښي دګرانو شاعرانواوادبي ليکوالو پام دې ټکي ته را اړوم چي په خپلوادبي ليکنو اوشعرونو کښي انسان، انسانيت ،بشري عاطفه ،ملي احساس، شهامت ،صداقت پاکی ،سوله ،عدالت ،يواوبل ته درناوي درسونه راونغاړی .

ستاسوپه شعرونواوادبي انځورونوکښي دټولواجتماعی ناخوالواوناندريوسره دمبارزې ډګر اود زبرځواکو سره دډغرو ميدان تودساتل ،له هغوي سره دقلم په مټ مبارزه پرمخ بېول خوددې ترڅنګ دطبيعت ، ښکلا،ميني اومحبت انځورول ستاسوانساني دنده شمېرل کيږي .زموږدهيوادوتلوشاعرانوهغوچي په شعر اوادبي کيسوليکلوکښي ئي سرسپن سوی اثارو ته مراجع به ستاسو سره لويه مرسته وکړي .

درنو دوستانو!

څرنګه چي زموږ په دې غونډه کې زموږدهيوادځوان پيژندل سوې ،ليکوال ،څيړونکی، اديبان او شاعران برخه لري نه غواړم ددوي دشخصيت ،کارنامو،ادبي هڅو او نوښتونو په هکله نوروږغيږم . دغونډي دکوربه په دود درنو پوهانو او روڼ اندوته وار ورکوم ،ترڅوهغوي هريوپه خپل نوبت دکنفرانس ګډونوالوسره دزړه خواله وکړي .

اجازه راکړۍ په سويډن کښي ددوستۍ فرهنګي ټولني دمشرتابه جرګې اوټولوهغوافغانانو په استازيتوب چي زموږ سره ئې ددې درنې غونډي په جوړېدوکي مرسته کړې يوځل بيا تاسو ددې تاريخې غونډي برخه والو ته دزړه اواخلاص په مينه کوروداني په ويلوسره څرګنده کړم چي ستاسو دالويه لورېنه به زموږ هيڅ وخت هيره نشي چي تاسودخپلو مصرو فيتونو سره سره لطف وکړ اودهيواد دځوان نسل دهڅونې په وياړ کنفرانس کښي موزموږ سره يوځاي پګ خپل ګډون داکنفرانس نورهم دروند کړ .په حقيقت کښي دا تاسو ياست چي پخپل راتګ اوګډون مو ددې درانه اوادبي کنفرانس اومشاعرې جوړېدل شوني کړل .

پدې هيله چي زموږ دځوان نسل دهڅونې ،ستاينې اودرناوي په وياړتاسودرنواودقدومېلمنواوګډون والو دکنفرانس کاردخوښی ،صمېميت ،درناوی په فضاکي په بری سره پاي ته ورسېږي .

زه خپلي خبري پدې ټکې رانغاړم چي موږ اوتاسو ټول افغانان لکه نورو ولسونه دخپل هيواد اوټول بشريت په وړاندي مسوليت لرو،پدې هيله چي خپل هيواددنوروهيوادو په شان لکه صالح محمد صالح چي وايي شرق دلمرختو ځاي خوتياره دي دتل لپاره روښانه کړو.

بېشمېره برياوي ،روغتيا،هوساينه ،بسياينه اوخوښۍ مومل . ومن الله التوفيق


پيغامونه

دNahimi.dk/pashtoویبپاڼی دکارکونکوپیغام

ابراهیم نعیمی نیټه : ۹ / ۶ / ۲۰۱۰زکال

ښاغلومشرانو، وړونواوخویندوالسلام علیکم!

زه ابراهیم نعیمی اوزمادویبپاڼی ځوان کارکوونکی دادډول ګټوروغونډودجوړیدو څخه په کلکه ملاتړکوو. لومړی بایددښاغلی حبیب الله غمخوراوورسره ملګری ټیم څخه دزړه له کومی مننه وکړم چی دداسی یوپراخی اوګټوری غونډی نوښت یی کړی اوموږته یی دازمینه برابره کړه چی همدانن په دی تالارکی راټول شوی یو.

ښاغلوحاضرینو! موږدخپل هیوادپه دننه اوبهرکی داسی لیکوالان، شاعران ، دادب اوفرهنګ په ټولوبرخوکی وتلی شخصیتونه لروچی ویاړورباندی کولای شوچی همدانن زموږسره په دی غونډه کی تشریف لری. دخوښی ځای دی چی په وروستیوکلونوکی دلوستلو، لیکلو، دویبپاڼوجوړونه اونوردی ته ورته هڅی په ځانګړی ډول دځوانانوله خوادومره ګړندی شوی دی چی دپرمختللوهیوادونود ځوانانوسره سیالی کولای شی. یوازی دومره په کارده چی زموږمشران پوهان دځوانوڅیروپه روزنه اولارښوونه کی ترپخوازیاتی هڅی اوتلاښونه وکړی ترڅو وکولای شی دنوی تکنالوجی څخه په ګټه اخیستنه د ننی اطلاعاتی نړی په لیکه کی ښه وځلیږی.

ښاغلوحاضرینو! دروانی میاشتی په اتمه نیټه می دهیواددنامتوشاعراولیکوال یوه لیکنه چی دوړاندیزپه ډول وه دافغان جرمن په ویبپانه کی ولوسته. ښاغلی جهانی ټولوسیاستوالو، لیکوالانو، شاعرانواوپه ټول ډول روښان اندوته بیله کوم توپیر څخه دیوی ملی جرګی یاټولنی دجوړیدووړاندیزکړی وه ترڅوچی دهیوادپه روانو پیچلوحالاتوکی خپل رول اداکړای شی. ددی وړاندیزاودی ته ورته هڅوڅخه څرګنده ده چی ترهری وژوونکی سلاح نه دقلم زورټاکونکی رول لری اوپه ټولنه کی دقلم دخاوندانواوپه ټول ډول دفرهنګیانومسولیت دولس اوټولنی په مقابل کی ډیردرونددی. ددی لپاره چی دغه دروندپیټی موپه ښه ډول پورته کړی وی بایدد مرستی اویووالی لاسونه سره ورکړواوپه ځانګړی ډول دځوانواستعداددونوپه روزنه اوتشویق کی زیاتی هڅی وکړو. زه چی دیوځوان دتخنیکی مرستوپه مټ پورته یادده شوی ویبپاڼه چلومه ستاسوټولولیکوالانواوشاعرانوقلمی مرستواو لارښوونوته اړتیالرم ځکه په یوګل نه پسرلی کیږی. دخپل ځان لخوابایدووایم چی دځوانانوپه تشویق اودنوروویبپاڼوسره دښه اړیکواوتجربودتبادلی لپاره دزړه له کومی حاضریم. اودداډول ګټوروغونډوجوړیدنه زموږدکاروان لوری ومنزل ته په ښه توګه رسولای شی. په درناوی
………………………………………………………………………………………………….

د لوی او بښونکي خدای په سپېڅلي نامه

دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنګی څېروپه وياړ

نړيوال کنفرانس اومشاعرې ته د غورځنګ ويبپاڼي پيغام

درنو خويندو او وروڼو !

تر هرڅه وړاندي غواړم د دغه ستر او خورا مهم کنفرانس له نوښتګرو څخه د زړه له کومي مننه وکړم چي په خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو سره يې د هېواد د ځوانو فرهنګيانو د تشويق او هڅوني لپاره دغسي دروند او پرخای نوښت پیل کړ.

د تحصیلي دورې د پيل له امله او د ځينو ستونزو له کبله مې له بده مرغه ونشو کړای چي په دغه پرتمينه غونډه کې ګډون وکړم، تاسو قدرمنو برخه والو ته چي د دغې غونډي د ګډون وياړ او نېکمرغي مو په برخه ده مبارکي وايم.

په يقين سره ويلای شم چي دغه کنفرانس به له يوې خوا د هغو فرهنګيانو درناوی وکړي چي په تېرو کلونو کې يې د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ لپاره هڅي کړې؛ او له بل لوري به نوي ځوانان دې ته وهڅوي چي د خپلې ژبي د ودي او پراختيا چوپړ او مسؤوليت ومني.

هېره بايد نه کړو چي پښتو ژبي ته شوی کار په هيڅ ډول کافي نه دی، پښتو ژبه خورا ډېر نور کار او ودي ته اړتيا لري. زموږ په ګډون ځوانو فرهنګيانو چي د انټرنټ په کچه کومي هڅي کړې دي د قدر وړ دي، خو پښتو ژبه د انټرنټ په پراخه نړۍ کې له موږ څخه خورا ډېر نور کار غواړي.

بنسټيز کارونه په هره برخه کې د کلونو کلونو لپاره د انسانانو د نېکمرغۍ لامل ګرځي، زموږ په آند که د انټرنټ په کچه پښتو ژبي ته په مشترک ډول بنسټيز کار وشي، له يوې خوا به د پښتو ژبي د ودي لامل شي او له بلي خوا به پښتانه د انټرنټ په نړۍ کې آسانتياوي ترلاسه کړي.

داچي زموږ کاري ساحه په انټرنټ پوري تړاو لري، موږ وړانديز لرو چي د پښتو ويبپاڼو د انسجام او مشترک کار لپاره دي يوه ټولنه جوړه شي؛ د ټولني دنده به د ويبپاڼو د کار ارزونه، سلامشوره، د کلنۍ غونډي جوړول، غوره ويبپاڼي ته د کلنۍ جايزې ورکړه او داسی نور مسایل وي.

هر کار د ادامې په صورت کې پايلي ته رسېږي، هیله لرو چي دا به د دغسي کنفرانسونو او غونډو پيل وي او کال تر بله به په ښه او شانداره توګه جوړ او ترسره شي.

يو ځل بيا د دوستۍ فرهنګي ټولني په تېره بيا د قدرمن مشر ښاغلي حبيب الله غمخور کورودانی او قدرداني کوو چي په خپلو هڅو سره يې دغه ستر ابتکار وکړ او د راتلونکي لپاره يې بنسټ کېښود.

د کنفرانس ټولو قدرمنو برخه والو ته د ښه وخت او برياليتوب هيله کوم.

په درنښت

د غورځنګ ويبپاڼي مشر

روح الله الهام

………………

د افغان ځوانانو ټولنې-لندن پیغام

غمخور صاحب او د دې نوښت نورو ملګرو

د افغان ځوانانو ټولنې – لندن په استازيتوب له تاسو او ستاسو ملګرو نه مننه کوم چې د خپلو نورو ډیرو ارزښتمنو بوختیاوو په ترڅ کې دا دی د افغان ولس تر ټولو غښتلې او تر ټولو ډیرې له پامه غورځیدلې برخې یعنې افغان ځوانانو ته مو پام شو.

نن سبا افغان ځوانان ښایي د افغانستان د ټولنې تر ټولو وړتیامنه او له علمي پلوه ځواکمنه برخه وي. خو له بده مرغه تر ننه پورې له دې وړتیا او ځواک نه مثبته ګټه نه ده پورته شوې.

د افغان ځوانانو ټولنه چې څه د پاسه یو کال د مخه په لندن کې د یو شمیر مساپرو ځوانانو په مټ پیل شوه دا اوس په هیواد کې د ننه او باندې ګڼې مرستندویه پروژې د افغان ځوانانو د علمي کچې د پخولو لپاره پر مخ بیایي.

مونږ ویاړو چې ځان د هغه بختور بهیر لارویان ګڼو کوم چې تاسو په خپله نننۍ ناسته کې لمانځۍ.

خدای مو لره

ډاکټر خسرو سنګروال

د افغان ځوانانو ټولنې مشر

2010.09.16

…………………….

د پاک پروردګار په نامه

  درنو ځوانانو سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ! خوشاله یم چې دا ځل
د ځوان نسل د لمانځنې ورځ راورسیده. کېدای شي دا لمړی ځل وي چې ځوانان
ستایل ګېږي، حال دا چې ځوانان د نړۍ په پرمختګ کې لوی لاس لري او دا هم
حقیقت دی چې د نړۍ په بدلون کې هم پوره ونډه لري.
 د ځوان علمي، ادبي او فرهنګي څېرو په ویاړ، په دغه نړیوال کنفرانس کې
داسې ډیرې څېرې شته چې زموږ هېواد او ولس ته یې ډیر خدمتونه کړي دي، یو
له دغو فعاله ځوانانو نه چې د افغانانو په علمي کېدو، پرمختګ او بدولون
کې لوی لاس لري، هغه ګران سمسور دی. که څه هم چې په غرب او اروپا کې
ژوند ډیر بوخت دی او هم پکې د تفریح لپاره زمینه برابره ده، چې د
ځوانانو زوړنه تخنوي، خو سمسور دا ډول ژوند سره، سره درسونه هم واي، ور
سره د خپل ولس د پوهاوي لپاره ګړندي ګامونه اخلي.
 د (د سمسور ډاټ کام او ننګیال ډانټ ) ویبپاڼې لري چې تل پکې نوي او
ګټور مضامین په لیکه کوي. لکه، ادبي، هنري، سیاسي، ټولنیز، دینی، ساینسي
او ان د ماشومانو لپاره هم پکې ګټور مطالب شته. چې ددغو لیکنو راټولول څه
اسانه کار نه دی، فعالیت، اړیکې ، معیاریتوب، کوښښ. حوصله ، د وخت مصرف
او ګرانښت غواړي، که د دا ډول ځوانانو لاس نیوی وشي ښکاره ده چې تر دې لا
ډیر خدمت کولی شۍ. د سمسور ویبپاڼې په افغانستان کې د( اف ایم ) راډیو
ګانو د خپرونو لپاره د موادو یوه ښه سرچینه ده، دا ډول په دغو ویبپانو
کې د هرچا تنده ماتېدای شي، که زموږ ځوانان ټول داسې فعاله شي لکه سمسور
نو دا په ډاګه ویل شوچې زموږ ټولنه به د پرمختګ اوج ته ورسیږي.
 ښاغلی سمسور د ځوانانو لپاره د پیغام رسونې یوه ښه وسیله هم ده، تل یې د
 یوه ( بوډا ) په شان پستې او نصیحت امزه خبرې کړي او خپرې کړي دي. د
ځوانانو د ویښ ستالو لپاره یې هڅه کړی ده او غوښتي یې دی چې ځوان نسل د
کار او خدمت لپاره وهڅوي. د شاعرانو او لیکوالو لاس نیوی یې کړی دی او با
ارزښته کتابونه یې ورته چاپ کړي دي.
 سمسور د اځوانانو ترمنځ د ړیکو د ټینګولو یوه ښه وسیله هم ده. تل یې
کوښښ کړی دی چې په افغانستان کې فعاله ، کار کن او با اتفاقه ځوانان
ولري. که د ځوانانو ترمنځ کومه ستونزه پیدا شوې ده نو د حل لپاره یې
ورته کوښښ کړی دی.
په پای کې ګرانو ځوانانو ته یو زیری هم لري.
څلور میاشتې کېږي چې د ننګرهار ولایت په مرکز د جلالاباد په ښارکې د (
مینې) په نامه یوه ښونیزه (اف ایم )راډیو، چې ورسره ټرننګ سنټر اوپروډکشن
هم شته جوړه شوې ده، مینه د ننګرهار ولایت سر بیره په لغمان، د کوڼړ
ځینې سیمې، خوست، پکتیا او لوګر ولایتونه کې هم اورېدل کېږي، چې ټول کار
کوونکې یې ځوانان دي، چې په لږ عمر کې یې د خلکو پام ځانته اړولی دی.
مینه کوښښ راکوي ترڅو هېواد او ولس ته ګټورې خپرونې وړاندې کړي.
نور ستاسو درنو وخت نه نیسم، د دغه کنفرانس له جوړوونکو نه یوه نړۍ مننه
او ځوانانو ته د لا فعالیت غوښتنه کوم
په مینه ارش ننګیال: د مینې راډیو موسس و.
12.09.2010خو موږته دسپتمبرپر ۱۵ راورسېدل

……………………….

دا نوښت مو مبارک شه

صديق الله بدر

په سويډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې ښاغلو مشرانو او غړو السلام عليکم و رحمه الله!

دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې له افغانستان بهر افغانان، په داسې حال کې، چې د ژوند له ډېرو اسانتياوو بې برخې او په ورځينو کارونو کې بوخت دي، د خپل فرهنګ لپاره وخت بېلوي او کار کوي.

د ځوانو فرهنګيانو او اديبانو د درناوي، هڅونې او ستاينې په خاطر ستاسو دغه هڅه د ډېرې ستاينې وړ دی، ځکه تراوسه پورې په رښتيا هم په نړيواله کچه د يو داسې علمي او ادبي کنفرانس جوړول بې مثاله او له نوښت نه ډک اقدام دی. زه پر دې ډاډه يم، چې ستاسو دغه هڅه به ځوان افغان فرهنګيان څه په هيواد کې او څه له هيواد نه بهر، خپل فرهنګ ته د کار کولو لپاره وهڅوي.

زه تاسو ته د دغه نوښت له امله مبارکي درکوم او هيله لرم، چې د دغه کنفرانس په لړ کې د ځوانو افغان فرهنګيانو پر ستونزو ډېر تم شئ او حل لارې ورته پیدا کړئ.

په درنښت

ستاسو ورور

صديق الله بدر

د کليد ګروپ عمومي فرهنګي مسوول

…………….
دسرلوڅ صاحب ليکنه

مالمو کې د ځوانو علمي ، ادبي او فرهنګي څېرو په ویاړ غونډې ته څو وړاندیزونه

ترټولو مخکې ګران دوست حبیب الله غمخور او مالمو ښار کې د افغاني کلتوري ټولنې نورو درنو کارکوونکو ته چې دا ځل بیا مالمو کې د بلې ګټورې او ویاړلې غونډې کوربه دي ، خپلې درناوۍ وړاندې کړم . همدارنګه د غونډې ګډونګړو ته د دوی د موخو په بریالیتوب کې چې داغونډه يي د هغو په ویاړ جوړه کړې د بریالیتوب هیله کوم .

دا چې د غونډې مهال ته نږدې سفر لرم او غونډه کې ګډون نشم کولای ، خپل معزرت وړاندې کوم. که جسمآ په غونډه کې ګډون نلرم اروا او اندونه مې له غونډې سره ملګري دي .

زما په اند د تاریخ دې شېبه کې د پښتنو روڼ اندو په مخکې لومړنۍ لویه دنده به داوي چې د ځان په وړاندې مهمې او عمده ستونځې له څنګنیو او فرعي هغو څخه بېلې کړي . د ولس نظررهم په دې بهیر کې ځان سره واخیستل شي او بلخوا د ستونځو په حل کې د روڼ اندو او ولسونو تر منځ د نظر د یووالي او پيوستون لپاره پراخ کار ترسره شي . د ستونځو تشخیص او د هغو په حل کې د نظرونو د یووالی لپاره هڅه د روڼ اندو لومړۍ دنده جوړیږي .

ټول پښتون له کندهاره تر اټکه ، نن په یوه غټ تور تورن دي او هغه دا چې بویه پښتانه طالبان او ترهګر دي . دا تور چې د پښتنو سیمه یز او تاریخي سیالان او مخالفان او د لویدیځ ځینې هېوادونه يي د خپلو ګټو له مخې پښتنو پورې تړي ، نن سبا ټولو پښتنو ته هغه ستره ننګونه ده چې تر بل هر څه مخکې يي باید غم وخوړل شي . که پښتانه روڼ اندې له دې توره د پښتنو د سپیناوۍ لپاره ملا ونه تړي ، پښتون ملت به لا په دې تور ځپل کیږي ، وژل کیږي او د یوه ملت پتوګه پوپنا کیږي. سیاسي ملا ، پردی طالب او القاعده د پښتنو پر څټ سپاره شوې او ساده پښتانه يي یرغمل نیولي . له دې ستر دوښمن څخه د پښتنو په ژغورنګ کې باید ټول په ګډه ملاوتړو او داسې ملا ، طالب باید په صفا او څرګنده ټکو کې رسوا او بربنډ شي .

د پښتون ملت ملي موخې او ګټې باید مشخصې او تعریف شي . هغه موخې او ګټې باید په نښه او بېلې شي چې نن تر نورو ډېر ارزښت لري . د ملي ګټو او موخو د پېژندلو او ځانګړو کولو لپاره باید په رسنیو او نورو ممکنه لارو د پښتنو روڼ اندې پراخې هلې ځلې پيل کړي .

په ملي موخو کې پر واحد مرکز د پښتنو د راغونډيدا او پښتو ملي ژبې خبره ، ځانګړی او اوچت ځای لرلی شي .

البته د روانې جګړې د علتونو په تشخیص ، د جګړې په مخنیوي او د افغان ملت د یوستون او پیوستون په اړه د افغانانو ترمنځ واحد نظر ته د رسیدو په کار کې هلې ځلې باید هېرې نشي . د ایساف او ناټو د ځواکونو د اړتیا او په دې تړاو د ورته چارو په اړه بیا هم د افغانانو په منځ کې د واحد نظر د پيداکولو لپاره هڅه وشي . د ګاونډیانو په تېره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو او یرغلونو په وړاندې په غبرګون کې د پښتنو د روڼ اندو د نظر یووالې اړین دی .

دا لړۍ نوره هم اوږدېدلای شي . خو دلته زما موخه د ستونځو د لړۍ وړاندې کول نه دي ، بلکې موخه دا ده کله چې ستونځې په نښه شي بیا د هغو په اړه د روڼ اندو او افغانانو د پراخو ولسونو تر منځ د نظر یوستون ته پام اړول دي . که د ملي چارو په اړه نظرونه نږدي او یوو شول ، بری مو په برخه دی .

هیله ده غونډه د ملي موخو په راوړاندیتوب او د هغو په حللارو کې د نظر په یووالې بریالۍ شي !

مننه

د ۲۰۱۰ کال د سیپټمبر ۱۴ مه

سرلوڅ مرادزی

 ……………………..

 دسمسور وېب پاڼې قدرمنومینه والو
دادی شپږ کاله وشول (سپتمبر ۲۲ د ۲۰۰۴ کال )،چې سمسوراو بپاڼه دافغاني انټرنيټي خپرونو پر آسمان ځلیږی .
شپږ کاله مخکې،هغه مهال چې موږ (سمسور حبیبي او مړوند حبیبي)و پتییله چې د خپل هېواد فرهنګ او خپلې ژبې او ادب ته د کمپیوتري او انټرنيټي آسانتیاوو له لارې خدمت وکړو،له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وو.
له یوې خوا د وطن د مور له تودې غېږې څخه لیرېوالی او په پردي او نا آشنا هېواد کې له صفر څخه د ژوند پیلول،درسي بوختتیاوې ، او له بله پلوه د اړوندو تخنیکی امکاناتو محدودیت اودانټرنيټي خپرونو په برخه کې د کار د تجربې نشتوالی، هغه لوی خنډونه وو چې موږ ته پر لاره پراته وو .
خو له خپل هېواد او خپلو خلکو خپلې ژبي او خپل ادب سره زموږد اورنۍ مینې او زموږ د کورنۍ په تېره بیا زموږ دګرانې موراوګران پلار ګلرحمان حبیبي د تشویق او هراړخیز ملاتړ له برکته موږ وکولای شول له ټولو ستونزو سره سره خپل کار پیل کړواو پر دغه ستونزمنه لاره قدم کېږدواو پر مخ ولاړ شو .
په لومړي سر کې موږ نه پوهیدو چې کار څنګه او له کومه ځایه پیل کړو،تر څو زموږ ګران ورور، د هېواد د ښکلې او په زړه پورې ویب پاڼې چلونکي ښاغلی هارون وردک چې پر هېواد اوپښتو ژبې او ادب مین ځوان دی زموږ مرستې ته راودانګل او د همکارۍ لاس یې را اوږد کړچې کورودانی ورته وایو .
موږ د ګران هارون وردک په بېدریغه مرسته،سمسوراو بپاڼه جوړه کړه او د هېواد زیات شمېر درانه لیکوالان او شاعران ، سندرغاړي او هنرمندان مو د مرستې لپاره راوبلل. دلته لازمه بولو له ټولو هغو فرهنګیالو او فرهنګپالو دوستانو څخه د زړه له کومي مننه وکړو چې موږ یې په خپلو ارزښتناکو مشورواو سپارښتنو نازولي یو او خپل آثار یې موږ ته د خپرولو لپاره رالېږلي دي .
د یادولو وړ بولو ووایو چې موږ په تېرو شپږ کالوکې د هېواد د یو شمېر شاعرانو نژدې ۲۲۰۰ ټوټې شعرونه خپاره کړل، برېښنایی کتابتون مو جوړ کړ او د هېواد د ځنو وتلوشاعرانو او لیکوالو ارزښتناک آثارمو د ګرانو هېوادوالو د ګتې اخیستلو لپاره ۶۰کتابونه پکې کېښودل چې په وړیا ډول ترې ګټه اخیستلای شي .
بې ځایه به نه وي چې دلته د یوې بلې برخې یادونه هم وشي او هغه « د چنار لاندې بنډار»برخه ده چې زیات مینه وال لری. د چنار لاندې بنډارچارې د ګرانې خور زرلښت حبیب له خوا پرمخ وړل کیږي . زرلښت حبیب چې یوه تکړه او خوږ غږې دکلماتوره هم ده تل هڅه کوي چې چنارلاندې بنډار تل په زړه پورې وي او د لیدونکو ادبي تنده پرې ماته شي. موږ دګرانې زرلښت حبیب د همېشني کار اوزیار ستاینه کوو او د خپلې مننې د ګلو غونچې ورته ډالۍ کوو .
موږ په داسې حال کې چې پر خپلو بریاوو ویاړو لا د خپل کار او زیار له پایلو څخه راضي نه یو، موږ ددغې وجیزې په پیروۍ چې وایی « په ژوند کې له ډېرښه نه پرته په بل څه مه راضي کېږ ه» خپل کوښښ جاري ساتوترڅو « ډېرښه » ته ورسیږواو ستاسو ډېرو ښو مینه والو بشپړ رضایت حاصل کړو .
موږ به هڅه وکړو چې ستاسو او بپاڼه نوره هم ښکلې، نوره هم بډایه اونوره هم رنګینه شی .
موږ په هېواد کې د روانوکړکېچنو حالاتود په نظر کې نیولو سره پتییلې ده چې په خپلو خپرونو کې د سالمو سیاسی بحثونو لړۍ هم پرانیزو. دداسې سیاسي بحثونو او تحلیلونولړۍ چې د بحث اخلاقي اصول او د قلم سپیڅلتیا پکې ساتل شوې وي او د شخضي عقدو له زهرونه تش وي .
زموږ هدف د ټولو افغانانو ترمنځ د ورورولۍ ، تفاهم ، او پیوستون رامنځ ته کول دي، نه دهغوی جلاکول .لکه بلخي مولوي چې وايي « ما برای وصل کردن آمده ایم ، نه برای فصل کردن آمده ایم » .
ماشومان زموږ راتلونکی نسل دی او زموږ د هېواد راتلونکې په هغو پورې اړه لري .
نو ځکه خو موږ وپتییله چې د ماشومانو له پاره یو ځانګړې لړۍ په خپلو خپرونو کي زیاته کړو. دغه برخه به د ماشومانو سالمې روزنې او پالنې ته پام ولری . په دغه برخه کې به د ماشومانو د ادبیاتو تر څنګ د ماشومانو لخوا ادبیات هم ځای ولري .هغه ادبیات چې پخپله د ماشومانو لخوا لیکل شوي وي .
د مورنۍ ژبې زده کړه او د هغې سم او کره لیکل یوه هغه مهمه مساله ده چې په بهر کې مېشت وطنوال ورسره مخامخ دي . دلته چې سړی ناچاره دی چې د کوربه هېوادپه ژبه زده کړې وکړي او د کوربه هېواد په ژبه وغږیږي ،په کور کې دننه د مورنۍ ژبې زده کړه
ځانګړی اهمیت مومي . تر دې پرته هغه ماشومان چې په بهرنیو هېوادونو کې لوییږي له خپلې ژبې او خپل کلتور څخه د پردیتوب په لور ځي نو ځکه خو باید له دغې ستونزې سره نه یوازې د میندو او پلرونوله خوا مسولانه برخورد وشي بلکې په بهرکې افغاني فرهنګي موسسې هم مسوولیت لري چې په دې اړه خپل رسالت تر سره کړي .
سمسوراو بپاڼه به په راتلونکي کې په دې برخه کې هم دخپل توان تر حده لازم ګامونه پورته کړي .
دا ټول هغه هيلې او ارمانونه دي چې تر سره کول یې تر ډېره ځایه په تاسو ګرانو قلمي همکارانو پورې اړه لري . لکه څنګه چې موږ ستاسوپه مرسته وکولای شول د سمسور ویب پاڼې خپرونې اوسنۍ کچې ته ورسوو د خپلو راتلونکودندو د اجرا په کار کې هم ستاسو عزیزانو په بې دریغه مرسته حساب کوو .
په قلمونو او قدمونو مو برکت شه
په درنښت، ستاسو سمسور
………………….

د ستر او بخښونکي رب په ښایسته نامه !

تر هرڅه دمخه، موږ د (وړانګې )ويبپاڼې چلونکي ،خپل د زړه له تله، تاوده او په مینه او درناوي سینګار سلامونه، تاسې د ادب او فرهنګ لاروېانو او د ټولو درنو ،ښاغلو او اغلو ګډونوالو حضور ته ډالۍ کوو . په همدې توګه د ځوانو لیکوالو او فرهنګپالو د هڅونې دغې ارزښتمنې غونډې د جوړولو او سمبالولو په کار او زېار کې، له برخه اخیستونکو ټولو وروڼو او خوېندو ، په ځانګړې توګه له ښاغلی غمخور صاحب څخه ډېره مننه کوو ،چې د داسې ېو اړین او مهم کار تکل او تابېا یې کړې، او په دغه نېک او له مسولېت څخه ډک، پېل شوي مزل کې ورته ګام په ګام برېالیتوبونه غواړو ! موږ ژوره هیله لرو ،چې د ځوانو ادیبانو او فرهنګېانو د هڅونې په موخه او د افغاني اېنټرنيټي ویبپاڼو په هکله ،دغه جوړېدونکې غونډه ، د ځینو نورو غونډو په څېر ېواځې سمبولیکه او ننداریزه نه ، بلکې دځوانو ادیبانو او فرهنګپالو د تشویق او هڅونې ترڅنګ په نننېو حالاتو او د ادب او فرهنګ په ډګر کې زموږ د واقعي موقیعېت او ستونزو د روښانولو او هغو لپاره د منطقي او واقعیبینانه حل لارو موندلو او وړاندې کولو سره ، که پر ټولو نه وي نو زموږ پر ځینو زخمونو دملهم کیښودلو لامل هم شي .

کمپیوټر او انټرنېټ ،د انساني ذهن او علم هغه نسبتآ تازه معجزه ده، چې له برکته ېې زموږ نړۍ کې واټن ېا لیریوالي، تر ېو حده خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی . دغه حېرانونکي توکي انسان ته د زرهاوو بېلابېلو اسانتېاوو ورپه برخه کولو تر څنګ، د دغې سترې نړۍ څخه داسې ېو وړوکی کلی جوړ کړی ، چېرته چې په لسهاورزه کیلو متره د ېو بل څخه لیرې انسانان، کولی شي په عېن وخت کې د ېو بل غږ واوري ، ېو بل وګوري او د نړۍ له هر کونج څخه هر ډول معلومات او خبرونه په څو شېبو کې تر لاسه کړي …

انټرنېټي ویبپاڼې او ساېټونه بېا هغه حجرې او دېرې دي ،چېرته چې مینه وال کولی شي هلته د ځانګړو کېښودل شوو معلوماتو، مضامینو او خبرونو لوستلو سره خپله تنده ماته کړي او ېا هم خپل نظرېات او معلومات له نورو سره شریک کړي .که څه هم کمپیوټر او اینترنېټ نسبتا نوې پدیده ده، خو بېا هم زموږ افغاني ځلمېانو، په ځانګړې توګه بهر مېشته پردېس ځوانانو،سره له ډول ډول ستونزو او بې له کومې مادي تلوسې ( چې په ټوله نړۍ کې موده ده ) په دغه برخه کې د خوارۍ او زېار ګاللو سره نه ېواځې، خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي، بلکې دخپلو خلکو او خپلې ژبې په وړاندې ېې خپل مسولېت هم په ښه توګه سر ته رسولی دی.د دغه کار او زېار له برکته ،لکه چې تاسې ټول به خبر ېاست اوس نو پښتو ژبه ېو متروکه او شاړه ژبه نه، بلکې ورځ په ورځ ، کمپیوټر او اېنټرنېټ کې دهغې د کارولو شونتېاوې زېاتېږي او دا زموږ د راتلونکي نسل لپاره زموږ د اوسني نسل، هغه لوېه ډالۍ ده چې موږ ورباندې وېاړ کولی شو . البته ددې خبرې مانا دا نده چې نور نو موږ آرام کینو او خپل مسولېت پای ته رسېدلی وګڼو ، بلکې دا ېواځې د ېوې اوږدې لارې پېل دی، او موږ ټول باېد د وخت او د وخت د غوښتنو سره سم مخ پر وړاندې لاړ شو او د نړېوال تمدن په دغه مزل کې باېد له وخت کاروانه سره جوړه او څنګ تر څنګ روان واوسو .

ګرانو دوستانو !

موږ ډاډه یو چې د دغې غونډې ، د محترمو جوړونکو په اجندا کې به د پښتو ژبې ، ادب او فرهنګ په لاره کې، پرتې ستونزې ځاې پر ځای شوي وي، چې هغوي ته په پوره درناوي سره موږ غواړو له خپل لوري د ځینو هغو ېادونه وکړو :

– د هېواد د اساسي قانون په پام کې نېولو سره موږ ځان ژمن بولو چې دري ژبه ، دخپل هېواد او خلکو ېوه رسمي ژبه وګڼو ، هغې ته درناوی وکړو او په وده کې ېې برخه واخلو .خو دا د منلو نده چې زموږ هېواد د ایرانۍ اجندا له مخې، د ( کشور فارسي زبان ) تر چتر لاندې پټ ،او زموږ ملي هوېت د نیستۍ په سمندر کې ډوب شي .پښتو ژبه او دهغې قانوني حقوق د اوسني حکومت او ډلو ټپلو لخوا دسخت ګواښ سره مخامخ دي ، او ددغه ګواښ سره زړوره مبارزه، باېد زموږ د ورځنی ژوند ېوه برخه واوسي .

– ښوونه او روزنه . لکه څنګه چې موږ او تاسې ،ټول پوهېږو زموږ په داسې ولاېتونو لکه هلمند ، ارزګان ،زابل ،نیمروز ،پکتیکا او ځینو نورو کې دښوونې او روزنې کچه او بهیر ډېر پڅ اوحتی دهېڅ برابر دی ،چې دا ډېره دخواشینې خبره ده . موږ باېد د خپل قلم او لیکنو له لارې دغه مسله ډېره راپورته او دهغې د حل لپاره په حکومتي کړېو باندې تر خپله حده ، فشار راولو .

په عېن وخت کې د ښوونې او روزنې په برخه کې زموږ بله مهمه ستونزه ، په مورنۍ ژبه د تعلیم حاصلولو کې ، د مسولېت څخه د اوسني حکومت څخه تېښته ده . لکه څنګه چې پوهېږی تر اوسه هم د کابل په ګډون، د هېواد په زېاتو ولاېتونو کې د ځینو نورو قومونو په ګډون، په سلهاوو زره پښتانه ماشومان او ځلمېان، په مورنۍ ژبه د ښوونې او روزنې له حقه محروم ساتل شوي دي. موږ هیله لرو چې تاسې ټول وروڼه او خوېندۍ ، په خپل ورځني ژوند ،او د خپل قلم او ټولو نورو وساېلو په مرسته دغه مهمه حقوقي مسله راپورته او تانده وساتې .

– د واحد او کره پښتو لیک دود ستونزه .دا ېوه بله لوېه ستونزه ده چې په وروستېو وختونو کې ېې ډېرې ناندرۍ راپارولي دي ، او په خواشینۍ سره چې زموږ ځینی دوستانو هغه دنظر د اختلاف له دریځ څخه رابهر کړې، هغې ته ېې د سمتي بدبینۍ رنګ ورکړی، ېو بل ته ګواښېږي او ېو بل پسې وېجاړونکي تبلیغات کوي . موږ په دې باور يو چې د نظر اختلاف نه ېواځې بد شې ندی بلکې هر هغه څه چې د ډېرو بحثونو ،معقولو لانجو، دلاېلو وېلو او شواهدو څرګندولو په پاېله کې رامېنځ ته کېږي،دهغې بنسټ به ډېر پوخ وي نسبت د هغه منفرد نوښت څخه ، کوم چې به ځینو خلکو ته دمنلو او ځینو ته هم د نه منلو وي .پدغه اساس موږ د ژبو او ورته علومو کې دخپلو نورو پوهو او تجربه لرونکو مشرانو څخه غواړو ،چې ژر تر ژره دغه ستونزه په مناسبه او ښایسته توګه حل او پدغه برخه کې خپل مسولېت ادا کړي. زموږ ژبه لکه د نورو ژوندېو ژبو په څېر حق او اړتېا لري، چې ېو واحد او منل شوی لیک دود ولري ، او دهېواد او نړۍ په هره برخه کې لوستونکو ته د پوهاوي وړ و ي . عېن وخت کې د خپلو کشرانو څخه غواړو چې دغې مسلې ته د خپلې شریکې ژبې د ېوې شریکې ستونزې په سترګه وګوري او دهغې د منطقي حل لپاره د عقل او منطق پر بنسټ ولاړې هڅې او کوششونه وکړي.

په پای کې ېو ځل بېا خپلو ټولو ځوانو ادیبانو او فرهنګېانو ته د لا زېاتو ښو، او ښکلو هستونو هیله لرو ، د ادب او فرهنګ په هر ډګر او د ژوند په هر ه برخه کې ورته لا زېاته برېالیتوبونه او خوشالۍ غواړو .

په ډېر درناوي او په ډېره مینه

د ( وړانګې ) ویبپاڼې اداره

………………………

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

       ځوان فرهنګیان – ستونزی او امیدونه

ګرانو فرهنګیانو ! درنو فرهنګپالو ! ښاغلو او اغلو !

 زموږ په ګران هیواد کی وروستۍ دری لسیزی د باروتو تر دود لاندی د ژوندنی چاپیریال په هره برخه کی د تورتم سیوری غوړیدلی وو . دغو لوخړو له بل هرچا نه ځوان نسل ډیر زیانمن کړ . د ډیرو ښوونځیو دروازی تړلی وی ، پوهنتونونه چی به کله خلاص هم وه ، داځکه تش پنامه یوه خبره وه چی دغه دعلم او پوهی مرکزونه دخپلو نژدی ټولو کار ازمایلو استادانو څخه بی برخی پاته وه . دا هغه بنسټونه دی چی د فرهنګ وده اود ځوان نسل روزل یوازی دهمدی لاری نه تر سره کیدلای شوه .

  پدی نژدی ټوله موده کی د کابل او یو څو د ګوتو په شمیر ښارونو د مرکز نه پرته د نور هیواد ځوان نسل په بشپړه توګه دفرهنګ د بنسټیزو توکو سره اصلا سروکار ندرلود . تصویری ، صوتی اوچاپی رسنیو د اشغال پرمهال د ولایتونو په مرکز کی د پردی فرهنګ د رواج کولو اوغوړیدلو دپاره کارکاوه . دهیواد په پاتو برخو کی دامهال یو ناوړه دود پرمختیا موندله چی اوس یی قلموال دجنګی یا توپکی فرهنګ پنامه یادوی . دا فرهنګ جنګسالارانو دخپلو ناروا ګټو د روا ښودلو دپاره ځانته ګټور باله ، خکه یی نو په خپل ټول توان هغه برجسته کاوه او دخلکو ذهنیتونه یی ورسره عادی کول . دی منفی پدیدی تر اشغال وروسته د تنظیمی ناورین پر اوږو ځان دولایتونو مرکزونه خو لا څه ، ان داچی ځان یی د پایتخت تر ارګه پوری هم ورساوه او غوړیدل یی ددی لاری دتعلیمی نصاب یوه برخه وګرځیده . ددی ناورین د رارسیدوسره سم فرهنګی چاری نژدی یوه لسیزه پداسی خونړیو منګولو کی راګیر شوی چی دسیاسی اړخ نه یی دخپلواکۍ او بلواکۍ ترمیان توپیر له منځه ولاړ او په کلتوری اړخ کی یی هغه په نشته حساب رسنیو هم توپکی فرهنګ غښتلی کاوه او دتعلیمی چارودنصاب دلاری یی ځوان نسل ددغو لومو په بند کی راګیراوه .

  د روانی پیړی د لومړی لسیزی دپیل نه دا دود تر یوه ټاکلی بریده په ماتیدو شو . ډیری ښوونځی پرانیستل شوی ، نجونو او هلکانو زده کړی ته مخه کړه ، دپوهنتونو شمیر زیات او ان دهیواد په تاریخ کی د لومړی ځل دپاره د ازاد بازار تر اغیز لاندی خصوصی ښوونځی او پوهنتونونه منځته راغلل .درسنیو ټولو شکلو هم په بیساری توګه پرمختیایی بهیر خپل کړ، مګر پدی پرمختیا کی د تیر تفریط انتقام دافراط په توره واخیستل شو . ددی خبری نه می موخه داده چی که پخوا دقلم او بیان پر دروازه د ټوپک مهر لګیدلی وو ، خو دا ځل د په اصطلاح نوی دموکراسی تر چتر لاندی ځینو رسنیو د دودیزی ټولنی هغه مثبت نورمونه او منل شوی دودونه چی باید په خوندی توګه ساتل شوی او پر بنسټ یی ځوان نسل د مثبتی فرهنګی ودی په لور روزل شوی وای ، هم تر پښو لاندی کړل . لنډه داچی داځل د دموکراسی اړین پرنسیپی نورمونه تر ډیره بریده د انارشۍ په جال کی کښیوتل .

 پدی توګه دی ډول افراط او تفریط د ځوانوفرهنګیانو څخه لاره ورکه او دداسی ستونزو سره یی لاس او ګریوان کړل چی خلاصون یی ورنه و نه ستړی کیدونکو هلو ځلو ته اړتیا لری . رسنیز انارشیزم دلته د دوو لاملو پربنسټ وده ومونده : لومړی داچی پر ژبه او قلم باندی د اوږدو کلونو لګیدلی مهرونه په یوه دم سره په ډیره بیړه مات شول اورسنیو دزړو عقدو د ماتولو په موخه بیله دی چی حاکم دودیز ذهنیت په پام کی ونیسی ، په اصطلاح فرهنګی خپلسری یی پیل کړه . دویم داچی ددی حالت نه د وطن دښمنانو ګټه پورته او خپلی ګمارل شوی رسنۍ یی منځته راوستلی او دهیواد دملی ګټو پرضد یی په کار واچولی . د مرکزی حاکمیت دستنو دنړدیو په هیله پدی لاره کی ګمارل شوی رسنۍ دومره ژوری ولاړی چی د ملی یووالی دسستولو په موخه یی ومحلی ، ژبنی ، قومی او حتی مذهبی توپیرونو ته لمن ووهل او لا یی هم دچارواکو سره دمخ نیولو توان نشته .

 لدی نه پرته ددی بهیر ځینی نوری ستونزی چی ځوان فرهنګیان باید پام ورته واړوی ، په لاندی ډول دیادولو وړ بولم :

 ۱ – فرهنګی یرغلونه : داهغه یرغل ته ورته یو کار دی چی په اتلسمه او نونسمه پیړیوکی استعماری یرغلګرو پدی نامه چی وروسته پاتو اولسونو ته تمدن راولی او د بربریت نه یی ژغوری ، وسله وال یرغلونه یی ورباندی کول او هیوادونه یی یو په بل پسی کیزه کول . نن مهال فرهنګی یرغلونه د پانګی په مټ دخپلو رانیول شوو په اصطلاح فرهنګیانو دقلم دلاری ترسره کیږی . پدی هیڅ شک نشته چی د ګلوبالیزیشن دبهیر طبعی پرمختګ د اولسونو تر منځ د ګډ کلتور دپاره لاره پرانیزی ، خو هغه شی چی پدی پروسه کی باید په پام کی ونیول شی ، هغه دهر اولس د کلتور دمثبتو توکو وده اوپرمختیا ده ، نه دهغه نفی کول او پرځای یی د پردی فرهنګ وغوړیدلو او پراخیدلو ته ملا تړل . فرهنګی یرغل په افغانستان غوندی هیوادونو کی تر ټولو زیات د صوتی او چاپی رسنیو د لاری ښه تر سره کیږی . دا کار تر ډیره بریده پخپله دهمهغه هیواد دقلموالو په مټ سرته رسوی . دا ګړی په افغانستان کی دایران فرهنګی یرغل ترټولو نورو ډیر اغیزمن تمامیدلای شی ، دا ځکه چی د ژبی نژدیوالی پدی اړه لوی رول لوبوی . ځینی قلموال پدی یرغل کی دخپلی برخی اخیستلو لامل زموږ دملی ژبو وروسته پاته والی او دچاپی اړینو اثارو کمښت بولی . داسی دلایل بیله تشی بهانی بل څه ندی . زموږ خپله دری ژبه تر ضروری کچی وده موندلی او دمولانا جلال الدین بلخی د اثارو پشان ارزښت لرونکی خزانی لری . پښتو ژبه چی دپیړیو په اوږدو کی حاکمانو له یاده ایستلی وه ، دنیکه مرغه پدی وروستیو پنځو شپږو لسیزو کی د یوی اکاډ می په توګه دپښتو ټولنی د تاسیس وروسته ددی ژبی د ادب په اسمان کی داسی ستوری را وځلیدل لکه عبدالحی حبیبی ، عبدالروف بینوا ، ګل باچاالفت ، رښتین ، صدیق روهی ، شکور رشاد او نور ډیر چی دی ژبی ته یی بیساری خدمت کړی او د ویاړ تر کچی یی وده ورکړیده . د پوهاند حبیبی په مټ د ( پټی خزانی ) کتاب موندل د پښتوادب تاریخی ریښی تر هغه څه چی فکر کیده ډیری اوږدی وښودی او شهرت یی په نړیواله کچه ورجګ کړ . په ډیروخارجی هیوادو کی هم ددی ژبی د زده کړی دپاره د لوړو زده کړو په موسیسو کی ځانګړی څانګی پرانیستلی شوی چی د دوکتورا تر ډګری پوری یی دیپلومونه ورکول . ددی کار پایله داشوه چی په بهر کی دافغانستان پیژندونکو تر منځ دپښتو ژبی داسی پوهان و روزل شول لکه په روسیه کی استاد دووریانکوف ، لیبیدیف ، ګیراسیموه اوهمدارنګه په یو شمیر نورو هیوادونو کی ورته کسان . دا بریالیتوبونه خو بیله شکه دستاینی وړ دی ، مګر کافی ندی ځکه چی لا ترواسه د پښتو ژبی بیلابیل اړخونه نیمګړی پاته دی او لا ډیرو څیړنو او ودی ته اړتیالری . ددغو نیمګړتیاوو سره سره بیاهم پښتو ژبه دی ته اړتیا نلری چی د پردیو وفرهنګی یرغل ته غاړه کښیږدی . فرهنګی یرغل یی نه یوازی نیمګړتیا ورپوره کولای نشی بلکه دتل دپاره یی د ودی لاره وربندوی ، دا ځکه چی دا ژبه لا تر اوسه ډیره زیان منونکی ده . د ځوانو فرهنګیانو یوه دنده داده چی زموږ ملی ژب پښتو او دری دواړی ددغو یرغلونو په وړاندی خوندی وساتی . ښکاره خبره ده چی پدی لاره کی مقاومت و ټوپک او باروتو ته ډیره اړتیا نلری او یوازی د قلم توره ده چی دا ژغورل او خوندی کول یی له وسه پوره دی .

  ۲ – دپښتو ژبی معیاری کول : اوس چی پښتو ژبه د یو شمیر وتلو چوپړیانو په مټ دنظم اونثر په دواړو برخو کی نه یوازی دهیواد په کچه مخته ولاړه ، بلکه دانترنیټ تر نړیواله کوره یی ځانته لاره پرانیستی ده ، دا یوه ځند نه منونکی بیړنی اړتیا ده چی باید ومعیاری کولو ته یی پښی لوڅی شی . که داکار ونه شی نوهیځکله به هم د انترنیټ داسانتیاوو څخه بشپړه ګټه پورته نکړی ځکه چی انترنیټ د یوه لوی اولس دپاره یوازی دمعیار په ژبه اسانتیاوی وړاندی کولای شی نه دسیمه ایزو لهجو په ژبه . زما په اند د مخ پر ودی نسل او ځوانو فرهنګیانو په مخکی داتر ټولولویه ستونزه ده چی باید د حل لاره ورته ومومی . داځکه چی :

 الف ـ تر اوسه پوری لا ددغه کار د پاره په هیواد کی دمسؤلو بنسټونو لخوا یو منظم پلان اویوه ټاکلی ستراتیژی تر لاس لاندی نیول شوی نده .

 ب – هغه هڅی چی یو شمیر د اړوندو چارو پوهان یی پدی لاره ترسره کوی ، هغوی داکار د یوبل سره په تړاو کی په منظم ډول پرمخ نه بیایی چی کله ناکله د یو بل سره په ټکر کی هم راځی .

ج – تر ټولو خولا بده داده چی زموږ دغو محترمو او درنو پوهانو دپښتو ژبی دمعیار پرسر خبره و ناندریو او ان شخړو ته رسولی او ددی پر ځای چی یو دبل نیمګړتیا ور پوره کړی ، دوی یودبل دهلو ځلو مخه نیسی . زما په اند داکار نه یوازی پښتو تر معیاره نه رسوی بلکه ځوان فرهنګیان له دا ډول معیار نه بیزاره کوی او په پایله کی به یی پښتو د ډیر نورو کلونو دپاره دسیمه ایزو لهجو په بند کی ګیر پاته شی .

د همدی لامله اړینه ده چی ځوان فرهنګیان له درنو مشر پوهانو څخه د ژبی دمعیارولو لاری زده کړی ، مګر دلانجو او ناندریو دود ورنه په میراث کی وانخلی چی دا نه د پښتو په ګټه ده او نه هم دفرهنګی چارو .

  ۳ – رسنیزه انارشی : دخوښی ځای دی چی په داوږده کلن بند کی دقلم تر خلاصون وروسته اوس په هیواد دننه کی میډیا او هم له هغه نه بهر د افغانی رسنیو ټول شکلونه ورځ تربلی دپراخیدو په لور چټک ګامونه اخلی او قلموالو ته یو په بل پسی نوی او اسانه لاسرسی برابروی . دا کار که دیوی خوا په ځوان نسل کی د فرهنګی احساس رګونه راتخنوی او دپرګنوسره د اړیکو پل ورته جوړوی خو دبل بدمرغه لوری نه یو لړ داسی ټولنیزی ستونزی را زیږوی چی دوخت په تیریدوسره به یی حلول سخت وی . ددی ستونزو لامل دادی چی زموږ په هیواد کی بیله دی چی د ټولنیز ذهنیت طبعی او تدریجی وده په پام کی ونیول شی ، یو دم دفیودالی وروسته پات ټولنی دحاکم ذهنیت په شرایطو کی د پرمختللی اروپایی دموکراسی شعار پورته او دهمدغه شعارسره سم دبیان ازادی رسمی بڼه یی خپله کړه . داچی د یوه پلوه ، نه د رسنیو چلونکو او نه هم قلموالو پدی کار کی اړینه تجربه درلوده او له بلی خوا دیو شمیر قلموالو تنګ نظریو او همدارنګه فرصت طلبو کورنی اوبهرنی کړیو لدی فرصت نه ګټه پورته او خپلسری یی پیل کړه . په جنګ کی د راشکیل هیواد په دننه کی رسنی د قانون تر چتر لاندی قانون تر پښو لاندی کوی او بهر کی یی دقانونی نورمومو نشتوالی دوی ته دافرصت پلاس ورکوی چی نه یوازی قانونی نورمونه ترپښو لاندی کړی بلکه د افغانی ټولنی پر اخلاقی غوره نورمونو باندی هم ناړی تو کړی . پدی توګه دوی برسیره پردی چی هر ډول توپیرونو ته لمن وهی ، د وطن ملی شخصیتونو ، ملی ویاړونو او تاریخی افتخارونوته هم سپکاوی کوی . یو شمیر افغانی سایټونه سر تر پایه پدغه چټل ډنډ کی غوټی وهی او تر اوسه دفشار داسی نورمونه چی ددوی ددغه کار مخنیوی وکړی ، شتون نلری .             د رسنیو بله نیمګړتیا داده چی لا تر اوسه پوری دوی د ټاکلو دندو دپاره اختصاصی شوی ندی . ډیر سایټونه او نوری رسنی دنشراتو ځانګړی لار او یوه ټاکلی ستراتیژی نلری او پدی توګه سړی نه پوهیږی چی دڅه ډول موضوعګانو پخاطر کوم سایت پرانیزی او یا کومی بلی رسنی ته مخه کړی . داکار هم د ځوانو فرهنګیانو څخه لاره ورکه کوی او داچی ددغو فرهنګیانو ډیری مسلکی او حرفوی کسان ندی او په نورو دندو لګیا دی ، ځکه نو په دی کار سره یی ډیر وخت هم ضایع کیږی .

 د لوړو یادو شوو ستونزو برسیره نوری هم ډیری شته چی داګړی یی شمیرل ددی لنډیز له زغم نه خارجیږی . لنډه دا چی داټول هغه څه دی چی دځوانو فرهنګیانو د ودی لاری یی ورته پیچلی کړی دی او حلول یی ډیری نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ورنه غواړی چی باید په موخه یی لیڅی راونغاړی .زما په اند که ځوانی رسنی خپلی دندی دملی ګټو په پام کی نیولو سره سمبالی او قلموالان دهمدغو ګټو پربنسټ قلم وچلوی ، د ځوانو فرهنګیانو د اړین پرمختګ دپاره لا امیدونه ناهیلی شوی ندی .

 ـ ددوی دبریالیتوب په هیله !


د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس


ټول عکسونه په انځوريز البم کښي وګورئ