کور / تازه خبرونه / غزنى : په يوه هوايي بريد کي ٥ وسله وال ووژل سول

غزنى : په يوه هوايي بريد کي ٥ وسله وال ووژل سول

بهرني ځواکونه وايي چي د يوه هوايي بريد په پايله کي يې په غزني ولايت کي د وسله والو طالبانو پنځه غړي وژلي . ياد ځواکونه وايي چي دا کسان يې د دې ولايت په غزنى ولسوالۍ کي په داسي وخت کي وژلي چي د ماينو په ښخولو بوخت ول .
تر اوسه لا د بهرنيو ځواکونو د دې ادعا په اړه نه حکومت او نه هم وسله والو طالبانو څه ويلي دي .