کور / هراړخیز / شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکې 3

شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکې 3

دریمه برخه :



شیرخان د ګنګا او کرم ناسته ددریابونو د یوځاې کیدو  د ځاې سره نژدې  دخپل  لښکر  سره یو ځاې پړاو کړې و . دهغه مخبرانو هغه لا د پخوا څخه خبر کړې و  چې دهغه  څو  عسکرو هغه ځوان ،  چې د شیرشاه د لښکر  څو کسان  یی وژلې  ،نیولې او له ځانه سره  یی  را روان کړې.  په دې اساس  کله  چې صاحب خان   د شیرخان   تر مخه   د  دریدو  له پاره راو ستل شو نو هغه  وخت  شیرخان  په یو  لوړ  ځاې  کې  د غونډۍ  په سر  ناست و . د هغه  ښي    لورې ته دهغه  زامن  قطب خان ،  عادل  خان ،  او جلال  خان  ناست و .  په داسې حال کې  چې  چپ  لورې ته یی   د عسکری  سالارانو  څخه  هر یو اسماعیل سوري ، حبیب خان ککړ ، غازخان سور  ، سلطان  سرادنی   ، هیبت خان نیازي ،  حاجي خان برنی او  برهمی جیت   ټول  یو له بله سره  اوږه  په اوږه  ناست و . کله یی چې  صاحب  خان د شیرخان  مخې ته راوست ، نو شیرخان  ورته  په ډیر غور اودقت  سره وکتل ، بیا یی ښی  لورې کې ناست  خپلو  درې  واړه  زامنو ته  مخ کړ او ورته یی وویل :
زما زامنو ! دا ځوان  چې اوس  ستاسې تر مخ  ولاړ  دې  که  څه  هم په ښکاره  توګه  ډیر   عاجز  او  مسکین  تر سترګو کیږي.  خو زه یی په تندې باندې  د  ځلیدونکو ستورو  په څیر رڼا ، او  د استقلال ، میړانې  او بهادرۍ  لیکي وینم . دهغه د سترګو  او دهغه  د مخ او څیرې  څخه ډاګیزه کیږی   چې هغه به یوه  ورځ   په دې تیارو  شپو کې  د خپل مقدر  له پاره لمر ثابتیږي . که چیرې  دې  د کوم  لښکر  سالار  و ټاکل شي  نو د هوا په څپو کې  به  د اذان  د خپریدونکي نور د  څپو  په  څیر و غځیږی . که  څه هم دا وخت  هغه  د نیول شوې   مرغۍ  په څیر  خاموشه ،  دروند او غلې  تر سترګو کیږي   خو  په خپل وخت سره به هغه د ښوویدونکو  ، شورکونکو  اوازونو په څیر  په اوښتو  را   اوښتو سره  د اور د  سکروټي  په  شان  راڅرګند  شي .
شیرخان  تر دې ځایه خبرې وکړی  اوبیا  خاموشه  شو  اودصاحب  خان  څخه یی وپوښتل چې :
تا ولې  زما دلښکر  خلک  وژلي دی ؟  صاحب  خان  ورته  په ځواب کې وویل  :
ګوره  فریدخانه  ! خلک تاته  شیرخان  وایی  او زه  تاته  د شیرشاه  په نوم  مخاطب  یم .   ما په ځنګل کې د ګیدړو  ښکار کاوه ، په د ې وخت  ما او زما  پلار  چې له ماسره یو ځاې و ، وکتل  چې څو کسه  وسله وال  ځوانان  د یوې  معصومې  نجلۍ  عزت  او عصمت  تر پښو لاندې کوی ، ما هغه نجلۍ  و پیژندله ، ځکه هغه زما پیژندګلو  وه ، هغه د رهتاس د راجه  هرکشن   لور  شهزادګۍ  ګنګا  وه .  شیرشاه !  نجونې   نایابه  او ډیر ارزښتناکه  ګوهر دې   ، په دې اساس  زه سمدستي دخپل  پلار  سره یو ځاې  د رهتاس  درا جه  هرکشن  د شهزادګۍ  ګنګا د خوندي ساتلو په خاطر   مخته  ورغلم . هغه  وسله والو  ځوانانو  چې هغه یی پورته کړې وه او غوښتل  یی  و یی  تښتوی  ، پرما او زما په پلار   را کیښودل ، بدقستمۍ  سره  چې په دې  مقابله کې زما پلار له منځه ولاړ . خو ما هم  هغوې  ټول  له منځه یوړل . ما  د شهزادګۍ ګنګا عصمت او عزت  خوندې  وساته  او هغه  مې دهغه د  پلار د پړاو په لور  سلامته  واستوله .  دهغې  پلار  هملته  د ښکار د  ځاې  سره نژدې  پړاو کړې  دې  .  په همدې وخت کې  ستا وسله والو  ځوانانو  زه محاصره کړم  او ستا تر مخه  یی  راوستلم ، بس  زما جرم او ګناه  همدومره  وه .  که چیرې دکومې  معصومې  نجلۍ  عزت  اوعصمت  خوندی  ساتل  ګناه  وی  نوزه  بیا مجرم  یم  او د هرې سزا  له پاره  چې تاسې  یی  راکوئ  تیار یم .
دصاحب خان د ټولو  خبرو  د اوریدلو وروسته  شیرخان  غوښتل کومه پریکړه  وکړي   چې  دوه  اس  سپاره  په ډیره  ګړندۍ توګه   هلته را  ورسیدل ، هغوې دخپلو آسونو څخه را  کښته شول  اوپه ډیره بیړه  باندې  را نژدې  شول  او د شیرشاه  څخه  یی د څه ویلو  له پاره اجازه  وغوښتله .  شیرخان  ورته  د   نژدې  راتلو حکم وکړ ، بیا  دهغوې  دواړو  څخه  یو کس  چې  عمر  یی نسبتا  زیات  و  دشیرخان سره نژدې کیناست  او په ډیر  راز  سره  یی  ورته په غوږ  کې وویل  :
ګوره   شیرخان !  زه د کوچي  قبیلی   سردار  یم  . زما نوم  فدایی خان  دې ، دغه خ،ان  چې ستا تر مخه ولاړ دې   دهغه نوم  صاحب  خان دې  ، دا زما غلام  دې . شیرخانه  !  ایا  ستا په ذهن کې د ملک  سکا  په نوم    د یوه  کس  نوم   راځی ؟ دهغه  په  دې خبره  شیرخان   ټکان  شانته وخوړ  او ویی ویل :
هو !  زه خو ملک  سکا  ډیر ښه پیژنم ،  هغه  زمونږ کورنې  غلام و  ، بیا زما  دپلار  د سختیو په  اساس  هغه مونږ پریښودو  او ولاړ . دهغه  په دې خبره فداې  خان  سمدستی  وویل   :  واوره شیرخانه !  هغه  ملک سکا   چې ستاسې  کورنی  غلام و  اوبیا ستاسې  څخه  و تښتید  نو ماته  راغې  او دخپلو دواړو  زامنو مقرب خان  او  صاحب خان  سره  یو ځاې  زما  غلام شو . دا درې واړه  پلار او زامن  د ګیدړو  په ښکار کې ډیر  زیات  ماهر  دي ، د هغه وخته  چې دوې  دلته راغلی  نو زما  په   لاسته راوړنه  کې ډیر زیات  زیادښت  راغلی دې ، شیر شاه  !  دغه  ځوان  صاحب  خان  چې همدا  اوس  ستا تر مخه ولاړ دې  دهمغه  ملک سکا  زوې دې ، اودغه  ځوان  چې  له ماسره  یو ځاې  دلته ستا  دربار ته راغلې د هغه ورور مقرب  خان  نومیږی   چې د صاحب  خان  مشر ورور  دې .
د فداې خان ددې  څرګندونو  په  اساس  شیرخان د خپله ځایه را پورته شو او د مقرب  خان  سره یی  ډیر ښه  روغبړ وکړ  او بیا فداې  خان  ورته  وویل  :  شیرخانه  !  زه  به  تاته  دا هم ډاګیزه کړم   چې  ستا کوم  وسله  وال  ځوانان  چې  د صاحب  خان په لاسو  وژل  شوی  دي  ، هغوې  هغه خلک  و  چې غوښتل یی د رهتاس د راجه  هرکشن   لور  شهزادګۍ  ګنګا   له ځانه سره پورته کړی  او بې عصمته او بې ابرو یی کړي ، په دې اساس  صاحب خان  د شهزادګۍ  ابرو او عزت  خوندی  ساتلې  ، او ددې تر څنګ  دا  باید هم درته  ډاګیزه کړم  چې  صاحب خان  د راجه  هرکشن   د لور  شهزادګۍ  ګنګا  سره  ډیره  مینه  لری   اوغواړی  هغه د خپل  ژوند ملګرې   و ګرځوي خو بدبختي داده  چې  شهزادګۍ ګنګا  ترې  نفرت  اوکرکه کوي . او صاحب  خان  نه خوښوی   ، کیدې  شې  چې ددې  علت  د صاحب  خان مسلماني  وی  یا دا  چې  صاحب  خان  یو غلام دې  اوهغه  نه غواړې  د یوه  غلام سره  یو ځاې  شپې  سبا کړي .
تر دې ځایه د خبرو وروسته  فدایی خان  خاموشه  شو ،نو شیرشاه  هغه  او  مقرب  خان  نور هم د خپله ځانه سره  را نژدې کړل  . کله  چې  هغوې د شیرخان  سره  نژدې کیناستل  نو بیا شیرخان په خپل  مخکې ولاړ صاحب خان  ته وویل  :
صاحب خانه  ! دا  چې تا د  رهتاس  د راجه  هرکشن د  لور  شهزادګۍ  ګنګا د عصمت او عزت د خوندې  ساتلو په خاطر  زما  عسکر  وژلی دی  ، په دې اړه به  له تاڅخه  پوښتنه   ګرویزنه و نه شي .  په  اقدس  ذات  قسم خورم  چې  که  چیرې  د یوې  نجلۍ د عزت او عصمت  د ساتلو په  خاطر تا ددې څخه  لس  وارې  زیات کسان  هم وژلې  واې  نوبیا  به هم  ما ستا په ذات  باندې  فخر  اوویاړ  کاوه .  واوره  !  هغه  کسان  چې تا ددې  مقدس  کار  له پاره وژلې  دی  ، نو که هغوې  ستا دلاسو  څخه خوندی  هم پاته شوې  واې نوما به یی دلته سر  له تنو  جدا کړې و . زه  ډیر  افسوس کوم  چې دهغو ځوانانو په لاسو  ستا  پلار  ملک سکا  هم وژل شوې دې . ملک  سکا  زما دکورنۍ   میراثي  غلام و . زه دهغه  په مړینه  ډیر زیات  غمژن  شوې  یم .  اوس  زه نه غواړم   چې  ته  پس  له دې   در  په در  ژوند  تیر کړې . خو اوس  را ته همدومره ووایه  چې ته یواځې  ګیدړې  ښکاروې   او که  په تورې وهلو  او د تیغ وهلو  په  فن کې  هم مهارت  لرې ؟ 
دشیرخان ددې پوښتنې   په ځواب کې  صاحب خان تر  ډیره وخته  پورې په  فکر  کې ډوب و ، بیا یی خپله سینه پرانسته  او د  عزم  او استقلال  د جذبې نه په  ډک  اوزا  سره یی  وویل : ګوره  شیرشاه !  که ته غواړې  ما په خپل لښکر  کې  شامل کړې  نوزه   تا ته ډاډ  درکوم  چې  لکه  څنګه  مې  چې په پخوا وختو کې په ځنګلونو کې  ګیدړې  ښکار کولې  نو له دې وروسته به ستا دښمنان  هم  ښکار کوم .  شیرشاه  !  زه نه پوهیږم  چې  ستا ښی او چپ  لورې  ته څوک   ناست  دي  نوکه   چیرې  ته یی  را وپیژنی  نوزه  دهغوې تر مخه  یوڅه ویل  غواړم . دهغه په  دې خبره     د شیرشاه    په  مخ او څیره کې  د  خوشحالۍ  نښې  نښانې  را  وځلیدې اوبیا  یی وویل :
ګوره  صاحب خانه !  زما ښي  لورې  ته زما زامن  ناست  دي  اوزما  چپ  لورې  ته زما عسکري   جنرالان  ناست  دي . دهغه په دې خبره  صاحب خان خپله سینه نوره  هم پرانسته  او  خپله  غړۍ  یی پورته کړه  او په ډیر  جرئت  سره یی  وویل :
شیرشاه  !  ستا  نه پرته  ستا  زامنو او ستا  سالارانو ټولو ته  بلنه ورکوم   چې دهغوې  له ډلې  څخه  چې  هر څوک    غواړې  له ما سره  دحرب  اوضرب  په    فن کې  مقابله وکړي ،نوکه چیرې ما دهغوې د هر یوه  څخه ماتې وخوړه ، او ناکام  شوم  نو بیا  به  ټول  ژوند ستا په غلامۍ کې تیروم   او که  چیرې  زه  دهغوې په مقابل کې  بریمند  شوم  نوبیا  کوم مقام  چې ستا خوښه  وی ماته یی راکړه . 
دصاحب خان  ددې  خبرو  په اوریدو سره شیرخان  تر یوه وخته پورې هغه  ته په   توصیفې  سترګو  سره وکتل او بیا یی  په  استفهامیه  بڼه  خپلو  زامنو ته وکتل  او ورته  یی وویل :  ګورئ  : ما  چې د صاحب خان په اړه کومه  اندازه  لګولې وه  هغه بلکل  سهی  را ووتله ، زه پوهیږم  چې ستاسو  څخه یو هم دهغه سره د  تیغ وهلو مقابله  نه شئ کولې .  خو تر هغو  چې زما د سالارانو  پورې  اړونده  ده  نو په  دې وخت کې  هیبت خان  نیازې  تر ټولو  ستر  تیغ وهونکې  او ځواکمن  انګیرل کیږي ، ددې ترڅنګ  برهم جیت هم  ددې  دعوا  لری  او وایی  چې په دې  فن کې  هغه  ته  ،دهغه   کوم  دویمګړې  نه  تر سترګو کیږی. زه  فکر کوم  چې  ددوې  دواړو  څخه به  یویی  د صاحب خان په مقابله کې   ازمیښت کوم  ،  د شیرشاه ددې وړاندیز  په اړه دهغه  زوې  عادل  خان په خندا کې وویل  چې  :
درونده  پلاره ! ما ته خو دا صاحب خان د خپل  ورور  په څیر  ښکاری .  په دې اساس  زه نه غواړم  چې دهغه  سره  مقابله وکړم . اوزما نور  ورونه  به هم دا کار  و نه کړي ، خو دا  چې ته غواړې  هغه د برهم جیت اویا  هیبت خان  نیازی  سره مقابله  وکړي ، نو دا  راته  ډیره  سهی  ښکاري ،  هسې خو هیبت خان د عمر  له اړخه د صاحب خان  څخه  ډیر  مشر دې  ، لږ  تر لږه   دوه  هومره  توپیر  به یی موجود وي  ، او  برهم  جیت   هم همداسې درو اخله .  په هرصورت  و به ګورو  چې  صاحب خان ددې دواړو  په مقابله کې  څه ډول  را څرګندیږی ، خو پلار جانه  زه  تاته  یوه  مشوره  درکوم . دهغه  په دې خبره شیرشاه  په ډیره مینه دخپل ځوې  عادل  خان  په لور وکتل  او ور  څخه یی وپوښتل  چې  څه ډول  مشوره ؟   عادل  خان ورته وویل :
دورنده پلاره  !  زما په  آند  زمونږ په ټولو سالارانو کې هیبت  خان  د جسمانی     او فزیکې  اړخه  ډیر  توانمند  تر سترګو کیږی  .نو په دې خاطر  دهمدې  هیبت خان  نیازي ځواک  اوفن  د صاحب خان په مقابل کې و ازمایه . تر څنګ  یی  برهم جیت د تورې وهلو  او د تیغ  وهلو په فن کې  دیر  عیار  او چالاکه  ګڼل کیږی  ، نو د تورې وهلو  له پاره د صاحب خان سره  برهم جیت  را مخته کړه . شیرخان  دهغه ددې خبرې  سره توافق وکړ  او  ورته یی وویل  چې همداسې به وکړو .
ددې پریکړې  وروسته شیرخان  خپل سالاران  هر یو  هیبت خان نیازي او برهم جیت  را وبلل . دواړه   دشیرخان   مخې ته را غلل او  و دریدل ، شیرخان اول د هیبت خان نیازي  لورې ته وکتل او ورته یی وویل :
هیبت خانه !  خپله وسله دې  لرې کړه ، اوپه سر اوبازو ګانو دې چې کوم  اوسپنیز خولونه  تړلي هغه هم  را پرانیزه . هیبت  خان  د شیرخان دحکم سره سم   خپل  ټول  جنګې  سامان  له ځانه لرې کړ  او لوڅ  و درید. شیرخان ورته وویل  چې د صاحب خان په لور ورشه   او  دهغه سره د خپل جسمانی  ځواک   مقابله وکړه .  تر څنګ  یی صاحب خان ته مخ  کړ او ورته  یی وویل :
صاحب خانه !   ما  ستا سره د مقابلې  له پاره  خپل دوه کسه سالاران  ټاکلي دي ،  چې د یوه  نوم هیبت خان  دې   اودبل نوم  برهم  جیت .  هیبت  خان  به له تاسره  د جسمانی  ځواک  مقابله کوی  ، په دې  مقابله کې به هیڅ  ډول وسله  نه استعمالیږي  ، او بیا به  د تیغ  وهلو مقابله  وی  ، هغه به زما  سالار  ابراهیم  جیت  له تاسره  کوي  ، ایا تاته   زما دا  خبره  قبوله ده ؟ دهغه په دې خبره  صاحب خان  وویل  چې :  شیرشاه  ! ته حاکم یی   او ستا  هره  پریکړه ماته  دمنلو وړ  ده .  او زه هیله کوم  چې زه  به ستا    د هیلو مطابق  عمل وکړم . ددې خبرې  سره  سم  شیرخان  هیبت  خان نیازی   را  مخته کړ او د مقابلې  د پیلیدو  حکم یی وکړ .
 هیبت خان   د ډیرو  اوچتو  قدمونو  سره  مخته  راغې  . کله چې  صاحب  خان  ته  را نزدې  شو نو ودرید  ، بیا  یی  په یو ډول   سپکوالی  او حقارت  سره  صاحب خان  ته  مخ کړ او ورته یی  وویل :  اې  د لیوانو او ګیدرو  ښکار کونکیه  !  واوره  ! تا څه  فکر کړې  چې ته به دلته  زما د اقا  شیرخان  په وړاندې  زما سره  مقابله  وکړې  .  تا خو په  ځنګلونو کې  دلیوانو او ګیدړو  ښکار کاوه  اوهمغه  درته  ګټندوې  و.  د انسانانو  ښکارکول  ستا په  وس  کې  ندی . ته یوکوچې  بنجاره  یی .  ستا  د تیغ وهلو  او دا  ډول مقابلو سره  څه کار دې .  دهغه  په دې خبرو  باندې  صاحب خان  ځواب   ورکړ او ورته  را غبرګ  شو.
هیبت خانه واوره  ! ته  ماته  یو  ګذار  راکړه  او  بیا  ووینه  چې  پاې  به یی  څه وي ؟  دهغه  په پایلو کې به زه تاته و ښایم   چې د ګیدړو  او لیوانود  ښکار کولو  تر څنګ  زه  خپل مقابل  لورې  هم ښکار کولې  شم .  کله  چې ته  له ماسره په ټکر  کې  شې  نو دهغې  نه څو  لمحې وروسته به دا ناست   پاست خلک ووینی  چې  زه  څنګه   ستا  د  ذهن  کوڅې   د ژړا  او ستا  د زړه  تندې  جزیرې  د  چغو او واویلاو  په  زخمونو  ډکوم.
هیبت خانه واوره   !  ما د یوه   غلام او کوچې  نبجاره  په څیر په  خپل  ژوند کې تر اوسه    تیاره دروازې تر شا  ټکولې   . خو نن  به ستا بدن  ټکوم ،  اوستا  عزت  به  د خاورو  سره خاورې کړ م  ،  اوستا د ساګانو  شاهراه   به  ورانه ویجاړه کړم  ،  مخته راشه او ماته  ګذار  راکړه ، بیا به  زه تا ته خپل  ځان  در  وښایم . بیا به دغه ټول  خلک  ووینی   چې د مقابلې  په دې ډګر  کې  ذلیل  څوک دې او  فاتح څوک .
هیبت خان   واوښت   راواوښت  او بیا  را مخته شو  او خپل  ښې  لاس  یی  پورته  کړ  او غوښتل یی  چې صاحب  خان  ته یو دروند  ګذار  ورکړي ،  خو صاحب خان په خپل ځاې  باندې  ارام  ولاړ  و . څنګه  چې  هیبت خان  خپل  سوک  په هوا کې  پورته کړ  نو صاحب  خان  هم  متحرک  شو  او دهیبت خان  په  سوک   یی  سوک  ورکړ ،کله  چې ددواړو  لاسونه  په  پوره سختۍ   یو دبل  سره  په  هوا  کې ټکر شول  نو   هیبت  خان   د  درد  له   لاسه   تاو  را تاو شو   په داسې حال کې  چې  صاحب خان  ورته  خندل  .
په  ترتیب    دوه  درې  ځلې   هیبت خان  خپل  ښې  لاس  پورته کړ  او  هڅه  یی  وکړه  چې  صاحب  خان   باندې   ګذار  وکړي   خو صاحب خان هر ځل  دهغه   سوک  په خپل  سوک  باندې    تم کاوه .  ددې وروسته  صاحب خان  دفاع  پریښوده  او  دیوې  بې روحه  او بې حرکته ستنې  په  څیر  و درید . دهغه  په دې کار باندې  د هیبت  خان  حوصله    زیاته  شوه   او  یو  په  بل پسې  یی  درې  څلور  درانه ګذارونه  د صاحب خان په اوږو،  غاړه  او  سینې   باندې   وورول . صاحب خان دا ټول ګذارونه  په  ډیر  صبر او زغم سره   واخستل ،خو کله  چې د صاحب خان  له لورې   کوم  عکس العمل  را څرګند نه شو  نو بیا  هیبت خان  په خپل ځاې  لږ  څه  اندیښمن  شاته   شو ، په همدې وخت  کې یی هیبت   خان  ته وویل :
ګوره  هیبت خانه !  داسې  بریښې  چې ستا په ضرب  کې  کوم ځواک  او قوت  نه دې پاته  .  هیبت خانه  !   په دې  کې  شک  نه شته  چې زه  یوکوچې  او بنجاره  یم  خودهغه وخته  چې  هوش   را پیدا  شوې  د ځنګلې  ځناورو  ښکار  کوم ، خو هیبت  خانه  ما  ستا  نوم  مخته  کیښود  اودا اندازه  مې  وکړه   چې ته  به د ځنګلې  ځناورو  په څیر پر ما  حمله وکړې  او  ماته  به ستا تر مخه   دفاع کول  ستونزمنه  شي  ،   خو ته زما تر مخه   د میږې اوپسه  په څیر  ثابت  شوې   ، تا ماته  څلور  پنځه  درانه ګذارونه  راکړل  خو تا وکتل  چې  ما  دهیڅ ډول  تکلیف او اذیت  څرګندونه  هم و  نه کړه .  ددې نه دا ثابتیږی  چې  چې ستا په سوک  کې ، ستا په ګذار  کې  هیڅ  ډول  روح  نه شته .  زه به تاته  دضرب   ورکولو  یوه نمونه  وښایم ،  ددې خبرې  سره سم  صاحب خان   هیبت  خان   دغاړې  لاندې  په یوه  قوی  سوک    وواهه ، د هیبت خان  پښې  په زمکه  ولړزیدې  او پړمخ  په زمکه   پریوت  .
داسې بریښیده  چې په صاحب خان  باندې لیونتوب  راغلی  وی ، هغه په ډیره  بیړه  ورمخته شو  او  هیبت خان  یی  درې  څلور  لغتې     نور هم وواهه  ،  هیبت خان د  لکه  د  دروند  بار  لاندې  اوښ  په څیر   د درد  او  تکلیف  څخه بړ بړې  وهلی. بیا صاحب خان  هغه د ویښتانو  څخه و نیو ، را پورته یی کړ  او  څو  څپیړې  یی   په مخ  او خوله  باندې  وواهه ،   هیبت خان  یو ځل  بیا  د درد او تکلیف  په اساس  په زمکه  باندې  پړمخه  را پریوت .
صاحب  خان  یو ځل  بیا  په  توپانې توګه  ورمخته شو    ، بیا  یی د ویښتانو  څخه و نیو  او په یوه  ټکان  سره  یی هیبت  خان د زمکې  څخه را پورته کړ ، یولاس  یی د هغه په  څټ  کې  او بل  یی د هغه په پښو  کې  ورکړ  اوبیا یی په دواړو  لاسو  پورته کړ او  په   هوا کې  یی  را زوړند  کړ  ، تر ډیره  پورې  یی په فضا کې  دګول  دایرې  په شکل  کې   و څرخاوه  او بیا یی هغه  د ډیرې  بې  وسۍ  په حال کې د شیرخان په پښو کې  ور  و غورځاوه .
ددې کار په کولو سره   صاحب خان  شیر خان  ته  مخ کړ او ورته  یی وویل :   زه د ځنګلې  ځناورو   ښکارکونکی  غلام  یم  خو دهیبت خان په څیر  امیر  انسان    زما   یوګذار هم   و نه  شو زغملاې . کله چې دا هیبت خان   میدان  ته دمقابلې له پاره راغې  نو زه دهغه  دنوم   څخه  وویریدم  او فکر مې کاوه  چې دهغه تر مخه  به ماته خپله  دفاع کول  هم  ستونزمنه  شي .  مګر دا خو بلکل  د خاورو او موم   په څیر  ثابت شو ، ما هغه  ته  څو ګذارونه  ورکړل  خودې  ظالم خپله دفاع  هم  ونه  شوه کړاې ،  څرګنده  نه ده  چې دا څه ډول  هیبت  خان دې  چې دهغه په ضرب  کې  نه  جوش  شته  ، نه ولوله  او نه  ځواک  اونه   قوت .
دصاحب خان ددې خبرو په اوریدو سره  شیرشاه په خپل  ځاې  باندې  ناست  و او تر ډیره  پورې   په خندا  شین  و ،تر څنګ  یی په ډیره  مشفقانه  توګه   د  صاحب خان  په لور وکتل  اوبیا یی ورته وویل :
صاحب خانه  !  زما دا سالار  د  ډیر زیات  ځواک  او قوت  خاوند دې  ، خو ما وکتل  چې دا  ستا تر مخه  د وزې  په  څیر  کمزورې  شو. ددې  څخه  زه   په دې ورسیدم   چې صاحب  خانه  ته د هیب خان  نه هم پورته   هیبت خان  یی. تا هیبت خان   مغلوب  کړ  اودا  دې    وښوله    چې ته  ډیر  ستر  اوعظیم  یی . ّپه  لاشریک  خداې مې  سوګند  چې تا د هیبت  خان  په وهلو  سره  دا ثابته کړه  چې ته د لښکرو  د سالارۍ  وړتیا  لرې .
په ځواب کې ورته  صاحب  خان وویل  :  شیرشاه  !  زه ستا ددې خبرو  شکریه ادا کوم  ، تر اوسه  خو مقابله  نیمایی  شوې ده  ،  د هیبت خان  سره خو زما  مقابله  یواځې   جسمی  مقابله  وه  او هیڅ  ډول  وسله  په کې نه  استعمالیده ، اوس  به  زه  ستا ددویم    جرنیل  برهم  جیت    انتظار کوم ،  چې هغه  میدان  ته  را ښکته شي ، زه به دهغه سره  وسله واله مقابله کوم   او هغه  به  د تیغ وهلو  مقابله وي . د  صاحب  خان په دې خبرو  باندې  شیرشاه  خپل  سالار برهم  جیت  را وباله  ،   برهم  جیت  سمدستي را پورته شو اود شیرخان مخې ته  را غې  او   ودرید.   په همدې وخت  کې شیرشاه  د لاس په اشارې  سره صاحب  خان  هم  را وباله  اوبیا یی ورته وویل :
صاحب خانه !  هیبت خان ته د ماتې د ورکولو  وروسته  زه دې پایلو ته رسیدلې یم  چې   تا دخپل لښکر  اعلې  سالار  و ټاکم ،  ګوره  !  اوس    په سر باندې   خول ، په  جسم  باندې  ډال  او په  اوږو  باندې  د اوسپنې  خولونه  را واچوه  ، ځکه دا  هغه  جنګې  سامانونه  دي  چې برهم جیت  هم  په ځان  اچولی  دي . تر څو ته  د هغه  سره د تیغ  وهلو مقابله وکړاې  شې . ما دا ټول  هر څه  ستا له پاره را غوښتې  دی. 
دهغه په دې خبره  صاحب خان سمدستی  وویل :
درونده  شیرشاه ! ماته د داډول  جنګې  سامانونو درا غوښتلو    هیڅ  اړتیا  نه وه ، زه به ددې برهم جیت  سره په همدې  حالت کې، لکه  څنګه  چې یم ،   د تیغ  وهلو  مقابله کوم . زما توره او زما ډال  همدا ا وس د میدان  په منځ کې  پراته دې ، اجازه  راکړئ  چې هغه  دهغه  ځآیه  را  واخلم او د  برهم  جیت مقابلې  ته راشم .د صاحب  خان ددې  ځواب  په  اړه   شیرخان  لږ  څه  فکر وکړ  اوبیا یی  خپل  سالار برهم  جیت   ته وویل :
برهم جیته ! ته هم خپل ټول  جنګې  لباس  له ځانه   ښکته  کړه . او د صاحب خان په څیر  یواځې   خپله توره  او ډال  له ځانه  سره و ساته . دهغه په دې خبره  برهم  جیت   سمدستې  متحرک  شو  او په خپل ځان  اچولی  ټول  شیان  یی  له ځانه  لرې  او هیسته  وا  چول .  هغه دخپلو لاسو  څخه اوسپنیزې  لاس  پټونی  او د اوږو  څخه اوسپنیز خولونه  هم لرې کړل . بیا شیرخان  دواړو  ته  د میدان  منځته د ورتللو   او هلته  د تیغ وهلو دمقابلې  د پیلولو   حکم وکړ .  
میدان ته   د ورکیوتلو سره سم  دواړو  صاحب خان او  برهم  جیت په یوه ټکان  سره خپلې تورې د تیکو  را وویستلې ، او خپل ډالونه یی  سنبال کړل ،  بیا برهم  جیت  خپله توره  په  هواکې   خوځوله او  د  صاحب خان  څنګ ته راغې   او ورته یی وویل :
ګوره  صاحب خانه !  ته تر اوسه  پورې  ځوان  یی او  درته د تجربی ، زغم  او  تحمل  اړتیا  ده ، زه  دا خبره منم  چې  تا به جسمانی  ځواک  کې هیبت  خان  ته په ډیره اسانۍ  سره ماته  ورکړه  خو تیغ وهل  یواځې د ځواک  او قوت  لوبه  نه ده  ،   هغه ته  د یرې  تجربې  ، فن  او پوهې  اړتیا ده ، ماته  ته   تر اوسه پورې  په دې کار کې خام   معلومیږی  ،  ځکه  چې تا  تر اوسه  پورې  یواځې د ګیدړو او لیوانو ښکار  کړې دې   ، د انسانانو سره د ې مقابله   نه ده کړې ،  او فکر کوم  چې ستا په دې   لنډ  زوند کې  ددې تجربې  وخت  درته  نه دې تر  لاسه شوې .  دهغه  په دې خبرو باندې  صاحب خان ورته وویل:
ګوره  برهم  جیته ! دا سهی ده چې ما به  د یوې  کوچی  قبیلې د غلام په  څیر  په ځنګلونو کې یواځې د ګیدړو اولیوانو  ښکار کړې وي ، خو ګوره  برهم جیته ! ستا په  پرتله  هیبت خان  د یوه   لیوه  په څیر و ، خو کله  چې ما هغه  لیوه  مات  او مغلوب  کړ  نو ستا  حیثیت  د هغې په  مقابل کې د ګیدړې په څیر دې ،ستا ماتول  ماته  ډی اسانه دی . په کومه غلطه  انګیرنه  کې ځان  مه ور غورځوه ، چې ته ډیر  پوه   تیغ  وهونکې  یی . او که  نه پښیمانه  به  شې . برهم  جیت  دهغه  په  دې خبرو  باندې  بیزارې  و ښووله   او  ورته  یی وویلې :
ګوره  صاحب خانه  !  ته ولې دخپل ژوند  غوښتنې او ارمانونه    کونډوې،  ولې  خپل ځان  د روح او بدن  په اختلاف  کې  ور   اچوې ،  کله چې زه  درباندې  حمله وکړم  نو ته  به  خپل  ځان  د سوزیدلې  شپې  دخوبونو په څیر  درویزه   محسوس کړې .  ته  تر اوسه پورې   ځوان  یی  او  تر اوسه  د وخت  د ګوډو لمحو کې  په  امصاګانو باندې روان یی .  نو په  دې اساس  دا مقابله په ډیر احتیاط  سره وکړه  ځکه د تیغ وهلو فن  دهر  چا په وس کې نه وی  او نه  پرې  هرې  سړې  پوهیدې شي . دهغه  په دې خبره  صاحب  خان  سمدستې  وویل :
ګوره  برهم جیته ! دا به وخت ووایی  چې  څوک د تجربو په امصا ګانو  باندې  مخته  ځی . هسې خو زه تاته  ډاډ درکوم  چې  کله  چې زما او ستا تر منځ  ټکر  وشی  نو زه  به ستا  د تجربو  په ټولو  لمحو کې  زهر  ور ګډ کړم  . تا چې د موسمونو په  یخوالي  کې  دپخوالی  کوم  زوړ  څادر  له ځانه  را تاو  کړې دې  زه به  هغه  څادر  له تانه  را  پریباسم . ګوره  برهم جیته  !  هغه څه  چې  زه یی درته وایم ، هغه  درته  په  عملی توګه  ښایم ، که څه  هم  هغه  زما له پاره  زما  د وجود ، زما د روح  او زما د ژوند  په قیمت  تمام شي. اوس  نو ځنډ مه کوه   ، پر ما  حمله وکړه    تر څو دا مقابله  پیل شي  ،  دهغه  به دې خبره  برهم جیت  سمدستې  را مخته شو  او  په صاحب  خان  باندې یی دخپلې تورې  ګذار وکړ .
صاحب خان د برهم  جیت  د تورې  دا ګذار په  ډیره اسانۍ  سره په خپل  ډال سر ه  تم کړ، تر لږه  وخته  پورې  دواړو  په  سوکه  توګه  یو  په بل  باندې  یرغلونه او ګذارونه کول ، بیا صاحب خان د سوکه والی  دا لوبه  ختمه کړه  او د برق  په  څیر  او په ډیره ګړندۍ توګه  یی  په  خپل مخکې  جنګیدونکې  برهم  جیت  باندې  حمله وکړه .  برهم  جیت  تر یوه وخته   پورې   په   پوره  میړانې  سره مقابله  وکړه  خوبیا هغه د صاحب  خان د تیزو او ګړندیو  حملو  تر فشار  لاندې  راغې  او ځان  یی بې وسه   محسوساوه ، برهم جیت  اوس د صاحب خان د تیرو  حملې  لاندې  د زغم  د  نه راوړلو  په اساس   شاته  تګ  پیل کړې و .
معامله اومقابله  خپل  انجام ته رسیدونکې  معلومیده ، برهم جیت  چې خپل  ځان  یی  بې مثاله تیغ وهونکې  ګاڼه  ، اوس  یی ډیره ستومانتیا  احساسوله  ، دهغه  د ظاهرې  حالت  څخه  هم دا  را څرګندیده  چې  دهغه  کیفیت  اوس  داور سره  د ایښول  شوو  اوبو د پوکڼیو  په څیر  ګر زیدلې  دې . تر ډیره  وخته  پورې  صاحب  خان  برهم  جیت  په میدان  کې  په  شا  تګ  کې  ځغلاو، ان  تر دې  چې هغه دا اندازه  وکړه  چې  اوس  نو برهم  جیت  د سر نه تر پښو  پورې   په خولو   کې  ډوب  شوې دې . برهم جیت   څو ځله  هڅه وکړه  چې  خپل ځان د دفاع  څخه وکاږی او  په  جارحیت  لاس  پور ې کړې  اولکه  څنګه  چې صاحب خان  هغه  دمیدان  څخه په شاته ځغلولو   کې  مجبور کړې و   په همدې توګه  هغه هم  د صاحب خان  سره و کړي   خو دصاحب خان په حملو کې دومره تیزوالې  ، دومره  ځواکمني  او دومره  پوخوالې و  چې دبرهم جیت  هره  هڅه  یی د ناکامۍ سره مخ کوله ،
د لږڅه  مقابلې وروسته  صاحب  خان  په زوره د  الله اکبر  د تکبیر  غږ  پورته  کړ  او برهم جیت  ته یی وویل :  برهم جیته  !  ځان کلک  کړه   زه به اوس  تاته خپل  رنګ  در وښایم  ددې خبرې  سره  سم صاحب خان  خپله  ښئ  پښه  د زمکې  څخه  پورته کړ ه  او  په  چپه  پښه باندې  را وڅرخیداویو ځل  بیا یی د تکبیر اواز  پورته کړ  اوخپله توره  یی په برهم  جیت  باندې  را پریښوده  ، برهم  جیت  غوښتل د هغه د تورې  ګذار  په خپله  توره  باندې  تم کړی  خو د هغه  توره  د  یوه ګذار  سره دوه ټوټې  شوه ، یواځې  د تورې  لاستې  د یوې  وړې  ټوټې  سره دهغه په لاس کې پاته شو. په همدې وخت  کې صاحب  خان د  فاتح  په  څیر   وخندل  اوبیا یی  برهم  جیت  ته وویل :
برهم جیته ! زما نوم  صاحب  خان دې ،  که څه هم   زه د کوچې  قبیلی  د سردار  غلام یم   او ما په تیرو  وختو کې د ګیدړو او  لیوانو  ښکار کړې دې  خو باید  تاته  دا هم ډاګیزه کړم   چې  زما توره   نه یواځې  انسانی  جسم  بلکه  اوسپنه هم  دوه  ټوټې کوي ،  برهم جیت  د خپلې ماتې ، د  خپل ذلت اود خپلې تورې د دوه ټوټې کیدو   وروسته  ډیر  زیات   خجله او شرمنده  شانته شوې و . بیا  یی دهغه ماتې شوې  توري   لاستې  هم  وغورځاوه   او ټیټ  سر   خپل  ځاې ته راستون  شو او هملته کیناست .
شیرخان د خپله  ځایه  را پورته  شو ، مخته راغې او صاحب  خان  یی په غیږ کې و نیو ، دهغه تندې  یی ښکل  کړ او بیا یی ورته په ډیر پلرنی  شفقت سره وویل :  صاحب خانه  !  هغه وخت  چې تا  هیبت خان   د خپل  قوت او  ځواک  په  څرګندولو  سره  مات کړ  نو په  هماغه وخت کې ما ته د خپل لښکر  سالار   ټاکلې وې، او اوس   چې تا  برهم  جیت  په ډیره اسانه توګه  د تیغ وهلو په فن  او مقابله کې مات کړ  اودهغه  توره  دې  هم دوه ټوټې کړه  نو اوس  مې  ته د خپل زوې  په څیر   ومنلې ، ته به دلته زما په لښکر کې د اعلی سالار په څیر   دنده  تر سره کوې   او زما  په نزد  به ته زما د زوې  حیثیت  لرې  .  وایه   !  دغه دواړه  انعامات  دې  قبول  دې  او کنه ؟  دهغه په دې خبره  ترې  صاحب  خان په ډیره   عاجزۍ  سره  شکریه وکړه  او ورته یی وویل:
شیرشاه !  زه  پوهیږم  چې  زما په ژوند کې یو ستر بدلون او انقلاب  راغلې دې ، زما په څیر یو غلام دا  فکر او سوچ  هم نه شو کولاې  چې زه  به  په  ځنګل  کې   ګیدړې اولیوان  ښکارکوم اوبیا  به دکوم یو اعلی او بهترین  حکمران د  فوځ  سپه سالار  ګرځم .  تا چې ماته کوم  مقام او  عزت  را کړې  نو دهغې  له پاره زه ستا  ډیر  زیات  شکر کونکې یم . شیرخان  ورته  وویل :  ګوره  صاحب خانه !  زه  له تاسره  یو ځاې ستا ورور مقرب  خان  هم په خپل  فوځ  کې  را شاملوم ، هغه  به  هم د یوه  سالار  په حیث  په فوځ کې  دنده   تر سره کوي ، زه  ډاډمن یم  چې هغه  به هم ستا په څیر په توره وهلو کې  همداسې  تورزن  وي .  صاحب  خانه !  اوس  به د فوځ د سپه سالار  په څیر  ستا خیمه   زما دخیمی تر څنګ  دریږی  او هغه  عزت  ، وقار ، دبدبه  او جلال  چې زما  زامنو ته  په لښکر او  ریاست کې ور  په برخه  دې   هغه  به وروسته  له  دې  تاته  هم  در په  برخه  وي . زه همدا  اوس  تاته  دخپلې  خیمی  تر څنګ  دخیمی د درولو  انتظام کوم  تر څو  ته په هغې کې  قیام اوارام وکړې ، دهغه په دې خبره صاحب  خان وویل :
شیرشاه  !  زما  محترمه  ! ایا ماته   ددې اجازه  شته  چې زه  ولاړشم او د  خپلې کوچی قبیلې  څخه خپل  سامان   له  ځانه  سره  راوړم . شیرخان  ورته وویلې  :  هو ! تا ته  په دې  اړه  اجازه  شته خو ته به ژر  بیرته  را ستنیږي . بیا شیرخان د  کوچي  قبیلی  سردار  فداې خان  ته  وکتل  او  ورڅخه یی وپوښتل :
ګوره  فداې خانه  ! ته  د کوچیانو د قبیلې  سردار  یی  او صاحب خان او مقرب خان  هم  له تاسره په دې  قبیلې کې دغلامانو په څیر  ژوند کوي ، یعنې  دا دواړه  ستا غلامان دي ، اوس  ووایه  چې ته دوې دواړه  د څومره  قیمت  په مقابل کې  ازادوې ، دهغه دخبرې په ځواب  کې فدایی خان  په ډیر ادب او  احترام سره  وویل  :
هغه  کرم او  عنایت  چې تا  په دې دواړو  ورونو باندې کړې دې د هغې  مثال  نه تر سترګو کیږي ، ګوره  شیرخانه !  دوې  دواړه  زما غلامان  وو اوماته دهغوې دپلار  ملک سکا د مړینی په اړه  ډیر درد  را رسیدلې  دې ،  خو د ګیدړو او  لیوانو  په ښکار کولو  کې  دوې  درې واړو  پلار اوزامنو  ماته  دومره  شتمنی  را کړې  ده  چې دوې  لا دپخوا څخه د خپلې ازادۍ   قیمت  ادا کړې دې ، نو په دې خاطر دهغوې   د ازادۍ  له  پاره  زه  هیڅ  هم نه غواړم . زه  دا  دواړه  ورونه  دهمدا اوسه  ازادوم ،تر څو هغوې  ستا  په لښکر کې د سالارانو په څیر  کار وکړي . دهغه په  ځواب  باندې  شیرخان د هغه  ډیره  شکریه وکړه  اوبیا  صاحب خان، فدایی خان او مقرب  خان درې واړه    شاته شول.
د لږ څه واټن  وهلو وروسته  فدایی خان  صاحب خان  ته مخ  کړ او ورته یی وویل :
صاحب خانه  زویه  !   ما ته په دې اړه هیڅ  معلومات نه  و  چې ته د شیرشاه کسانو نیولې  یی او دلته یی د شیرشاه  دربار ته راوړې  یی. ما ته  خو دا خبر د رهتاس  راجه    هرکشن  را لیږلې  و  او تر څنګ  یی دا هم را ته  ویلی  و چې  زه  ستا  ساتنه وکړم  اود شیرخان  څخه  دې  خلاص  کړم . کیدې شی  تا  په ځنګل کې د راجه  کرشن  د لور  شهزادګۍ  ګنګا  عزت  اوعصمت   خوندي  ساتلی وی . خو دلته  په راتلو سره ، زویه  ، یو  ستر انقلاب  راغې . دلته  چې د مقابلې  په وخت کې  تا دخپل  ځواک  ،  قوت  او فن  کومه  مظاهره وکړه ، نو زویه  ،  ته  همغې  د زمکې  څخه اسمان  ته  پورته کړې ، زه تا ته  د شیرخان د فوځ  دسپه سالارۍ  اودهغه د زوې  کیدو  په  اساس  د زړه  له کومې  مبارکې  وایم ، صاحب خانه  !  زما زویه ! هغه وخت  چې د رهتاس  راجه  هرکشن  ماته  پیغام را ولیږه   چې  ستا په تعقیب  پسې  راشم  نو هغه داپیغام  هم را لیږلې  و  چې کله  چې د شیرخان څخه  صاحب  خان  را خلاص  کړل شي  نو ورته  ووایه  چې له ماسره  خامخا  یو ځل وویني ، راجه هرکشن لا  تر اوسه  هملته  پړاو کړې دې ، په دې خاطر ته  د هر څه لمړۍ دراجه  هرکشن د پړاو په لور ولاړ شه ، اوبیا کله  چې دهغه  ځایه  فارغ  شوې  نوبیا د قبیلې په لور  راستون  شه ، تر دې وخته  پورې  به  ما او مقرب  خان ستا  سامان  را ټول کړې وي  ،بیا ته دخپل ورور  سره یو ځاې  بیرته دشیرخان پړاو ته  راستون  شه  .  صاحب خان  دهغه ددې خبرې  سره  اتفاق وکړ  اوبیا درې واړه  په  خپلو  خپلو آسونو باندې  سواره شول  او په  ډیره ګړندۍ  توګه  یی  دخپلو ځایو په لور و ځغلول.
پرلپسې لری …..