کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۳)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۳)

د هند په لویه وچه  د افغانانو  حکومت (یو تاریخې ناول ۱۳)


سلطان علاؤالدین  خلجیي 


تاسو ددې  ناول  دیار لسمه برخه  لولئ….


پرلپسې ۲۲مه


 په همدې ورځو کې سلطان علاؤالدین  ته د خپل  ورور  الماس  بیګ د مړینی  خبر  راورسید، سلطان علاؤالدین  الماس  بیګ  هملته د رنتهمبور د کلا  د سوبې  وروسته د  حاکم په څیر  ټاکلې و. خو د رنتهمبور د کلا د سوبې  څو میاشتې وروسته   الماس  بیګ  ناروغه  شوې  و، د بیمارۍ د علاج  له پاره هغه دهلی ته را  روان  شوې و خو په لاره کې و مړ . په دې  تر تیب  د سلطان علاؤالدین ورور  الماس بیګ  د رنتهمبور  د کلا د سوبې  ایله  څو میاشتې وروسته  ددې نړۍ  څخه کوچ  و کړ  او دا د سلطان  له پاره ډیر  ستر ټکان  و.


۲۳


د قاضی  مغیث الدین سره د خبرو اترو  وروسته  ، سلطان علاؤالدین  لا  تر اوسه  پورې  په همغه  خونه  کې ناست و چې  زوې  یی   خضرخان  او  غلام  یی  ملک کافور دواړه  یو ځاې  را ننوتل ، سلطان د لاس په اشارې  سره هغوې دواړو ته د ناستې  حکم وکړ ، د اشارې  سره سم هغوې په خپلو خپلو ځایو باندې کیناستل . لږ څه وروسته  کمال الدین هم دغې  خونې ته را ننوت .هغه ته هم د لاس  په اشارې  سره د کیناستو  وویل شول . هغه د ملک کافور  په ځاې د  خضرخان تر څنګ  کیناست ، بیا سلطان دې  درې واړو  ته وویل :


زما زامنو!  پخوا  به کله  چې  دکوم کار  پیلامه کیدله ،نو زما تر مخه به زما ورور  الماس  بیګ  او نصرت خان  ناست و ، الماس  بیګ د نړۍ  څخه کوچ  وکړ  او نصرت خان  په خپلو ور سپارل شوو  امورو کې  مشغول دې . نو په دې خاطر غواړم  تاسې ته  دا ډاګیزه کړم  چې  په چتوړ  باندې  حمله کونکې یم  او هغه  لښکر  چې  زه له ځانه  سره د  چتوړ  د حملې  له  پاره  بوځم  په هغې  کې به تاسې درې واړه هم یاست .


خضرخانه  زویه !  تر هغې  چې د کمال  الدین او  ملک کافور  پورې  اړونده  ده نو هغوې  خو د جنګونو پوره  تجربه لري  او ددې نه مخته یی هم له ماسره  په  جنګونو کې  برخه اخستې ده . خو تر هغه  چې تا  پورې  اړه  لری  هغه دا چې دا به ستا له پاره لمړنې  جنګ  وي  چې ته په کې برخه   اخلې. زه هیله من  یم  چې په دې جنګ  کې  به تاته د خپل ځواک  او جنګی  مهارت  د ښوولو  ښه  فرصت  په لاس  درشي.  


ما تاسې  درې واړه په دې خاطر  را بللي  یاست  چې تاسې  درې  واړه خپله برخه  لښکر  د کوچ  له پاره تیار کړئ  ، دوه درې  ورځې  وروسته  له دې  ځایه  کوچ  پیلیږي  ، ملک کافوره ! ته  به هغه لښکر چې پخوا تر دې  د نصرت خان  تر مشرۍ  لاندې یی  کار کاوه  له ځانه سره واخلې  ، هغوې به اوس  ستا تر  قومندې  لاندې کار کوي .


تر هغې ت چې د کمال الدین پور ې  اړونده  ده  نو هغه  خو د پخوا  څخه د مقدمة الجیش  سالار دې  د لښکر همغه  لمړۍ  ډلګۍ  به دهغه  تر قومندې  لاندې وي . خضرخانه  زویه !  هغه لښکر  چې پخوا د الماس  بیګ تر قومندې  لاندې  و  اوس  به هغه ستا تر قومندې  لاندې  جنګ  ته  درومي . اوس  نو تاسې درې واړه   د لښکر  ګاه  په لور ولاړ  شئ  او لښکریانو ته د  تیاریدو  حکم وکړئ ، ددې حکم سره سم  کمال الدین ، خضرخان او ملک  کافور دهغې خونې څخه  ووتل او د ورسپارل شوی کار په لور ولاړل .


۲۴


لمر  پریوتې و ، په فضا کې تیارې  خپرې شوې وې، شهزادګۍ کیتهل  قدم  قدم  اخسته  او د  کمال الدین د حویلۍ  مرکزی دروازې  ته  رسیدلې وه ،هملته و دریده او لږ څه  فکر او تعمق  یی  وکړ، کیداې  شې د کمال الدین  له پاره د څه مناسبو  الفاظو  د پیدا کیدو او ویلو   په لټه کې  به وه. په همدې  وخت کې د  حویلۍ  په دننۍ  برخه کې  د چا د قدمونو  اواز  یی تر غوږو  شو، شهزادګۍ  ددې اوازو په اوریدو  سره  حیرانه  پاته شوه  ، غوښتل یی څه اراده   وکړې  چې د حویلۍ  په  مرکزي دروازه کې  یی کریم الدین  وکوت ،  کریم الدین د  شهزادګۍ  کیتهل په کتلو سره  ډیر  زیات  خوشحاله شو  ، او په ډیره مینه  ناکه توګه  یی  شهزادګۍ ته مخ  کړ او ورته یی وویل :


کیتهل  خورې !  ته په ډیر ښه وخت کې راغلې  یی . په خداې  سوګند  چې زه  همستا  لورې  ته درتللم . ما تاته  دا پیغام در  رساوه  چې  ته همدا  اوس  او په همدې وخت کې د کمال الدین سره  ووینه . ما د ډیره وخته  راهیسې  د کمال الدین سره  ستا  په اړه خبرې کولې . داسې وګڼه  چې دکمال الدین په زړه کې  پخوا هم ستا له پاره  د نفرت  بڅرکې  هم  نه و  او که  لږ  څه  اخوا دیخوا یی کړی  هم وی نو هغه  هم  ختم  وګڼه . اوس خو هغه  ستا  د مینی  د دریاب  په غاړه  ولاړ دې . او که ته لږ  څه  هڅه وکړې  نو ستا  مینه او محبت  به یی  بلکل په خپل  سمندر  کې  ډوب کړی . زه غواړم  چې هغه له  تاسره  خوشحاله او خندان  ووینم . که چیرې ته دهغه د محبت  په لاسته  راوړو کې بریمنده شې  نو په هغې کې  به یواځې  ستا خوښي نه  وی  بلکه  زما  ضمیر  به هم مطمئن او ډاډمن شي ، زما په فکر  چې  مونږ باید وخت  ضایع نه کړو ، ته  دننه ورشه ، کمال الدین  هلته ځانته   ناست دې  او زه  به د کنپل دیوی اوکولاب  دیوی  په لور ورشم .


شهزادګۍ کیتهل دکریم الدین خبره  سمدستی  ور غوڅه کړه  او ورته  یی وویل :


کریم الدینه وروره !   زه  ستا ممنونه  یم  ، زه همدا اوس د کمال الدین په لور  ور ځم ، او  دهغه سره دخبرو اترو  وروسته  به بیا بیرته تاسې  ته در  ستنه  شم .او تاسې به دهغه سره د خپلو  خبرو په اړه   خبر کړم .


د شهزادګۍ  ددې  وړاندیز  سره کریم الدین هم توافق وکړ  بیا کریم الدین  دهغه  ځایه د کولاب  او کنپل دیوی  سره دخبرو  له پاره ورغې او   شهزادګۍ  کیتهل  د کمال الدین په  لورې  دهغه  میلمستون  ته ولاړه .  شهزادګۍ  کیتهل  قدم  قدم او سوکه سوکه   د کمال الدین   میلمستون  ته  ور  ننوتله    ، ویی کتل  چې کمال الدین  ځانته ناست دې ، کله  چې  شهزادګۍ  کیتهل  میلمستون  ته  ور ننوتله  نو کمال  الدین  یو نا څاپه دخپله  ځایه پورته شو او شهزداګۍ  کیتهل   نه یی و پوښتل :  خیرت  دې  ، څنګه  راغلې ؟ کیتهل  هیڅ  ځواب  ورنه  کړ   ، مخته ورغلله  او د کمال الدین  مخامخ کیناسته . کمال الدین هم کیناست  . په دې وخت کې د شهزادګۍ   څټ  لږ  څه  ټیت  شوې و ، کمال الدین ورته یو ځل  بیا وویل :


ګوره  شهزادګۍ  کیتهل ! ما  له تا څخه څه  وپوښتل  خو تا  زما د پوښتنې ځواب  قدرې  هم را نه کړ . بلکه  سر دې  ښکته کړ او کیناستې .   په ځواب کې  شهزادګۍ   په ډکو  سترګو  کمال الدین ته وکتل او ورته یی وویل : زه  ستا ددې خبرو په اړه   احتجاج کوم  ته ماته  د شهزادګۍ  کیتهل په ځاې  ولې  کیتهل  نه وایی؟


ما له تاڅخه  پوښتلې  چې  ته دلته  څنګه راغلې  یې؟  کمال الدین یو ځل  بیا د  کیتهل  خبره غوڅه کړه  او ترې  ویی  و پوښتل . شهزادګۍ  تر یوه   وخته  پورې  غلې وه  او بیا یی  په ډیر غور سره کمال الدین ته وکتل،   ویی  لیدل  چې دهغه په سترګو  کې  تر  ډیره  ځایه محبت   او دهغه  په مخ او څیره کې  د خپلولۍ نښې  ډاګیزه دي ، بیا یی  په ډیره نرمه او خوږه  ژبه  وویل :


کمال الدینه  !  زما د محبت او مینی   په اړه  ته د ټولو  اسرارو او  رازونو څخه  ښه خبر یی. زه دداسې  لیدلې  او نالیدلې  خوبونو دتعبیرولو  او د مینی اومحبت  دداسې څپو  په لټه کې یم  چې زما  لاعلاجه  ناروغتیاو ته  مسیحا، زما مړاوشوو او خاورې  شوو   یادونو  ته تازه ګی ، زما  تړپیدونکې  محبت  ته  روحی توان  ،  زما د وجود  تورو  تیارو ته  روښنایی  او  ….  د ا غمژن  ژوند  یو ځل  بیا دخوښئ په نغمو  باندې  بدل کړې.  کمال الدینه !  زه  کیتهل د خوب  څخه را بیداره  او د ژوندانه  دداسې  یوه  ملګرې  په لټه کې یم  چې زما شپې  ته  زما د ژوند د پیغلتوب  هغه  لمړنې  محبت ، د موسم  لمړنې باران ،   په وچ کالۍ کې د واورې  لمړۍ  اورښت  او د واده د خوشحالیو د لمړیو شپو په څیر  مطمئنه او ښایسته کړی ، زه دخپل همدغه  ورک  شوې   محبت   په لټه کې  یم .


د شهزادګۍ  کیتهل د خبرو  وروسته کمال الدین  تر ډیره  هغې  ته په ډیر غور  سره  وکتل او  بیایی   ورته وویل :


ګوره  کیتهل !  دا زما د غریب  کمال الدین   جونګړه  ده .  دلته به تاته داسې  شیان  څه ډول  تر لاسه شي ؟ زه پخپله یو بې لارې  مسافر  یم  او دخپل ژوند  او اوسیدو  له پاره  لاس  وپښې وهم .


دکمال الدین ددې خبرو په  ځواب کې  ، معلومه نه ده  چې  شهزادګۍ  کیتهل ته څه ور په  یاد شول  ، چې یو  نا څاپې د خپله ځایه پورته شوه ، مخته راغله اوپه زمکه کیناسته او دکمال الدین  دواړه پښې یې  ونیولې  او ویی ویل :


کمال  الدینه !  زه  بګوان او خداې  دواړه   ناظر او حاضر ګڼم  او وایم  چې   همدا  ته زما  د محبت   او ارزو ګانو  مرکز او زما دمحبت  په  نه ختمیدونکې  فضا کې  یواځې  همدا ته زما د ژوند ملګرې  یی . زه  رام او رحمان  خپلې  مخې ته دروم  او  وایم  چې همدا ته  زما د نژدی والي  هیله ، زما دخوبونو  شیش محل یی.   تا زه   هسې  په هسې د جمنا د دریاب  په غاړه د شاهین  په لور  و ر پورې وهلم . ترهغې  چې  زه دهغه  بدکړچاره  سره  وم  نو ستا په  اړه  به له ماڅخه  څه  غلطۍ  شوې  وې  خو دخداې  له پاره چې  زما هغه  غلطۍ را ته معاف کړه  ، زه  تاته  خپل  لاسونه  جوړه کوم  او دهغې  غلطیو په اړه  درڅخه بښنه او معافي  غواړم .


په دې وخت کې  کمال الدین  په ډیره  عجیبه توګه  شهزادګۍ  کیتهل  باندې د لاس  ایښودو پرته  وویل :


ګوره  کیتهل  !  ته  د هر څه دمخه  زما پښې پریږده  نو دهغې   وروسته به زه تاته ددې ټولو خبرو ځواب  ووایم . دهغه  په دې خبره  شهزادګۍ  کیتهل  نورې  هم د کمال  الدین پښې  کلکې کړې ،  نه داسې  شونی نه ده . ته  زما د  اشتۍ کیدو  لمن   او  زما د ارزو ګانو  ځولۍ یی، زه به تر هغې پورې  ستا پښې  پرې نږدم  تر څو  چې ته ماته  بښنه و نه  کړې . په خداې  سوګند  چې  کیتهل د کمال الدین  نه پرته  هسې توره سیلۍ   او دغمونو نه د  ډکې  شپې په  څیرده . کمال الدینه  !  ته  کیداې  شي ته  یقین  و نه کړې  زه  په  الله  سوګند یادوم  چې ما په خپل ژوند کې د لمړي  ځل  له پاره  ستا د ذات  سره  مینه او محبت  کړې دې . اوزه به ستا د مینی اومحبت  نه پرته  په لاره کې دپرتې  ګیاه  په څیر  و  اوسم .


کله  چې  شهزادګۍ  کیتهل  غلې  شوه  نو کمال الدین  د  بې وسۍ  په   حال کې   ورته  وویل  چې : ګوره  کیتهل ، ته لمړۍ زما پښې پریږده  بیا به زه  ستا  د دې ټولو خبرو  ځواب  درکړم ، خو کیتهل  دهغې پښې پرې  نه ښودې  او  ورته  یی وویل  چې  نه . زه به تر هغې  ستا پښې پری  نږدم  تر څو  چې ته له ماسره وعده و نه کړې  چې ته به زما د محبت اومینی  ځواب   په محبت  او مینی سره  را کوې  او په خپل زړه کې به زما له پاره هیڅ  ډول  نفرت اوکرکه نه   ساتې . دهغې په دې خبره  باندې  کمال الدین مسکې  شانته شو او ورته یی وویل  چې  :  ډیرښه ، زه  ستا دا خبره  منم   خو لمړۍ  زما پښې پریږده  او هلته مخامخ کینه . خو کیتهل داځل د محبت نه په ډ ک اواز  سره وویل  چې   نه . داسې  نه  هیڅکله هم نه  کوم . خپل  ښې  لاس دې  زما په سر کیږده او چپ  لاس دې  زما په  اوږه  باندې  کیږده  او بیا په خواږه  اواز  سره  را ته ووایه  چې اوس  به زما د مینی او محبت  ځواب  د خپلې مینی اومحبت  سره  راکوې . دهغې په دې خبره د کمال الدین په  خوله  خندا  راغله   او په ډیر محبت  سره یی  په  پرزمکه ناستې کیتهل  په سر باندې  ښې لاس او په اوږه  باندې  چپ  لاس کیښوداو  ورته یی وویل  چې ګوره  کیتهل  ، ما له تاسره  وعده کړې ده  چې ستا د محبت او مینی ځواب  به  په مینه اومحبت  درکوم .


لږ څه دمخه  چې شهزداګۍ  کیتهل  لمدې  د اوښکو  ډکې  سترګې ، په  الفاظوکې  را نغښتې ، اندیښمنه ، ورانه  ویجاړه   اود بدبختې  نه ډکه   ، د نا هیلیو په دهیلز کې  سرګردانه  روانه  وه  اوس  نو دکمال الدین د مینی او محبت  د ښکاره کولو  له امله  دهغه د زړه  مصحف  ته نزدې د  نژدیوالې  ښایسته نغمې  وې او دیادونو په سوغاتونو کې یی  د ګلابی  رنګ د باران   په څیر  ډیرښت  معلومیده .


دکمال الدین د مینی  داظهار  په اساس د هغې په سترګو کې  رڼا، په  ساه کې د   رانژدې کیدو  خوشبو، په مخ باندې  یی د تم  کیدونکو  خوبونو  خوشحالونکې  انځورونو ځغاسته کوله . دهغې په شونډو  باندې  د نرمې  او خوږې وینا یو بحر  را  روان و  ، هڅه یی کوله  چې د محبت  او مینی   سهی  الفاظ   را ټول  کړې  ، دهغې په  انداز کې  د خوښۍ وختونه   او  په  فکرونو کې یی  طلاې  خوبونو  خپل  رنګ  را څرګنداوه ، بیا نو  شهزادګۍ  کیتهل د خوشحالیو   او خوږلنې  نه  په  ډکه  فضا کې  په خپله خوږه  ژبه   کمال الدین ته  وویل :


تا زما  د محبت او مینی  ځواب   په  محبت  او نژدیکت  سره   ووایه  او زه  دې  بې   قیمته واخستم . اوس نو زه  کیتهل  ستا  بې  قیمته  وینځه یم ، زه  سر له نن  څخه  خپل ژوند په تا  باندې  زار وم . په  بګوان  سوګند  چې   زما او ستا  یو ځاې کیده د ګنګا  جمنا  د خوښیو څخه  هم ډیر  په زړه  پورې او  خوشحالونکې  دی. کمال الدین  محسوس کړه  چې  ددغې  مړاوې  او اندیښمنې  شهزادګۍ  کیتهل   په وجود کې   د خندانه  ګلانو  د  تازه  والی   په څیر   خوشحالی اوخوښې  پټه وه .


کله  چې کیتهل  غلې  شوه  نو  کمال الدین  ورته وویل :


ګوره  کیتهل  !  اوس  چې زه او ته   په  یوه ډول   اړیکو  کې  سره  را و نغښتلو نو زه  به تاته دا ډاګیزه کړم  چې  د جمنا د دریاب  په غاړه  چې کله ما شاهین  ته  ما  خپل نقاب  ورکاوه نو په هغه وخت کې زما په  فکر کې  ستا  د وجود او مخ  کوم انځور  نه و . ما  هغه کار  قصدا  او عمدا  نه  وکړې ، ما نه غوښتل  چې و پوهیږم  چې ته څوک  یی  او ماته  دا شک  هم و  چې  کیداې  شي  ته  اوشاهین به یو  له بله سره  دپخوا  څخه پیژنئ  او یو د بل په مینه کې به اخته شوي یاست . خو دا چې  شاهین  یو اړخیز  محبت کاوه او په یوه  بهانه یی غوښتل تا دخپل ځان  کړی، بله  خبره ده .  ددې نه  اخوا  ما شاهین  نه پیژانده  چې هغه څوک  دې   او یا یی مور  ګل بهشت  څه  ډول  ښځه ده .  ددهلي  ښار  هم ماته  یو اجنبي  ښار و  تر څنګ  یی ددې ځاې  اوسیدونکې  ماته  نا اشنا  وول . نو هغه څه  چې شاهین ما ته وویل  ما واوریدل  او پریمې  ښول . خو کله  چې شاهین   زما پر خلاف  د خپلې بدنیتۍ   او د فطرت دکمینۍ او ذلت   اظهارات  پیل کړل ،  په کریم الدین او ما باندې  یی  بیا  حملې کولې او دتل  له پاره یی د خپل راز د پټولو هڅه  کوله ،نو مونږ مجبور شو  چې دهغه  مخې ته  په ډاګه را ودانګو . اخر دهغه دغه   راز  را څرګند شو. په هر صورت  زه خوشحاله یم  چې تا له ماسره   خپله مینه  ډاګیزه کړه ، خو ګوره  کیتهل !  زه د کومې  سترې کورنۍ  سره  اړوند  نه یم  ته به  په دې  پوهیږې  چې زه یو وخت د ملتان   دحاکم   ظفرخان  غلام  وم .


زه باید دا هم درته   ډاګیزه کړم  چې زه  پیدایشي  غلام نه وم ، زما پلار  یو ستر تاجر و ، یو ځل هغه  په یوه کاروان کې سفر کاوه  زه  هم  ورسره   وم او زمونږ د کورنۍ نور غړی  هم  ورسره و . مغلو  په هغه  کاروان  باندې  حمله وکړه ، زما مور او پلار یی دواړه  د تیغه  تیر کړل  او زه یی وپلورلم . زه د یوه لاس نه بل ته او دبل نه بل ته  پلورل کیدم  . بالاخره د ملتان  دحاکم ظفرخان  لاسو ته  ورغلم .  هغه یو نیک  ، زړه ور  و شجاع   او د  جرئتمندۍ  قدر کونکی  انسان و ، هغه  زما  وړتیاو ې   وکتلې ، زه یی د غلامۍ دپردو  څخه  را وویستلم  او  زه یی د زوې  په څیر  وروزلم ، ما هم  دهغه  سره دزوې   په څیر   په هره  ځان ځارونې کې  برخه   اخستې  اوخپله وفاداري مې ورته ښوولې ده .


شهزادګۍ کیتهل  سمدستې د کمال الدین خبره  ور غوڅه کړه  او ویی ویل :


کما ل الدینه   !  زما  محبت   ستا د ذات  سره  دې  ،  زه  نه د دولت  سره مینه  لرم او نه ورته ارزښت ورکوم  او نه دکوم  ازاد  شخص  شخصیت  ته . ما ستا دذات  سره  محبت  کړې ، بس ماته  ستا  د خپلولو  اړتیا ده،  زه ددې نه اخوا  نور  هیڅ  نه غواړم . ددې خبرې  سره سم کیتهل  دخپله ځایه  پورته شوه . لږ څه ښکته شوه  اوبیا یی  کمال الدین ته وویل :


 ته همدلته اوسه  ، زه  ځم  او زما اوستا تر منځ  چې کومې  خبرې  شوې  دا ټولې   کولاب او کنپل  ته  کوم ،کریم الدین  به هم هملته  دهغوې  سره  ناست وي  هغوې  درې واړه  به زما  او ستا په خبرو  باندې  ډیر زیات  خوشحاله شي .


زه به کریم الدین ورور  هلته د ور رسیدو  سره  سم  دلته تاته  را و لیږم، زه به دکولاب  او کنپل سره یو ځاې  غذا تیاره کړم ، کیداې  شې تر  هغې  وخته   پورې   راجکنور  ورور  هم راشي  بیا به مونږ ټول دلته ستا په حویلۍ کې   په ګډه  غذا و خورو.


کمال الدین د کیتهل ددې  وړاندیز  سره  اتفاق وکړ . بیا کمال الدین د کیتهل سره  یو ځاې د میلمستون  څخه  راووت . د حویلۍ د مرکزي  دروازې  پورې  ورسره ولاړ  ، دحویلۍ نه د وتلو په وخت کې  کیتهل  کمال الدین ته   خپل  د محبت  او  مینی نه ډک  لاس  و خوځاوه  او دشپې په تیاره کې یی د الوداعې  خندا  نه ډکه  څیره  د  راجکنور  دحویلۍ  په لور  وخوزیده .


کله  چې  کیتهل د راجکنور  میلمستون  ته ور  ننوتله  نو ویی کتل  چې هلته په میلمستون کې   کریم الدین  ، کولاب  دیوی  ، کنپل دیوی  او راجکنور  څلور  واړه ناست دي  او په کومه موضوع  باندې  خبر ې کوی. کیداې  شې  راجکنور  ته کریم  الدین ټول  احوال  ویلې وي . څرنګه  چې کیتهل  میلمستون  ته ور ننوتله ، نو هغوې  څلور  واړه دخپلو ځایو  څخه  را پورته شول  ، خوکله  چې  کیتهل په خپل ځاې کیناسته  نو بیا هغوې  څلور  واړه هم کیناستل.    څرنګه  چې  په دې  لحظه کې د کیتهل په  مخ د خوشحالیو دریابونه  بهیدل  نو هغوې  څلور  واړه  د کیتهل په خوشحالیو  هم خوشحاله شو ل. نو په دې  وخت کې  د امید نه  په ډکه  لهجه  راجکنور  کیتهل ته وویل :


کیتهل خورې !  لمړۍ خو ته مونږ  څلورو واړو ته  دا ووایه  چې  تا  د  کمال الدین  ورور  سره  څه معامله وکړه ؟ دهغه په دې خبره  باندې  خوشحاله ، نغمه ویونکې  اوخوږې ژبې  کیتهل  وویل .


څه معامله به مو کړې  وی ، داسې و ګڼئ  چې  زه  ددهلی د ښار په فتحه کولو کې  بریالۍ  شوې  یم . راجکنور  وروره !  زه  دښه  قسمت  خاونده یم  ، زه د  خپل محبت   اومیني  په واسطه   د کمال الدین  په راخپلولو کې بریالۍ  شوې  یم .   اوس  هغه  زما د ژوند په  ملګرتوب  باندې  راضی  شوی  دې . زه تاسې  خلکو  ته   ویلې  نه شم  چې  نن  زه  څومره  خوشحاله  او سرښاره  یم .


د شهزادګۍ کیتهل  ددې وینا سره  کولاب  او کنپل دواړو  په  معنا خیزه  توګه یو بل ته  سره وکتل ، دواړه  را پورته شوې او په یوه ځل د کیتهل  سره   را غاړې وتلې ، د هغه  مخ او تندې  یی  ښکل کړ ، بیا کنپل  په نڅاکونکې    او نغمه  ویونکې  ډول  د خوشحالیو په فضا کې کیتهل  ته  وویل :


کیتهل  خورې !  زه تاته  ددې  بریا  په اړه د زړه  له کومی  مبارکې وایم ،په بګوان  سوګند  چې   ته خوشحاله یی  نو  په  دې  پوه شه  چې  زمونږ د خوښیو  حد او اندازه  نه شته .


کله  چې کولاب او کنپل  بیرته  په خپلو ځایو  کیناستې  نو بیا  کیتهل  کریم الدین او راجکنور ته وویل :


کریم الدینه او  راجنکور ه  !  ورونو  ! ما کمال الدین ته ویلی و چې زه به د کولاب او کنپل سره یو ځاې  غذا  تیاره کړم  اوهملته به یی  ستا په حویلۍ کې  و خورو ،  په دې خاطر  تاسې دواړه  هملته  ولاړ شئ او دهمغه سره  اوسیږئ ، مونږ  به   غذا  تیاره کړو  اوهملته به یی دهمغه  حویلۍ ته یوسو  او ټول  به هملته نن  په ګډه  غذا  وخورو .


 دکیتهل  د دې  وړاندیز  سره ټولو  اتفاق وکړ ، کریم الدین او راجکنور  د حویلۍ  څخه را ووتل اودکمال الدین دحویلۍ  په  لور  روان  شول .  خوکیتهل ، کولاب او کنپل درې واړه د ډوډۍ د تیارولو  په کار کې  مشغولې  شوې . اوپه ډیره  بیړه یی  خوراک  تیارکړ .


د غذا  د تیاریدو سره  سم   کیتهل  ،کولاب او کنپل درې واړو  د غذا  لوښې  تیارول  چې غذا په کې واچوې  چې  یو نا څاپه  درې  واړو وکتل  چې  میلمستون  ته  شاهین او موریی  ګلبهشت  را ننوتل . د دواړو په لاسو کې   لوڅې تورې او  ډالونه  وو. بیا ددوې  درې واړو  لورې ته په رانزدې کیدو سره شاهین خپله توره  په هوا کې  وخوځوله  او په حاکمانه توګه  یی  هغوې  درې واړو ته وویل :


 که  چیرې تاسې درې واړو کې چا هم زمونږ د رضا پرته کوم  حرکت وکړ نو یاد ساتۍ  چې  زه به دهغه څټ  ور پرې کړم . په دې وخت کې د جوړشوې  پلان  سره سم  ګل بهشت  را مخته  شوه ، او په ډیره  بیړه یی  لمړۍ یی د کنپل دیوی او کولاب  دیوي  لاسونه تر شا و تړل ، دهغوې  خولې  یی  په  ټوټې  بندی کړې  ، بیا یی کنپل دیوی او کولاب  دیوی  کش کړې او دمیلمستون   په یوه کنج کې  یی واچولې ، تر دې وخته  پورې  کیتهل  شاهین ته وویلې .


ګوره  شاهینه ! هغه څه  چې ته یی کوې  دا به ستا په اړه  ښه  ثابت  نه شي . شاهین  خپله توره  په هوا کې  خوځوله  او په ډیر  بد اواز  سره یی وویل:


ګوره کیتهل  !  دا  چې  څه ښه دې او څه بد. په دې اړه  زه ډیر ښه پوهیږم، تا زه دخپل محبت  په فریب کې واچولم نو اوس  زه دخپل محبت   تکمیلول  غواړم . زه اوس تا نه شم پریښودې . تا له ماسره  دوکه اوفریب کړې  . دهغه  په دې خبره  کیتهل پرې  را غبرګه  شوه . دهوکه ما نه  ده درکړې  بلکه تا  راکړې .د جمنا ددریاب  په غاړه  زما د عصمت او پت  ساتنه  تا نه  ، بلکه  کمال الدین کړې ده ، واوره  شاهینه  !  زه دکمال الدین سره  مینه او محبت  کوم  اوهغه  هم غواړې  ما دخپل  ژوند  ملګرې  کړي ، ته د کمال الدین د جرئت او  ځوانمردۍ نه ښه  خبر یی . نو که تا هر غلط  حرکت  وکړ  نو دا  یاد  ساتئ او زه   تاسې دواړو ته دا ډاګیزه کوم چې  کمال الدین  به ستاسې د دواړو  څټونه  در پرې کړې . ستا سو  له پاره  غوره داده  چې سمدستې  له دې  ځایه  ولاړ شئ ، دا چې تاسې  زما دخور  کنپل  او ورندار  کولاب   لاسونه تر شا و تړل  اودهغوې خولې مو په ټوټه و تړلې   نو  دا  به هم تاسې ته ډیر  ګران  تمام شي .


د کیتهل د دې وینا په مقابل کې  شاهین  غوښتل  څه ووایی ،خو دهغه نه مخته ګل بهشت  په خبرو پیل وکړ.  لمړئ  یی  کیتهل  په یوه کلکه  څپیړه  په مخ ووهله ، اوبیا یی  وویله :


کیتهل  !  ته غپیږې  ، په داسې حال کې  چې  زما  زوې  تا غواړي ، اوتا له دې  سره هم دخپلې مینی  اظهار  کړې و . نو بیا دې  زما زوې  ولې پریښود . بیا ته ولې د کمال الدین په لور  راغبه  شوې . ګوره !  اوس  زه او شاهین  تا هغه ځاې  ته  وړو  چې ته به  هلته د تل  له پاره زما د زوې اوسې  ،هیڅوک  به ستا مدد کونکې اوکومک  کونکې  نه اوسي . اونه  به در ته  څوک   را ورسیږي .


کیتهل  په ډیره غضبناکه توګه وویل : 


ګلبهشتې  !  تا چې  زه  په  مخ  په  څپیړه ووهلم  نو دا یاد  ساته  چې ددې څپیړې په بدل کې به  زه تا څو نورې  څپیړې  هم وهم   ،  ګلبهشت  غوښتل د کیتهل  ددې خبرې  ځواب  ورکړې  چې  شاهین  پرې  را دمخه شو .


مورې! مونږ دلته  باید  خپل  ډیر وخت  له لاسه ورنکړو . دا هم د کنپل او کولاب  په څیر  وتړه ، بیا به مونږ  له دې  ځایه  ځو . دهغه  په دې خبره باندې  ګلبهشت  سمدستې  په  حرکت  راغله ، مخته ورغله اوکله یی  چې  غوښتل  د کیتهل  لاسونه  د شا څخه ور وتړی  نو کیتهل  مزاحمت  وکړ ،  شاهین  سمدستې دخپلې تورې څوکه د کیتهل په  غاړه  کیښوده ، کیتهل  بې  چاره  بې وسه  شوه  ،بیا  ګل بهشت  دهغې دواړه  لاسونه د شا  څخه وتړل  ، اود هغې   خوله یی په ټوټه بنده کړه ، بیا شاهین ور مخته شو او کیتهل  یی په خپله اوږه  باندې  را پورته کړه  او مور ته یی وکتل او  ورته  یی وویل :  مورې  در ځه ،  هغه څه  چې مو غوښتل  ویی  کړو  مونږ  په هغې کې بریالی  شوی یو ، اوس نو مونږ دلته باید ډیر  ځنډ  نه شو .


ګلبهشت  په  چپه   خوله   د شاهین  سره  روانه  شوه ، دواړه د حویلۍ د مرکزي  دروازې  څخه  ووتل ، هلته یی آسونه  ولاړ وو . ګلبهشت  سمدستي  په یوه اس  باندې کیناسته  او په بل آس  باندې شاهین  کیتهل  په خپل  مخکې  واچوله  اوبیا په خپله په اس  سپور  شو . خو کله چې  شاهین او ګلبهشت  دواړو  خپل اسونه  د ځغاستې  له پاره  تیار کړل   نو ډیر حیران  شول  ځکه  چې د بیا  بیا  وهلو  سره سره  هم دهغوې  اسونه  ځغاستې  ته تیار  نه و بلکه داسې  حرکت  یی کاوه  لکه ددواړو  اسونو  پښې  چې پرې کړل شوی  وی.


شاهین او ګلبهشت  ددې حال  څخه  ډیر اندیښمن  شول ، سمدستې دواړه د خپلو اسونو څخه را ښکته شول  ویی کتل  چې دهغوې د دواړو  اسونو   پښې   مخکې  وروسته  په رسیو  تړلې  شوی دي .  ګلبهشت  سمدستې  شاهین ته وویلې :


شاهینه  زویه  ! دا څه خبره  شوې ده ، ایا چا له مونږه سره  شرارت  کړې  دې . په دې وخت کې  یو ناڅاپه د یوه تیاره  ځایه  کمال الدین را څرګند شو،مخته ورغې او داسې  یوه قوي  څپیړه یی  شاهین ته ورکړه  چې  شاهین  سرکونډالې  ووهلې او  دخپلې مور ګلبهشت  د آس  په قدمونو کې  ور پریوت . اوبیا کمال الدین  په درانه اواز  سره وویل :


ذلیلو ! تاسې  څه فکر کاوه  چې زمونږ  په نه موجودیت کې به تاسې  کنپل او کولاب   بې وسې کړئ  او کیتهل به دهغوې  څخه  و تښتوئ ، کله  به  هم داسې  پوښتنه  راپیدانشي  ، مونږ  ستاسې  هر حرکت  تر څارنې  لاندې  نیولې دې . 


کمال الدین  لا دا خبرې نه وې  خلاصې کړې  چې  د شاهین مور  یو نا څاپه خپله لوڅه توره   را پورته کړه  اوپه کمال الدین  یی  را غبرګه کړه  خو کمال الدین  هم تر دې وخته  پورې  خپله  توره  دتیکې  را ویستلې وه  خو  مخ  ته په ورتلو  سره  ګلبهشت  یو دم   و دریده  ځکه  دهغې  تیاره  کونجکې  څخه چې کمال الدین  را وتلې  و  دهغه څخه  کریم الدین او  راجکنور  هم  راووتل .نو په دې  وخت کې  د ګلبهشت  د اندیښنو او غمونو   حد  نه  و .دا  ځکه  چې دهغوې  وروسته د دهلی کوټوال  علاء الملک  هم  را پیدا شو  چې په لاسو کې  یی  تیاره په تیلو ککړه د څرمنې  کوړا(دوره )  هم  وه .


ګلبهشت  ددې حال  دکتلو سره   دم خود  و دریده . خپله توره یی بیرته  په تیکې  کې کیښوده  او د ډیرې بې وسۍ  په  حال کې دخپل  آس   څنګ ته راغله او  ودریده.  په دې وخت کې د علاء الملک  مخ د قهر او غصې نه تک سور  شوې و ،  بیا د شپې په تیاره کې  په خپل  غټ او  غضب ناکه اواز  سره  وویل :


 راجکنور او کریم الدینه  ! تاسې  ګلبهشت او  شاهین  له ځانه سره حویلۍ ته  یوسئ ، کمال الدینه  زویه ! ته  کیتهل  د خپله ځانه سره  راوړه .


راج کنور اوکریم الدین  سمدستې  متحرک  شول  د علاءالملک  تر شا یی  ګل بهشت او شاهین دواړه دحویلۍ  په لور  روان کړل، کمال الدین  ورمخته شو  ، لمړۍ یی  کیتهل د آسه  را ښکته کړه اوبیا یی دهغې  لاسونه  چې تر شا تړلی  شوی  و پرانستل  اوبیا یی ددې د خولې څخه  ټوټه لرې کړه . کله  چې  کیتهل  په خپل مخکې کما ل الدین وکوت  نو څو لمحې خو یی  د محبت  نه  په ډکو سترګو  کمال الدین ته کتل  اوبیا یی  ټوپ کړ او کمال الدین ته ور غاړې وته. هغې  د جذباتو  نه په ډکه توګه  خپل سر  د کمال الدین په  پراخه سینې باندې ور کیښود او په زوره  زوره  یی  و ژړل .


کمال الدین هغه له خپله ځانه سره  په غیږ  کې  را تاوه کړه او  تسلې یی ورکوله  او د غلي کیدو په اړه  یی ورته  نصیحت کاوه ، بیا یی کیتهل  له ځانه  څخه جدا  کړه ، د شاهین د آس  تر څنګ  یو کمین  جوړ کړل شوې و هغه یی پرانست  او کیتهل ته یی وویلې :


رازه کیتهلې ! چې دننه ولاړ شو ، کیتهل مخته ولاړه  او  په ډیر  محبت  ناکه  توګه یی  کمال الدین  له لاسه نیولې و  او بیا حویلۍ ته  ور ننوتل ،کله  چې دواړه  مخته وروسته  میلمستون  ته ور ننوتل ، نو تر هغې  وخته  پورې   کریم الدین او  راجکنور  ورغلې و او د  کولاب  دیوی او  کنپل  لاس  وپښې  یې پرانستې وې. همدا  راز  یی دهغوې د خولو څخه  ټوټې   هم   ایسته  کړې وې . ګلبهشت او شاهین د همدې خونې په یوه بل کونج کې  پراته و و . دهغوې  دواړو  لاسونه  د شا څخه  تړل  شوې  و ، دخونې  په منځ کې  کوټوال  علاء الملک  ولاړ و ،هغه په یوه  لاس کې  د  څرمنې   کوړا  نیولې وه  ، هغه یی  د ډیر قهر او  غضب نه   په هوا کې  رپوله  ، په همدې وخت  کې  کیتهل او  کمال الدین هم  میلمستون  ته ور ننوتل .


علاءالملک  د کمال الدین او کیتهل  په ور ننوتلو سره سم  په هغوې  یو نظر  وکړ  ، بیا یی مخته  وکتل ، او لا تر اوسه یی هم  هغه  د څرمنې  کوړا   په لاسو کې  اړوله را  اړوله ، کمال  الدین ور مخته  شو او دهمغې  څرمنیزې   دري  په  واسطه یی  په شاهین او دهغه  په مور  ګلبهشت  باندې  را و لګول . خو تر شایی ولاړ علاءالملک  دهغه په اوږه  باندې  لاس  کیښود او منه یی کړ . بیا  علاءالملک کمال الدین خپلې  لورې ته را واړاوه . او په ډیر غور سره یی ورته وکتل   او ورته یی وویل :


 کمال الدینه !  زه یواځې ددهلي کوټوال  نه یم ستا  مشر  هم یم او ته ماته د خپل مشر په ویلو سره  ستا دپلار  حیثیت  لرم . ته یوې  لورې ته کینه  ، که ما انصاف ونه کړ  نو بیا  به تاته  اجازه وي  چې ددوې  سره  چې څنګه  لازم ګڼئ  همغسې  ورسره وکړه .


تر دې وخته  پورې  کولاب  او  کنپل  دواړو  خپل  لاسونه  یو دبل سره  مښل  او  را ولاړې  شوې وې ، علاءالملک  هغوې دواړو ته وویل :


زما  لوڼو! دلته د کیتهل سره  نزدې  کینئ ، تر څو  زه  په خپل کار پیل وکړم .


کنپل ، کولاب   او کیتهل   په یوه ځاې کې کیناستې ، په داسې حال کې  چې  دهغو سره  کمال الدین ، کریم الدین  او  راجکنور  هم نژدې کیناستل. بیا علاءالملک  څو قدمه  نژدې  ورغې  او قهر او غصې نه ډک اواز سره   یی ګلبهشت او دهغې  زوې  شاهین  ته وویل :


دکولاب  او کنپل  د لاسو په  تړلو او هغوې د میلمستون  په یوه کونج کې په  بندي کولو   او زما د لور  کیتهل  د  تښتولو له  لارې   تاسې  څه ګمان کړې و؟ ایا تاسې مور اوزوې  ګمان  کاوه  چې  ددهلي په دې  ګونګو کوڅو کې به  تاسو د شر لاسونه  را  اوږدوئ  او  هلته  به د  نورو  د زړونو   په  درزهار کې  د مرګ   ټکانونه   را کیباسئ  ،  خو  واورئ ! ستاسې په څیر د نفرت نه ډک  د زهریلو  تورو مارانو  درواغجن  خوب  کتونکې ، د ګرمۍ  سره لوبې کونکې  او  په سپوږمۍ کې  را نغښتونکې ،هیڅکله هم زما د سترګو  څخه نه پټیږي .   زه  ددهلي کوټوال  یم اوزما سترګې پرانستی دي . اې ظالمانو ! تاسو  څنګه  جرئت  کړې  چې دومره ستر قدم پورته کړئ ، دا ژوند خو د مرګ  امانت   او دا ژوند د ژوندون  یو  علامه ده  نو د درد کوم  احساس  تاسې دواړه  مور او زوې  دخیر او شر  د شعور  نه  وویستئ او دداسې  یو خطرناک  قدم په اخستلو  مجبوره  شوئ .


تاسو  څه فکر کاوه  ، چې  زه  کوټوال  علاء  الملک  به  په دروند خوب  بیده  اوسم. په خداې سوګند  چې  زه د ورځې  له اړخه  ضرور  ویده کیږم ، خو دشپې په ډیره  برخه کې  بیدا ر  اوسم . اودا ځکه  چې ددهلی  دخلکو د امن  و امان  او دهغوې  سکون   زما په غاړه دې . او زه دخپلو مسؤلیتونو څخه  ډیر ښه خبر یم . واورئ !  په ښار کې  خپاره   شوې  زما  کارکونکې  ماته  هره  لحظه  خبر  راوکوي  ، زما د د هلي د ښار  د خلکو  سره  دکوټوال  په څیر داسې  اړیکی دی لکه څنګه  چې د لفظ او ژبې  تر منځ دی ، او لکه څنګه چې د یقین او ګمان  تر منځ  دې ، لکه څنګه  چې د اصل او اصولو  تر منځ  دې  ، لکه څنګه  چې د اوبو  او تندې تر منځ دي . او لکه څنګه  چې  د شپې او  ورځې  تر منځ  دي .


زه ددهلي کوټوال  ددهلی دخلکو له پاره  د شپې په تورو تیارو کې  د هغوې  د امن او سکون  ساتونکې یم . دهغوې  د خاموشو  جذبو او د هغوې  د مفاهمت  د وختونو  نګران  یم . د هغوې د محبت  د خوږلنیو او دهغوې د ژوندانه  د ملګرتوب  محافظ  یم ، زه د شپې  له   اړخه د هغوې د ذهني ارامتیا  پاسبان یم . بیا نو تاسو  څنګه  جرئت  وکړ  چې هغه وخت  چې  کماالدین  ، کریم الدین او راجکنور  دلته  نه وو  تاسې دواړه مور او زوې  دې  حویلۍ ته را ننوتلئ ، کنپل اوکولاب  دواړ مو و تړل   اوبیا مو دواړه  د میلمستون په یوه کنح  کې  بندیان  کړل  اوبیا  مو کیتهل  بې وسې  اومجبوره کړه اوله ځانه سره مو و تښتوله .


ستاسې ددې ارادو او ستاسې ددې  کړچار څخه  زما کارکونکو  زه  لا دپخوا  څخه  خبر کړې وم. نو کله چې تاسې دې حویلۍ  ته را ننوتلئ  نو زه هماغه وخت  د کمال الدین  حویلۍ ته ور  غلم ،  کریم الدین او راجکنور  هم  هملته وو .مونږ  څلور  واړه  دلته راغلو  اوستاسې  اسونه مو د پښو څخه و تړل ، اوپخپله  هلته  په  مورچل کې کیناستو . تاسې  څه فکر کاوه  چې هیڅوک  به تاسې  پسې وروسته  رانشي . اوتاسی  چې  چیرې مو خوښه وی  زما  لور کیتهل  له ځانه سره یوسئ.


واورئ  شاهین  او ګلبهشتې !  کیتهل  د کمال الدین  امانت دې ، دوې دواړه  یو بل  سره مینه کوي  اویو  بل غواړي  تاسې دواړو  مور او زوې  چې   د دې ځایه د کیتهل د تښتولو  هڅه کړې  نو دا  داسې  یو ستر جرم دې  چې دهغې  سزا  به تاسو ته په هر صورت  درکول کیږي .


علاءالملک  تر دې ځایه د خبرو  کولو وروسته  لږ څه تم شو، څه  فکر یی وکړ او بیا یی د کریم الدین په لور مخ کړ  او ورته  یی وویل :


کریم الدینه  !  لږ څه مخته راشه ، د هغې  مور اوزوې  لاسونه  چې تر شا تړل  شوی  پرانزه .دهغه  په دې خبره کریم الدین   ورمخته شو .دګلبهشت او شاهین  لاسونه  شاته  تړل شوی  و ،هغه یی پرانستل ، بیا  علاءالملک   دقهریدلې  اواز  سره  ګلبهشت او  شاهین  ته  وویل:


دواړه  مور اوزوې  مخته راشئ او د خونې  په منځ کې و دریږئ ،  او لکه څنګه  چې  د مکتب  یو تنبل  شاګرد  خپل  غوږونه  نیسې  همداسې  خپل غوږونه  و نیسئ ، ګورئ  چې  ځنډ  و نه کړئ او نه کوم  دلیل ووایاست . او که نه بیا به  زه  ستاسې د دواړو  تر مخه  د انسانیت  کالې  وکاږم  او د وحشت  نه به درسره کار واخلم . بیا  به ستاسې  له پاره د خوندي  پاته کیدو  هیڅ ګودر  نه وی .


ګلبهشت او شاهین دواړو  مور او زوې  یوبل  ته  وکتل  او  بیایی په ډیره  بې وسۍ  سره  ، په داسې حال کې چې د علاء الملک  په لور  یی کتل  غوښتل یی  څه ووایی . خو علاء الملک  خپل دواړه  لاسونه  خپلې  مخې  ته کړل . بیا یی  په خپل  ښي  لاس  کې خپله  څرمنیزه  کوړه  را  پورته کړله او ګلبهشت  ته یی وویل :


ګلبهشتې  !  یوه کلیمه هم  د خولې نه  ونه  کاږې . زه  نه غواړم  ستا څخه څه واورم . هغه  حکم مې  چې کړې  په هغې  سمدستې  عمل وکړئ ، په دې کې  هیڅ  شک  نه شته  چې ته د سلطان  علاؤالدین  یوه  ستره  وینځه وی  خو زه  کوټوال  یم او ته اوس د خپل  زوې  سره یو ځاې د یوې  مجرمې  په څیر  زما  تر مخ  یی. نو په دې اساس  مجرم ته سزا ورکول  زما کار دې . زه کوټوال  یم که ته  سلطان علاؤالدین  ته  زما څخه څه شکایت کول  غواړې نو بیشکه  چې ویی کړه . زه به  په خپله  ټوله خبره  سلطان  علاؤالدین ته ورسوم. اوتاسې  دواړو مور اوزوې  ته به د قتل  پرته بله  سزا  و نه غواړم .


دګلبهشت  خبره  په خوله  کې پاته  شوه ، اودخپل زوې  سره یو ځاې  یی خپل غوږونه داسې و نیول لکه  په مکتب کې   چې د سبق نه یادونکې  شاګردې  یی کوي ، بیا  علاءالملک  ورمخته شو  او په خپله څرمنیزه   دره    یی دګلبهشت اوشاهین    ملاګانو ته راخلاصه کړه  ، دواړو  مور اوزوې  ډیرې  بدې  چیغې وهلې  ا و  د علاء الملک  نه  یی د رحم  غوښتنه کوله .


ګلبهشت  د څو  درّو  د خوړلو  وروسته  په زمکه  باندې  را پریوته ، شاهین دخپلې مور  ددې حالت  په کتلو سره را پورته شو، لمړۍ  یی دواړه  لاسونه  جوړه کړل او د علاءالملک  نه  یی  بښنه و غوښته  اوبیا د علاءالملک  پښو کې پریوت   او په چغو چغو ژړا کې  یی  وویل :



علاء الملکه !  زه شاهین  خپل خداې  حاضر او ناظر ګڼم  چې زه به  په آینده کې  هیڅکله هم دکیتهل سره دښمنې  او عناد  نه  کوم . تا چې کوم  څه ډاګیزه کړل  اوس  پوه  شوم  چې  کیتهل د کمال الدین امانت  دې نو زه به  هغه دکمال الدین امانت  ګڼم ، د نن  نه وروسته  به زه هیڅکله هم دهغې په هکله  بد نیت به زړه  کې هم  را و نه ګرځوم .  نو د خداې  له پاره نن  ما او زما مور ته بښنه وکړئ ، له دې  ځایه د تللو  اجازه  را کړئ ، په آینده کې  زه وعده کوم  چې داسې  حرکت  به  بیا نه کوم .


شاهین ددې خبرې وروسته  سر کیښود  او تم شو . خو وروسته  یی  د علاء الملک  مخ  ته وکتل اوبیا یی وویل : 


 علاءالملکه !  زه دا خبره  هم  منم  چې ما د جمنا  په غاړه  د دوکې  څخه کار اخستې و  ، دکیتهل  ځان او ابرو  مانه ، بلکه  کمال الدین  خوندی  ساتلې وه ، نو دکیتهل محبت او د کیتهل غوښتنه  ، زما نه ، بلکه  دکمال الدین حق دې  . زه  د خپلو ټولو  غلطیو  بښنه غواړم ،نو علاء الملکه  مونږ  دواړه اوس  و بښه  اودتللو اجازه راکړه .


په دې وخت کې  علاءالملک د کمال  الدین په لور  په ځواب  غوښتونکې  نظر وکتل  ، نوکمال الدین  ورته وویل : علاءالملک !  زما  مشره !  دوې دواړه ا وس  و بښه ، ددوې  دواړو  له پاره اوس  همدومره  سزا  کافی ده . که  چیرې دوې دواړه انسانان وی  نو همدومره  سزا  یی کافي ده  اوبیا  به دداسې حرکت  ارتکاب  نه کوی.


د علاءالملک  په مخ  باندې مسکاراغله ،اوبیا یی وویل :


ځئ !  ګلبهشت  او شاهین  دواړه  له دې ځایه  ورځئ ، ما تاسې دواړه دکمال الدین د وینا په اساس  بښلی  یاست . نو که  چیرې کمال الدین   ما ته نه و ویلې  نو یاد ساتۍ  چې  ما  به تاسو دواړه  نیولی واست  او نیغ  به مې د سلطان مخې ته  بوتلې واست . او سلطان  له ماسره  تیره  ورځ  په یوه ناسته کې ژمنه کړې وه  چې که چیرې   بیا تاسو  د کمال الدین سره کوم  تیرې وکړ نو هغه به ستاسې د دواړو  څټونه له تنې  بیل کړي . په خداې  سوګند  چې  که چیرې  ما تاسو همدا  اوس  نیولې وای اودسلطان مخې ته مې بوتلې  واې  نوهغه  به ستاسې ددواړو  دڅټونو د پرې کولو  حکم کړې واې ، خو څرنګه  چې کمال الدین  نه غوښتل داسې  غمیزه را مخته  شي  نو په دې خاطر مو معاف کړئ  خو که  چیرې په راتلونکې کې  تاسې  مور او زوې  بیاکومه داسې  غلطی  وکړه  نوبیا خو په یاد  ساتئ  چې یو به هم ژوندې  پاته نه شئ.


د علاءالملک  ددې خبرو سره سم  شاهین او  ګلبهشت  دواړه  زوې او مور  را پورته شول  او په یوه تیزه منډه د میلمستون  څخه ووتل .


دهغوې دواړو د تللو وروسته  علاءالملک  هملته کیناست  ، پاته   خلک هم  په خپلو خپلو ځایو باندې کیناستل ، بیا علاء الملک  دشهزادګۍ کیتهل  په لور وکتل  او ورته یی په وینا  پیل  وکړ .


زما خوږې  لورې  کیتهل ! زه  چې  کله   په دې  خبر  شوم  چې   ستا او د کمال الدین تر منځ  کومې  ګیلې  کیسې وې  هغه   لرې  شوې دي ، ډیر زیات خوشحاله  شوم . او اوس  چې تاسو دواړو  یو دبل سره د یوځاې کیدو   تړون کړې  دی  نو ددې خبرې  ډاګیزیده  ماته  د نورې  زیاتې  خوښۍ  سبب ګرزیدلې  دې . کیتهل  لورې !  ته پوهیږې  چې ماته  کمال الدین د خپل زوې په څیر دې . دهغه خوښي زما خوښي  او دهغه  خفګان  زما  خفګان  دې.، زه تاسو  دواړو  ته په دې  را نزدیکیدو  باندې  مبارکي وایم .   زه به  په دې  وخت کې  د یوې  بلې خبرې  څرګندونه هم وکړم  چې سبا  به لښکر ددې ځایه  کوچ کوي .  لښکر  به  په دوو  برخو  ویشل کیږی .  سلطان  به د لښکر یوه برخه  کمال الدین  ته ورکوي  او کمال الدین به د  بنګال  په لور  و  استول شي . تر څو هلته د تلنګانه  د مشهورې  سیمې  وارنګل   کلا  فتحه کړي ، دهغې  وروسته به د  چتوړ  په لور  ځی ، پخپله  سلطان  به د  لښکر د بلې برخې  سره  دکمال  الدین  د تللو نه  څو  ورځی وروسته  د  چتوړ  په لور  روانیږی ،  زه به هم د سلطان  سره یو ځاې  اوسم . دا ځل  سلطان  خپل  زوې  خضر خان ته هم په لښکر کې  مهمه  دنده  سپارلې ده . کمال الدین به  د وارنګل  د کلا  د سوبې  نه وروسته  چتوړ ته  ځي  او بیا به  متحده لښکر  په یوه ځل  په  چتوړ  باندې یرغل کوي .  په   تلنګانه کې  د وارنګل د کلا اوسیمې  خلکو  بغاوتونه  پیل  کړې دي  او هغوې  دا  دعوه  هم کړیده  چې  نه خو د علاؤالدین  لښکر  هغوې  ځپلې شي  او نه  دهغوې  دا کلا  فتحه کولې شی . بس  سلطان  دهغوې  ددغه  غرور  د ماتولو  له  پاره هوډ کړې دې. او د همدې  هوډ  د  تر سره کولو  له پاره کمال الدین هملته  استول کیږي ، کمال الدینه  زویه !  ته خپل  ځان دکوچ  له پاره  چمتو کړه .  دا پیغام  یواځې  زما له اړخه  نه  دې  بلکه  سلطان  زه  په دې  مؤظف کړې یم  چې تاسې ته دا پیغام  در ورسوم . کیداې  شي  سبا سهار  وختي  سلطان   تاسې  هلته  دربار ته  ور  وغواړي ، او ستاسې  د کوچ  تیارې  وکړی  . ددې خبرو سره سم  علاءالملک  دخپله ځایه پورته شو،  زه اوس  ځم  تاسې  ټول  ارام  وکړئ،  کمال الدین سمدستی  را پورته شو  او د علاء الملک  مخه  یی  و نیوله  او ورته یی وویل :


  زما  مشره   ، علاءالملکه !   داسې نه ده ،  زه  به هیڅکله تا همداسې  تللو ته پرې نږدم . اوس خو زمونږ د خوراک  څښاک  وخت  دې ،  کیتهل ،کنپل اوکولاب  په ډیر  زحمت سره  غذا  تیاره کړې ده ، راځئ  چې ټول  سره یو ځاې   ډوډۍ  و خورو ، دهغې وروسته  ته ولاړ شه ، علاء الملک  ورسره  اتفاق  وکړ  اوبیا ټول سره کیناستل  او  ماښامې یی  وخوړ .


پرلپسې لري….