کور / تازه خبرونه / ننګرهارپوهنتون دښځينه محصلينو ليليه جوړه شوه

ننګرهارپوهنتون دښځينه محصلينو ليليه جوړه شوه

د درې سوه زره امريکايي ډالروپه مالي لګښت دننګرهارپوهنتون دښځينه محصلينو لپاره دليلې ودانۍ جوړه اوګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
دننګرهارپوهنتون ادارې مرستيال نړيوال رازقي وويل دغه ودانۍ چې دامريکا دمتحده ايالاتو دکلفورنيادروټرکلب سيف اربانز ادارې په مالي لگښت دالهام زهيز ساختماني شرکت لخوا په دووکلونوکې جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
نوموړې زياته کړه دغه ودانۍ چې په دوو پوړونوکې جوړه دولس خونې لري چې هره خونه کې څلورتنولپاره داوسيدو سهولتونه برابرشوي دي .
دهغه په ويناهمدا راز دغه ودانۍ کې دمجهز خوړنځي اوپخلنځي سربيره ادارې خونې ،تشنابونه اودمحصلينولپاره نورو اړوند محلقات برابرشوي دي .