کور / سياسي / جنرال حميد ګل خپل حد نه پېژني!

جنرال حميد ګل خپل حد نه پېژني!

د پاكستان د استخباراتو ادارې پخوانى مشر جنرال حميد ګل په دې وروستيو روځو كې، په داسې وخت كې چې د افغانستان دولت د سولې عالي شورا د غړو نوملړ اعلان كړى، ويلي چې افغانستان كې د امريكا او حامد كرزى دوران پاى ته رسېدلى او طالبان بايد دې هېواد ته ستانه شي!
حميد ګل په هغه موده كې چې پاكستان كې د استخباراتو مشر و او له هغه راوروسته، د افغانستان په چارو كې يو فعال لوبغاړى ګڼل كېږي.
جنرال اختر عبدالرحمن چې له ده مخكې د دغې ادارې مشر و او بيا له جنرال ضياالحق سره په يوه هوايي پېښه كې مړ شو، ويلي و چې كابل بايد وسوځي! دا خبره د ډګروال يوسف په هغه كتاب كې په زغرده راغلې ده چې د افغانستان د پېښو په هكله يې ليكلى دى.
دغه جنرالانو كابل په رښتيا هم وسوځاوه او خپله هغه ناولې هيله يې پوره كړه چې د افغانستان په هكله يې په زړه كې پټه ساتلې وه.
 دې جنرالانو كابل د خپلو پوځيانو په لاس ونه سوځاوه، بلكې له بده مرغه دغه پلان يې د داسې افغانانو  په واسطه بشپړ كړ چې دوى د همداسې يوې روځې لپاره روزلي، پاللي او په پيسو، وسلو او وسيلو سمبال كړي وو.
په هر صورت كابل وسوځېد، نژدې ټول افغانستان وران شو او زمونږ هېواد له داسې سترو ستونزو سره مخامخ شو چې حل به يې كلونه_ كلونه وخت او ډېره ستره انرژي او اراده وغواړي.
په تېرو څو كلونو كې له بده مرغه افغانستان كې له يوې لنډې كرارۍ وروسته بيا د جګړې لوخړې جګې شوې. دا ځلي په دې جګړه كې د افغانستان دولت، په افغانستان كې دېره نړېوال ځواكونه او د دولت مخالفين لټار دي او  هره روځ زمونږ ګران هېواد ته درانده ځاني او مالي زيانونه رسي او بېوزله افغاني ميندې د خپلو ګلاليو بچيانو جنازو ته كوكې وهي او ګريوانونه څيري.
په دې وروستيو مياشتو او كلونو كې په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو قوماندانان او د دوى د هېوادونو چارواكي په دې پوهېدلي چې دا خونړۍ جګړه په لنډه موده كې نشي ګټلاى او د دې جګړې ډېر دوام له دوى نه درانده مالي او ځاني لګښتونه غواړي چې د روان نړيوال مالي بحران په كلونو كې خورا ستونزمن ښكاري او دا ځواكونه يې په افغانستان كې ستومانه كړي دي.
له بلې خوا، د افغانستان دولت هم په دې پوه شوى چې دا بې مفهومه جګړه ژر پاى ته نه رسي او داسې وخت به راورسي چې د افغانستان پاته اابادي هم لوټه_ لوټه شوې وي او په زرګونو او لكونو انسانانو باندې خاورې اوښتې وي.
په مقابل لوري كې، كه څه هم چې طالبان اوس روغې جوړې ته ډېر ليواله نه ښكاري، خو د افغانستان د خلكو مليونونه پرګنې سولې، امنيت، تفاهم او رورولۍ ته ډېر تږي ښكاري او د سولې، هر سراب ته د اميد سترګې ور اړوي.
كه سړى د جګړې اوسني تركيب ته وګوري، نو يواځې طالبان د افغانستان له دولت سره مخامخ نه دي، د حكمتيار صيب حزب اسلامى، له دولت څخه ټول مرور او خپه ځوان افغانان، د افغانستان د پخواني دولت زرګونه پياوړي مسلكي كادرونه او ډېر نور شخصيتونه او سياسي لوى او واړه ګروپونه د دولت په مقابل كې ولاړ دي، څوك په فكري جګړه اخته دي او چا وسله را اخېستې او د اور او لوخړو ډګر ته يې دانګلي دي.
كه له افغانانو څخه پوښتنه وشي چې د خداى(ج) په دې لويه نړۍ او بېشمره نعمتونو څخه څه غواړي، نو  99 په سلو كې به چيغې ووهي چې مونږ سوله غواړو، مونږ امنيت غواړو، مونږ د تفاهم تږي يو، مونږ د افغانستان ابادي غواړو او غواړو چې بچيان مو په ارامه خپل درسونه ولولي او د سباني افغانستان د ادارې لپاره تكړه او هېوادپاله كادرونه ځنې جوړ شي، البته يو په سلو كې داسې كسان هم شته چې په همدې بده روځ كې ګټې كوي او خپل جېبونه ډكوي.
اوس نو كه نژدې ټول افغانان سوله غواړي، جنرال حميد ګل اخلاقاً دا حق نلري چې په افغانستان كې د سولې په مخ كې خنډونه جوړ كړي او خپلې نسخې وړاندې كړي.
افغانستان كې، كه څه هم سوله سيمه ييزې او نړېوالې سترې مرستې ته اړتيا لري، خو دا د افغانانو خپلمنځي كار دى او هيله ده چې لوى خداى(ج)، سليم عقل او تاريخي مسووليت د رواني ورانوونكي جګړې ټول اړخونه دې ته اړباسي چې ځانونه د پرديو له افسون او د شنو او سرو باغونو له سراب څخه وباسي او د خپل هېواد ترخو واقعيتونو ته يې ورپام كاندي.
تاريخي تجربو ښودلې ده چې هره دوه اړخيزه، سيمه ييزه حتى نړيواله جګړه په خبرو پاى ته رسېدلې ده. د افغانستان د جګړې هر با احساسه او با وجدانه لوبغاړى دې هم په دې خبره وپوهېږي چې روانه جګړه به هم په خبرو او تفاهم پاى ته رسي، نو كه دا تفاهم 10 كاله وروسته په لاس راځي، ښه به دا وي چې اوس له عقل او منطق څخه كار واخلو او صادقانه خبرو ته سره كېنو.
دا خبري به ساده نه وي، دا يوه ستره او هر اړخيزه عمليه ده چې بايد بې له ځنډه پيل شي. د دې خبرو لپاره مخكيني شرطونه ډېر وړ نه ښكاري. د افغانستان دولت دې د مخالفينو د تسليمۍ خبرې نه كوي، دا سمه ده چې طالب جنګېږي، خو د دې جګړې وړتيا په همدې خلكو كې بڼه مومي او پياوړې كېږي. ټولې خواوې دې په هغه سترو ارزښتونو او اارمانونو راټولې شي چې ټولو ته بې له شكه سپېڅلې دي.
اسلام په دې هېواد كې يو ستر ارزښت دى. د افغانستان ښكلى نوم يو ستر ارزښت دى، ملي بيرغ يو ستر ارزښت دى، ګډ ملي تاريخ ډېر ستر ارزښت دى، د افغانستان د بېلابېلو پرګنو پخواني وياړلي اتلان او ستر انسانان زمونږ ستر ارزښتونه دي، د هېواد ځمكنۍ بشپړتيا يو ستر ملي ارمان دى، د هېواد سياسي خپلواكي د ټولو خلكو د زړه ارمان دى، ګډ ملي وياړونه په ټولو پورې اړه لري، د خلكو منلي دودونه، روايات او عقايد د هېواد ستره پانګه بلل كېږي، د افغانستان د خپلواكۍ د ساتلو لپاره د بېلابېلو پرګنو وينې ګډې تويې شوې دي، دا يو ستر ارزښت باله شي او ډېر نور داسې ستر ارزښتونه او ارمانونه چې ټولو ته د درناوي وړ دي او كېداى شي چې د همدې درناوي په سيوري كې جرګه شو او خپلې ستونزې پخپله حل كړو او چا ته دا موقع ورنكړو چې زمونږ د ګران هېواد په برخليك لوبې وكړي او زمونږ لپاره دولتونه جوړ كړي! دا حميد ګل دى او كه په هند كې د امريكا پخوانى سفير چې د افغانستان د وېش خوبونه ويني، ټول مونږ ته يو شان دي او اپلتې وايي.
د افغانستان خلك بايد دا تاريخي شېبې له لاسه ونه باسي. د خلكو زور د خداى(ج) زور دى او هر قوت دې ته اړ اېستلى شي چې كږه او غلطه لاره پرېږدي او (صراط المستقيم) ته را واوړي.