کور / تازه خبرونه / کندهار: انساني قاچاقبران ونیول شول

کندهار: انساني قاچاقبران ونیول شول

تېره ورځ د کندهار ولايت د دوهم دوراهي سيمي د کابل  په هډه کي د کندهار امنيتي چارواکو د ملي امنيت رياست د د کره او باوري معلوماتو پر بنسټ  د حاجي روزي او نصير احمد په نومونو  هغه دوه تنه افغانان ونيول څوک چي ايران ته په قاچاقي ډول د افغان کارګرانو په ليږدولو تورن و

.پر يادو دوو تنو تور پوري سوى چي د پاکستان په کويټې ښار کي په يوه کانټينر کي دمړو سوو  او بې هوښه سوو  ١٥۰  افغان کارګرانو په لېږدونه  کي يې لاس درلود.


د یادونې وړ ده چې د دوه زره نهم کال د اپریل په پنځمه نیټه د کوټې د هزاره ګنجي په سیمه کې د افغان کډوالو  څخه بار   یو کانتینر چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ پورې کسان اچول شوي وو چې د ازادې هوا د نه شتون له امله یې تر پنځه پنځوسو پورې کسان مړه او نور یې بې هوښه و.

هغه لارۍ موټر چې پکې دا افغان کډوال قاچاقیدل په هغه شرکت پورې اړونده وه  چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.



 


د روانو امیتي او اقتصادي ستونزو له امله اوس هم ګڼ شمیر افغان کډوال او ځوانان بهرنیو هیوادونو ته ځې چې په لارو کې له ګڼو ورته ستونزو سره مخ کیږي.