کور / هراړخیز / شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکې (۶)

شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکې (۶)

پرلپسې ……شپږمه  برخه :

درهتاس   راجه هرکشن د خپلې  لور  شهزادګۍ  ګنګا  ددویم  سوئمبر  له پاره  پروګرام تیار کړې و . دا ځل بیا هم د پخوا  په څیر د رهتاس د کلا نه بیرون  په  ډاګ میدان کې  دخلکو  ګڼه ګوڼه  ډیره  زیاته  وه  خو د مقابلې   کولو  طریقه او تګلار  ځانګړې   کړل  شوې وه.

په لمړۍ  مقابله   کې  د سترګې تر منځ  هغه  سوروالې   دنښې په څیر  غوره کړل  شوې و  خودا ځل  ویل  شوی  چې په دې  مقابله کې به هغه وګړې  ګډون کوي  چې په لمړۍ مقابله کې  یی برخه اخستې وه . اودمقابلې  تګلاره  او کړچار   به دا ډول  وی  چې په مقابلې کې ګډون کونکې  هر وګړي  ته  به  په هوا کې  درې    کوترې   پریخول  کیږي ، او دمقابلې هر ګډونکونکي ته به  د پخوا په څیر پنځه  غشي ورکول کیږی . دغه پنځه  غشي  به په درې   کوترو  باندې  ویشتل کیږي  او هر هغه  څوک  چې ددې پنځه  غشو  څخه  ډیرې  کوترې  زمکې  ته را وغورځوي  نو همغه به بریالې ګڼل کیږي .

دا ځل  هم  سیل کونکې  خلک  په  دایره  شکله  توګه  سره ناست و. او هغه  لوړ  شاه نشین  چې د لمړي  سوئمبر  له پاره  جوړ کړل  شوې و  همغسې په خپل  ځاې  ولاړ و . ددې ځایه  دپاسه د رهتاس  شهزاده  راجه  هرکشن  اودهغه  لور  شهزادګۍ  ګنګا  او تر څنګ  یی  رانیانی  (خپلې ښځې )  ناستې وې. د میدان  په منځ کې  یی  ښختې  په  دایره    شکله  بڼه   ایښودې وې  او دهغې  په منځ  کې یی  سپینه  چونه   اچولې  وه . او مقابله کونکو ته ویل  شوې  و  چې د ښختو ددې  دایرې  څخه به   په  هوا  کې  په پریښول  شوو  کوترو  باندې  غشی  ور پریږدي .

کله چې  مقابله  پیل  شوه  نو د لمړۍ  مقابلې په څیر     تر هر څه  لمړۍ د رای سین  د راجه  پورن مل د زوې   سانولداس   نوبت راغې  .   راجه  هرکشن  د خپلې  شهزادګۍ  لور   ګنګا  سره  د پخوا  په څیر  په هماغه  شاه نشین  باندې  په  ډیر  ویاړ    ناست و ، اودهغه  د ځاې  لاندې  د هغه وزیر   چورامن  ناست  و . چورامن  په مقابلې کې د ګډون کونکو نومونه  لیکل   او هغوې  ته  یی د مقابلې  له پاره  غشی  ورکول . دا ځل  هم په مقابلې کې د ګډون کونکو  د کوائفو  د را ټولولو  څخه مقصد داو  چې  دهغوې  د مقابلې وړتیاوې  درجه  بندي کړي .

کله  چې د مقابلې  د پیلیدو  حکم وشو  نو برهمن  چورامن  تر ټولو دمخه   دراې سین دراجه زوې  سانول  داس  ته  پنځه غشي ورکړل  ، هغه دخلکو  تر منځه ور  تیر شو او     د ښختو  څخه   جوړې شوې ګول دایرې  ته ور ننوت  او هلته  د نښې د ویشتلو له پاره و درید. بیا ددغه  ستر  او دنګ   جوړ کړل  شوې  شاه نشین  څخه د  راجه هرکشن   ساتونکو  د یوه   ځانګړې  ځاې  څخه درې کوترې  را پریښودې. کله چې دا  کوتر ې  په هوا کې پورته  شوې او  د میدان منځنۍ  برخې ته  را ورسیدلې  نو سانول داس  پر هغې  باندې  دغه  پنځه غشی  یو په  بل  پسې ور پریښول  خودهغه  یو غشې  هم  په نښه و نه  لګید نو سانول داس  ددې ناکامۍ سره  سم   ټیت سر د میدانه  ووت .

دویم  نوبت  د  میواړ  د شهزاده  سورج مل  و . هغه ته  هم  پنځه غشی ورکړل  شول  او بیا  ورته  د ساتونکو له اړخه   درې  کوترې په هوا کې  پریښول  شوې .   سورج مل  ډیر  دښه  بخت  خاوند  و  چې دهغو د پنځه  غشو څخه  یی  یو  په نښه و نښت او یوه کوتره   یي  وویشتله . کوتره د لګیدو سره سم   په هوا کې اوښته را  اوښته او  بالاخره    په زمکه  را پریوتله .  دسورج مل  په دې  نښه  ویشتلو  باندې خلکو  ډیره زیاته  خوشحالي  احساس کړه  او دهرې  لورې   د لاسونو پړکار و او هوا  د خوشحالۍ د چغو څخه ډکه  وه .

دریم نوبت  د کالنجر د شهزاده سورداس  و . هغه بې  چاره  هم  ډیر زحمت  وویست  او پنځه واړه  غشي  یی  دهغو کوترو  په لور  ور ویشتل  خو  دهغه بدقستمی  وه  چې  یو  یی هم په  نښه  ونه نښت .او پنځه واړه غشي  هسې  ضایع  شول . په دې  اساس  هغه هم ماتې  خوړلې او نامراده   د میدان  څخه ووت . دهغه  وروسته  د  کورنیو  نښه ویشتونکو او جنګجویانو  نوبت  راغې  . ددوې  څخه  هغوې ته  غشی ورکړل  شول  چې په  لمړۍ مقابله  کې  یی  برخه  اخستې  وه . هغوې  هم  خپل  خپل  بخت  ازمیښت کړ   خو یویی  هم  د  ډیرو  کوترو په را پرځولو کې  بریالې  نه شو .

کله چې  اخری   نښه ویشتونکې   میدان  ته  را ووت   نو په همدې وخت کې هغه اجنبی   آس  سپور  ، خپل تور رنګه  آس  را ځغلاوه   او میدان  ته را ننوت . هغه خپل  اس  یوې  لورې ته و دراوه  ، دا ځل  هم دپخوا په څیر    یی کله  چې دخپل آس   واګې  را ښکلې   نو  آس  یی  په هواکې  د الف  په څیر  و درید ، اوډیر زیات  و شنړید.  په همدې وخت کې  هغه اجنبی هم دخپله  آسه  را ښکته شو.  آس  یی هملته  پریښود او دهغه د زین  څخه  یی  کمان  را پرانست او په خپله اوږه  یی  واچاوه ، نیغ  دشاه  نشین  لاندې  ناست  د چورامن   وزیر په لور  ورغې   اوور ته یی وویل  :

چورامنه !  زه دلمړۍ مقابلې په څیر  په دویمه مقابله کې د ګډون  له پاره راغلې یم  نو ایا د مخکنیو نښه ویشتونکو په څیر  ماته    دمقابلې  کولو اودخپل  قسمت د ازمیښتولو  له پاره   غشي نه   راکول کیږی؟ چورامن  هغه  ته په ډیر  غور اودقت  سره وکتل   ،خو دا  ځل د چورامن  په کتلو کې د  سختۍ او نامانوسیت  په ځاې    شفقت ا و مهربانې  را  څرګندیده . هغه  دخپلې همدې مهربانۍ  له لارې  دغه  اجنبی ته وکتل   او دهغه  جایزه  یی واخسته ، ویی کتل  چې  دا ځل  یی هم  خپل مخ  په  تور نقاب  کې  را نغښتلې   او  وجود  یی هم  په تورو کالیو کې راپت  کړې دې.  چورامن  ورڅخه وپوښتل  چې ایا دا ځل هم نه غواړې  ماته خپل نوم او ادرس  و ښیي . او یاد ې  خپل کوائف  له ماسره  ثبت کړې . که  ته  نور  کوائف  ثبتول  نه غواړې  نو لږ تر لږه  خو  خپل نوم  او نښه  را ته  و ښایه . دهغه په دې خبره  هغه  اجنبی  ځواب ورکړ  او  ورته یی وویل :

چورامنه !  دا  دویمه  مقابله  ده . که  چیرې ته ماته  غشي  را نه کړې  نوزه  به په مقابله کې دبرخې اخستلو پرته  بیرته  ستون   شم . خو په  هیڅ  صورت  به خپل نوم او نښان  تاته  و نه ښایم .

هلته په شاه نشین  باندې  ناستې  شهزادګۍ ګنګا ددې  اجنبي دا خبرې په ډیر غور او دقت  سره  اوریدې،د بله اړخه  څرنګه  چې  دغه ځوان دهغې  د لاسته  راوړو   لمړۍ  مقابله ګټلې وه  نو په دې خاطر  دهغه په لور په  مینې  سره  کتل  اویا د هغه  په ذات او خبروکې   دلچسپي  اخستل د شهزادګۍ  ګنګا له پاره  یو ډول کمزورتیا   ګر زیدلې وه.

د شهزادګۍ نه  اخوا دهغه  دپلار هرکشن     په شونډو هم   خندا  خپره  شوې وه ،اوپه ډیره   مینه یی د خپل وزیر  چورامن  او ددغې اجنبی  نقاب  پوش   تر منځ  خبرې  اوریدې . په دې  وخت کې  راجه هرکشن  غوښتل  مداخله وکړی اوخپل  وزیر  چورامن   ته  څه ووایی  چې دهغه دمخه  چورامن   په خبرو پیل وکړ  او هغه  اجنبي نقاب  پوش  ته یی وویل  :

ګوره   زما  عزتمنده اجنبي  میلمه ! څرنګه  چې تا دشهزادګۍ  ګنګا د تر لاسه کولو  لمړۍ مقابله  ګټلې ده  نو په دې  اساس  په دویمه مقابله کې  ستا د نه ګډون کولو پوښتنه  هم  نه را ولاړیږی.  ګوره   اجنبي  !  ستا  تر مخه  بیشمیره   غشي  پراته  دی  دهغوې  څخه د خپل  ځان له پاره پنځه را پورته کړه  او خپل  قسمت  پرې و ازمایه . دهغه په دې  خبره دغه تور  لباس اغوستونکې  اجنبي   ور مخته  شو  اود   غشو دهغه  ډیري  څخه یی د پنځو په  ځاې  یواځې  درې  غشي  را پورته کړل  ،په همدې وخت کې  ورته  چورامن  وویل : 

ته ولې  خپلې  اسانتیاوې  په  زوره   له لاسه ورکوې ؟ کله چې  پنځه  غشي ستا  حق  ګرځی  نو ته  بیا  ولې د پنځو په ځاې  درې  را  اخلې. زه تاته  مشوره  درکوم  چې  ته دخپلو پنځه واړو   غشو  څخه  ګټه پورته کړه او   هغه ټول  په فضا کې  د الوتونکو  کوترو پر ویشتلو باندې  استعمال کړه . نوکه  چیرې  ستا کوم غشي  خطا  لاړ  شی  نو دهغه بل په واسطه  به  خپله نښه  وولې. دهغه  په ځواب  کې دغه   ځوان  وویل : 

ګوره  چورامنه ! غشی  خو به  هسې  هم  همدغه  درې  را  اخلم ، او تاته په ډاډمنه توګه ویلې  شم  چې زما ددې درې  غشو  څخه به یو هم  خطا کیږې  نه ،  زما په وړاندې  دا پریکنده خبره  ده  چې زه  به   پنځه  نه ، بلکه درې  غشي  اخلم   اود همدې  درې  غشو په واسطه به  خپله نښه   سهیی کوم  او دخپل  فن  څرګندونه به کوم. ددې خبرې  سر ه  سم هغه اجنبي  یواځې درې غشی  په  موټې کې  واخستل   او د میدان  منځته ، هغه  ځآې ته ورغې  چیرې  چې  ښختې  په دایروي  بڼه  ایښول  شوې  وې . اوبیا  هلته د چونې د دایرې تر منځ  ودرید.

په همدې وخت  کې  یو بل آس  سپور   په ډیره  ګړندۍ  توګه  میدان ته راورسید . او د ښختو  څخه  د جوړې  شوې  دایرې  منځ کې  هغه ځاې  ته    ورنژدې  شو چیرې  چې دا نقاب   پوشه  ځوان  ولاړو. هلته د راتلو سره  سم هغه آس  سپور  هم دخپله آسه  را ښکته شو  او د نقاب  پوش  سره  یی  په  ډیر راز  سره  دهغه  په غوږ  کې  څه خبرې وکړې . په شاه  نشین باندې ناست  راجه  چندرمل   اودهغه  شهزادګۍ ګنګا  وکتل  چې  دغه  بل  کس  د کوچیانودقبیلې  سردار  ، سردار  فدایی خان دې .  فداېې خان تر لږه  وخته پورې ددې ځوان  سره خبرې وکړې  اوبیا  بیرته په خپل آس  سپور  شو او دمیدانه  ووت.

په دې وخت کې  په شاه  نشین باندې ناستې  شهزادګۍ ګنګا ته څه  فکر  پیدا  شو  او بیا یی دخپل پلار  په لور  په کتلو  سره وویل :

پلارجانه !  د کوچیاني  قبیلې  دغه سردار  ، فدایی خان په دې وخت  کې میدان  ته ولې راغلې و ؟ په داسې حال کې  چې په تور لباس  کې  را نغښتې ولاړ  ځوا ن  دمقابلې  له پاره تیار  ولاړ  دې  ، اوهمدغه ځوان  زما  د ترلاسه کولو  لمړۍ مقابله هم ګټلې وه ، څرګنده نه ده  چې  فدایی خان  به له ده  سره  څه  خبرې کړې وي . ایا دا نقاب  اغوستونکې  ځوان  خو به د کوچیانو د قبیلی دسردار  غلام   او په ځنګلونو کې  ګیدړې  ښکارکونکې    صاحب  خان  نه وي؟  دهغې   پلار  هرکشن  ورته  وویل  :  چې نه لورې   ، ستا دا  فکر اوانګیرنه بلکل  غلطه  ده ،   صاحب  خان اوس  ګیدړې  ښکار کونکې  نه  دې   بلکه  هغه اوس د شیرشاه  د لښکر  سپه سالار دې  اوشیرشاه په دې  وختو کې  د خپل  لښکر  سره یو ځاې د ګنګا د غاړې  څخه   په بنګال  باندې  دحملې  له  پاره د  شرق  په لور  و ر غلې دې.  په دې خاطر  هغه نقاب  اغوستونکې   چې همدا  اوس د مقابلې  له پاره تیار  ولاړ  دې  ، صاحب  خان  نه ،  بلکه بل  کوم  څوک  دې. کیدې شې چې دا د فدایی خان  کوم  پیژندګلوې  وي  ،  او فدایی  خان هغه ته کوم  ډیر مهم  پیغام راوړي وی  او  هغه یی ورته  همدلته اورولې  وي ، دهغه  په دې خبره   شهزادګۍ ګنګا  یوځل  بیا وویل :

پلار جانه ! که  چیرې  دا  هغه  ګیدړې  ښکارکونکې  صاحب  خان  نه وي ، چې زه  ترې د زړه  له کومي  نفرت اوکرکه کوم  نو بیا  دا  اجنبي  ځوان  ولې  د  خپل نوم اوکوائفو  د لیکلونه  ډډه کوي ، ولې  په  ورځپاڼه کې  خپل نوم نه لیکي . دهغې په دې  خبره  هرکشن  وویل :  شونې ده  چې هغه  به  په دریمه  مقابله کې  خپل ځان  را ښکار ه کړی .  خو ګوره لورجانې ! دا د رهتاس  د راجه  هرکشن  د شهزادګۍ  ګنګا  د ترلاسه کولو  مقابلې  دي . نو که چیرې  په دې مقابلو کې هغه  تا وګټي  نو ګټونکې  چې هر ډول   وی  نو هغه  به ستا په څیر   ښایسته  ، حسینه  او شتمنه  نجلۍ څه ډول  پریږدي . ګوره  لورجانې !  زه  تاته په ډاډ  سره ویلې شم  چې کله  چې ستا  د  ګټلو  له پاره دریم ځلې مقابلې تر سره کیږي نو  دا  ځوان  به هم خپل  نوم  را  څرګند  کړي  او تا ته به  رانژدې  شي اوستا  سره به دخپلې مینی  ښکارونه وکړي  او ستا د لاس  د تر لاسه کولو  له پاره  به  خپلې هڅې نورې  هم ګړندۍ  کړي ، خولورجانې  !  یوه خبره راته  وکړه  ..

دهغه په دې خبره  شهزادګۍ ګنګا په ډیره مینه خپل  پلار ته وکتل  او ورڅخه  یی  و پوښتل ،پلارجانه  !   څه ډول  خبره ؟ چندرمل ترې وپوښتل :  دغه اجنبی ځوان  چې ستا د تر لاسه  کولو لمړۍ مقابله یی  ګټلې وه نو که چیرې  هغه  دویمه اوبیا  ورپسې دریمه مقابله  هم وګټي  اودهغې وروسته خپل  ځان را  څرګند کړي  اوبیا هغه دکوم ریاست  شهزاده نه وی  اویا هغه کوم لوې اوستر  شخصیت  اویا د ښه حیثیت خاوند  نه وي   نو ایا  بیا به هم هغه تاته  ستا  د ژوند د ملګري په څیر د منلو وړ وي  اوته  به دهغه سره د ژوند کولو له پاره  راضی  اوسې؟

دهغه  په خبره   شهزادګۍ  ګنګا   وویل  :  پلار جانه  !  دا  شخص  چې  په تور  رنګ  نقاب  کې   ولاړ دې  زه یی نه پیژنم  چې  څوک  دې . دهغه نوم  څه دې ،   د کومو  زمکو  څخه دلته راغلې دې ، د کومې قبیلې  سره اړیکې  لري  .. خو ددې سره  سره  بیا هم که هغه زما  د ترلاسه  کولو دویمه  اودریمه  مقابله  هم  وګټی  نو پلار جانه  ! که داسړې  هسې  د کوڅي  خس  هم وی ، اویا  ډیر زیات  غریب  او اجنبي هم وی   ،بیا  به هم زه دهغه په  راخپلولو  باندې  فخر او ویاړ احساسوم .  که  چیرې ماته  د شتمن او  دولتمند  میړه  ضرورت  وې  نو  بیا  ددې  مقابلو  د جوړولو  له پاره  څه  اړتیا وه . زه تاته  ډاډ  درکوم  چې  هر څوک  چې زماد تر لاسه کولو  دا درې مقابلې  په پرلپسې  توګه  وګټی  او هغه د انسانانو  دهرې  ډلې  پورې   اړوند وی   نو بیا به هم  زه هغه په ډیره  خوشحالۍ او فخر سره  دخپل ژوند ملګرې  وګرځوم . د شهزادګۍګنګا ددې ځواب  په اوریدلو سره  دهغې  پلار  هرکشن  ډیر زیات خوشحاله  شو اوبیا یی ورته وویل  چې :  په  بګوان  سوګند   چې  ماته  ستا  له  لورې دهمداسې  یوه منطقي  ځواب   هیله  وه . اوس  نو د مقابلې  د پیلولو  له پاره هرکشن   مخصوصه اشاره  وکړه  اودهغه د اشارې  سره  سم دهغه  ساتونکو  درې کوترې په   هوا کې  والوزولې.

څنګه  چې دغه درې واړه کوترې  یو دبل تر څنګ  په  هواکې  روانې  د میدان  مرکزې  برخې ته ر ا ورسیدې نوهغه تور پوشه   اجنبی  خپله نښه و نیوله  او یو په بل پسې  یی خپل  غشي  وویشتل .  دهغه په درې واړه  غشو  باندې  کوترې  یو په بل پسې ولګیدې  اوپه  هوا کې یی  اوښتې را  اوښتې  او په زمکه  باندې  را پریوتې .

دنښو د ویشتلو سره  سم ټول  خلک  د ډیرې  خوشحالۍ نه په دوو پښو و دریدل  اوددې نقاب  پوشه  په  سوبه  باندې  یی  نعرې  سورې   وهلې، تر څنګ  یی  هر چا خپل کالی  په هواکې  خوزول ، لاسونه یی   پړکول  او ددې اجنبي  په بریاو   یی  خوشحالۍ کولې . په دې وخت کې  دخپل پلار   هرکشن تر څنګ ناستې   شهزادګۍ  ګنګا  حال هم دکتلو  وړ  و .

ددغه  نقاب  پوشه ځوان  د غشو په ویشتلو او دهغوې په واسطه  دکوترو  درا غورزولوسوبې   دګنګا  په مخ اوڅیرې  باندې دخوشحالۍ  نښې  نښانې    د ورایه   ځلولې .

ددغه اجنبی  ځوان   به بریاو   باندې  هرکشن  دخپلې لور  دخوشحالیو سره یو ځاې  خپله  خوشحالې هم نه شوه پټولاې. بیا یی د خپلې لور شهزادګۍ ګنکا په لور  د کتلو په وخت کې وویل :

ګوره  زما لور جانې !  دغه  نقاب  پوشه   ځوان  دا دویمه مقابله  هم د  لمړۍ مقابلې په څیر  په  پوره  میړانې سره وګټله ، زه هیله من   یم  چې  نوموړې  به  دریمه مقابله  هم   په همدې  شان  و ګټی . اودهغې وروسته  به  خپل نوم او کوائف  هم  را څرګند  کړی  . نوزما  لورې  !  که  چیرې دا ځوان  ستا د تر لاسه کولو دریمه مقابله  هم وګټی    نو ته  څه  فکر کوې  چې ته به څه وخت او کله  هغه   د خپل  ژوند ملګر ې  کړې. د هغه په دې خبره  شهزادګۍ ګنګا   دخوشحالیو  نه  په ډوب  اواز کې  وویل :

پلارجانه ! که  چیرې  دا  اجنبی  زما  د ترلاسه  کولو دریمه مقابله  هم   په همدې توګه  و ګټي  نو زه  به دوه  میاشتې وروسته  دهغه د ښځې   او دژوند د ملګرې په څیر د اوسیدو  له پاره تیاره  یم . ځکه  چې  دوه میاشتې وروسته  زما   د نڅا او موسیقې  درسونه پاې ته رسیږی  او دهغې وروسته به  زه د واده  او  د (اوه  پهیرو « د اور نه اوه ځلې د ګرزیدو »)  له پاره  تیاره  اوسم . په دې  وخت کې هرکشن د خپلې خوشحالۍ د څرګندولو په وخت کې وویل :

ګوره  زما لورجانې !  څنګه  چې ته غواړې  همغسې  به وشي  ، که چیرې  دا اجنبی  ځوان  ستا د ترلاسه کولو دریمه  مقابله  هم وګټي  نو بیا دوه میاشتې  وروسته ، کله  چې ستا د نڅا او موسیقی درسونه پاې ته ورسیږی  زه  دهغه سره  ستا  د واده  کولو  تیارې  وکړم. تر هغه  وخته  پورې   به  مونږ په  دې پوه  شو   چې  ددې اجنبی  نوم  څه دې ؟  دکوم  ځاې دې ؟  دکومه راغلې ؟  او د کومې  قبیلې  سره اړوند دې؟ او یا دا  چې دا د  کومه ځایه   په  دې مقابلو کې د ګډون  له پاره راځی ؟ دهغه په دې خبره  شهزادګۍ  سمدستې وویل :

پلار جانه !  که مونږ  ددې  شاه  نشین  څخه  ښکته شو  او د پخوا په څیر  دې اجنبی  ځوان ته  دا ځل  هم   د زما  د تر لاسه کولو  د دویمو مقابلو  دګټلو  مبارکي ورکړو .  هرکشن  دخپلې لور   شهزادګۍ ګنګا  دا  وړاندیز و مانه ،او بیا  دواړه پلار او لور په  ډیره بیړه  د شاه نشین څخه لاندې  راغلل .

هغه د تورنقاب  اغوستونکې   اجنبی ځوان  ددې  درې واړو  کوترو د ویشتلو وروسته ، کرار  کرار  دخپل  آس  په لور  روان و . کله چې  هغه  خپل آس ته  ور نژدې  شو  نو   هرکشن  او  شهزادګۍ ګنګا  هم په ډیره  بیړه  هغه لورې ته  ور  روان و .کله چې هغه ته  ور نژدې شول  نوبیا  شهزادګۍ  ګنګا  د هغه څنګ  ته ورغله   اوپه خپل خوږ اواز اوخوږه ژبه  یی  ورته وویل :  ګوره  اجنبی  !  ز ه تر اوسه  هم نه پوهیږم  چې  ستا نوم څه دې ؟ ته څوک  یی او دکومه  ځایه دې مقابلو کې د ګډون  له پاره راځی؟نو څرنګه  چې تا ددې مقابلو  دویمه برخه هم و ګټله  نوپه دې خاطر  ته زما  په سترګو کې   اوس   ډیر  بختور  ،  او ستر  شخصیت  ګرزیدلی  یی . زه تاته ډاډ درکوم  چې ددې مقابلو  ددریمې  برخې دګټلو له پاره به زه  ستا  ښه راغلاست  او خوش امدید کوم . ددې خبرو  دکولو وروسته  شهزادګۍ ګنګا    لږ څه  خاموشه  شوه اوبیا  یی هغه اجنبی ته وویل :

ګوره  اجنبی !  تر اوسه  پورې تا مونږ ته  خپل نوم اونښان  و نه ښود. او نه دې دا مونږ   ته  وویل  چې ته دکومه ځایه دلته راځې  اونه دې  له مونږ سره   خپل ټول  کوائف  ولیکل . ایا ستا  له لورې  زمونږ سره دا ډول  سلوک  زما  د ذات ، اودهرم  له پاره  ظلم اوتیرې  نه دې . ایا د  خپلې دغې  دویمی مقابلې  د بریاو نه وروسته هم نه غواړې   خپل مخ او  څیره  مونږ ته وښایی ؟  تر څو  زه و وینم  چې ته  څوک  یی . او دکومه ځایه  راغلې یی .  اوڅه ډول  ځوان  یی ؟   دهغې په دې خبرو باندې هغه ځوان  په ډیر نرم  اواز  سره وویل :

ګوره  شهزادګۍ ګنګا  !  ستا ددې  ټولو پوښتنو ګرویزونو ځواب  به  ستا  د تر لاسه کولو  په دریمو مقابلو کې  د بریا وروسته  درکوم . ددې خبرې  سره  سم  هغه اجنبی   په خپل آس  باندې  سپور شو او خپل  آس  یی په  نرۍ  قمچینه باندې  وواهه اوپه یوه  منډه د میدان  څخه ووت   . ددې ځوان  په داسې  تللو  سره  شهزادګۍ  ګنګا  ډیره اندیښمنه  ودریده  او ددې  ځوان  پسې یی  وروسته   کتل ، کله یی چې هغه د سترګو  پناه  شو  نو بیا یی سر ټیت  کړ   او خفه  خفه   دخپل پلار  هرکشن  سره یو ځاې  د شاه نشین  په لور  روانه شوه. 

۱۱

سوري شیرشاه  د  ګنګا  د دریاب  په غاړه  د  بنګال  د سوبې  له پاره د خپل  لښکر سره یو ځاې په ډیره  ګړندۍ توګه  هغه لورې  ته  کوچ وکړ .  د ۱۵۳۵ ز کال د میي  دمیاشتې په پیل کې  شیرشاه  په ډیر  ډاډ سره  د ګنکا د  دریاب  د غاړې  دواړو  لورو ته د بنګال  د سوبې  دجنګ  له پاره د جنګ    بیګل  (ډول) وواهه .

سوري شیرشاه   په  ډیره  بیړه په  بنګال  باندې  یرغل  وروست  او  د برسات  یا باراني موسمونو د پیلامې  د مخه  یی د بنګال  د مونګیر  دسیمی  ډیر  ځایونه  په  خپله ولکه  کې  راوستل . دا کاریی  ځکه  تر هر  څه  دمخه وکړ  چې د باراني موسمونو  د پیل  په وخت کې  په شرقي  برخو کې  داسیمی  ډیرې  ژر  د  اوبو لاندې راتللې اوهلته بیا د  فوځونو  تګ  راتګ   ستونزمن  ګرځیده   .

وروسته  بیا  شیرشاه  د مونګیر   دسیمي په  ډیرو  ځایو د ولکې  کولو وروسته  ددې  ځاې  د تر ټولو سترې  او  مستحکمې  کلا ولکه  کولو ته  اړم  شو.  ددې کلا  سوبه    دومره   څه  اسان  کار  نه  و ،  ځکه  چې ددې ځاې   ۴/۵ برخې  د غرونو  او  لویو  لویو  ناونو  څخه  جوړې  شوې  دي.  د  کهړک  او  ګډو  په  څیر  ستر  ستر  غرونه هم همدې سیمه کې پراته دي . او همدا غرونو  د بیرونی  یرغلونو په مقابل کې ستر  خنډونه  پیدا کوي  ، د سورج ګړ  نه  نژدې  ۶  میله  واټن کې  د کادهانه  دریاب   بهیږی   چې پخپله یو ستر خنډ  ثابتیږی ، نو دمونګیر  کلا  باندې  دحملې کولو  له  پاره  شیرشاه هملته  د  سورج ګړ  سره نژدې  د خپل  فوځ  سره یو ځاې پړاو  وکړ  تر څو  لښکر یی  لږ څه ارام  وکړي .  د مونګیر  کلاد  سورج ګړ  په شرقې  برخه  کې  نژدې   ۱۸ میله  واټن  کې  پرته ده . همدا  راز د راج محل  په غرونو کې   پرته  تیلیا  ګړهی   دمونګیر  نه    شرق  لورې ته   نژدې  ۶۶ میله   واټن  لري . د سورج ګړ  نه د مونګیر  په لور د تللو په وخت کې   چې کوم  میدانونه   مخ ته  راځي  دهغوې  لویوالې او اوږودوالې  هم  شپږ میله  شاوخوا  کې   جوړیږی .  خو ددې  میدانو  اوږودوالې  ان  د مونګیر   کلا  ته نژدې   یواځې  په دوه نیم میله  واټن  پورې   رسیږی ،  د سورجګړ  نه  تر مونګیر  کلا  پورې   نژدې  ۱۸  میله  واټن   دهر  حمله کونکې  له پاره   چې د ګنګا د دریاب  د غربې  برخې  څخه  یرغل کونکې  اوسي  ملاماتونکې تمامیږي . ځکه  چې د هغې د سړک  دواړو  لوریو ته د جنوب  شرق  په لور  د کهړک  غرونه  پراته دي  ،  چې  د مونګیر  تر څنګ  د ګنګا د دریاب   تر څنګ  پورې رسیږي ،  خو دهغې په شرقې  برخو کې  د مونګیر  نه  تسخیریدونکې  کلا ده  چې سوبه کول  یی دهر یرغلګر  له پاره  تر هغو  شونی  نه دي  چې  درنه او قوي  توپخانه  ونه  لري ، او تر څنګ  یی  د ګنګا  دریاب  هم په ولکه  کې نه وی اخستې . په تیرو  وختونو کې   پوهو  او زیرکو  فوځی سالارانو  په داسې خطرناکو  ځایو کې دخپلو  فوځونو د  ورننویستلو کار  نه  دې   ترسره کړې . خو شیرشاه  سوري په هر صورت  غوښتل د مونګیر  کلا  تر خپلې ولکې  لاندې راوړي .

د بنګال  حکمران  سلطان محمود ته  هم د شیرشاه  ددې حملې په اړه  خبر  ور  رسیدلې  و . نو  مونګیر ته د شیرشاه سورې د ورسیدو  د مخه  سلطان محمود  د مونګیر د کلا  د دفاع   نظام   مستحکم  کړې و . هغه  په  ډیره  بیړه د خپل لښکر سره یو ځاې  هلته را غې.  دلښکر  یوه برخه یی  هملته د مونګیر   دکلا  د دفاع  له پاره  و ټاکله   او دبلې برخې سره  یو ځاې د ګنګا د دریاب   په غاړه  په  سنګر  کې کیناست ، تر څو  دشیرشاه د لښکر د راتلو سره  سم   په هغوې  باندې   ددواړو اړخونو  څخه  حمله وکړي ، یوه  ډله د ګنګا د دریاب  د شرقی   برخو  څخه  او بله   ډله د مونګیر  د کلا  د داخل  څخه . په دې توګه  به دوه اړخیزه  حمله  ترسره شي  ،  سلطان محمود  غوښتل   چې په  هر قیمت   چې کیږي  شیرشاه  سورې  ددې  ځایه بیرته  و تمبوي .

شیرشاه  سوري هم د حالاتو څخه  بې خبره نه وې . دهغه جاسوسان  هر هر ځاې کې  خپاره شوی و  او دبنګال د حاکم   سلطان  محمود   د هر  قدم  خبر   یی ورکاوه ،  په دې  حالاتو کې شیرشاه سوري   دخپلو سالارانو غونډه را وبلله   تر  څو د بنګال د حکمران   سلطان محمود  سره  د ټکر  کولو  له پاره  پلان  جوړ کړي .

کله  چې د شیرشاه سورې تر ټولو  سترسالار ان   دهغه دخیمی  نه بیرون  په  خپرې  شوې  درۍ باندې سره را ټول  شول نو بیا شیرشاه هغوې ته  وویل :

زما دوستانو !  تاسې  پوهیږئ  چې  په دې وخت کې زمونږ  موخې د مونګیر دکلا  فتحه  کول دي ، خودمونګیر د کلا  دد فاع  له پاره د بنګال  حکمران سلطان محمود   خپل ځواک  په دوو  برخو  ویشلې دې . په دې  توګه  هغه  غواړې  زموږنږ  ځواک  هم   په دوو  برخو وویشل  شي  او ځواک  مو کمزورې  شي . ما دا هم اوریدلې دي چې په تیرو  وختو کې هیڅ  حکمران  دا  کلا  نه ده  ولکه کړې  او ویونکي  دا هم وایی  چې تر څو  د یرغل کونکې  ځواک  سره  ځواکمنه  او درنه  توپخانه  نه وي   او تر  څنګ  یی د  ګنګا د دریاب د غاړې  په شرقي  برخو  باندې هم ولکه و نه  لري نو تر هغې د مونګیر   په کلا باندې ولکه  نه  شی کولې. زه  ستاسو  څخه  دا  پوښتنه کول  غواړم چې  ایا ستاسو په  ذهن کې  کوم  داسې  پلان  شته  چې  دهغې له مخې ددې کلا   ولکه  کول  مونږ ته اسانه و ګرځی . او که نه  ددې وروسته به زه  خپل جنګی پلان  جوړ کړم .

دشیرشاه  سوری د پوښتنې  په اساس  ، دهغه  ټولو  سالارانو په خپلو منځو کې  سرونه  نژدې کړل   اوسلا  مشورې  یی  وکړې  .ددې مشورو نه وروسته  صاحب خان  شیرشاه  سوری ته مخ کړ اوورته  یی وویل : 

زما اقا!  زما محسنه ! که ته  اجازه  راکړې  زه به  یو څه ووایم . دهغه په دې خبره شیرشاه سورې  په پلرنې  شفقت  ورته  وویل  :

صاحب خانه !  زما زویه  ! کله  چې  ته  وغواړې  ماته یو څه ووایی نو  دهغې  له پاره د اجازې  غوښتلو  ته اړتیا  نه شته .  ته زما د لښکرو  سپه سالار  یی  او ستا مشوره اوستا تدبیر   دتل له پاره   په  ټولو  پورته والې  لري ، ووایه  چې ته  اوس  څه وړاندیز  لرې.  دهغه د اجازی  وروسته  صاحب خان وویل :

زما  محسنه ! زه ددې کلا  د ټول  چاپیریال  څخه پوره  پوره  خبر  یم  او ان تر جنوبه  پورې  ټوله  سیمه    ، ان  تر  هغه  ځاېه  چې د کول  دریاب  د ګنګا  د دریاب  سره په کې  یو ځاې کیږي ،  ما کتلې  ده  . زما مشوره داده  چې  مونږ خپل  لښکر په دوو  برخو وویشو ، یوه برخه د جنوب  لورې ته ولاړه  شي او بله  برخه د شمال په  لور  حرکت وکړي  . هغه برخه  چې د شمال  په لور   ورځی  نو هغوې   دې په سورج ګړ  باندې حمله وکړي ، د سورج ګړ  د  سوبې کولو  نه ورسته دې هغوې  بیرته راستانه شي  او دګنګا د  دریاب  په   غاړه دې  په غرب  کې پرتې  دمونګیر  په کلا  باندې حمله  یوسي ،  هغه  لښکر  چې د جنوب  په لور  حرکت کوي  نو هغوې دې  د کول او  ګنګا د دریابونو  د یوځاې کیدو  ځاې ته نژدې   په مني پور  باندې  حمله وکړي اوبیا دې هملته تم شی . په دې ځاې کې  د کهړک پور  د غرنو  لړۍ    پاې ته رسیدو ته  ور  نژدې کیږی  . دلته  نژدې  لس  میله  اوږود او پراخه  میدان  دې   اوددې میدان  څخه  په اسانۍ  سره تیریدې  شي .  خو په  نورو ځایو کې  د  کهړک  پور  د غرونو  څخه تیریدل   ډیر  ستونزمن   او د زیانونو  نه ډک  دي . هغه لښکر  چې د جنوب په لور  ورځی ،نو هغوې د لس میله  واټن د وهلو  وروسته  د ګنګا او دګول  ددریابونو د یو ځاې کیدو  د ځاې څخه دمخه  ددواړو  دریابونو څخه تیر شي   او د ګنګا د دریاب  د شرق  په  لورې  دې  ولاړشي .  هلته دې په سنګر کې کینی ، اوبیا دې د  بنګال  په  حکمران سلطان محمود باندې    حمله وکړي .

زمونږ  یو لښکر  به د شمال  په  لور د سورج ګړ  په لور  ولاړشي   اوبل  به د  غرنیو  لړۍ  په منځ  کې   د کهړک  پور  تر  غرونون  پورې   جنوب  ته  وخوځیږې ، نو دبنګال حکمران  سلطان محمود  به دا فکر وکړي  چې د مونګیر د کلا  د نه تسخیریدونکی  حیثیت  په اساس  شیرشاه سوری  د خپل جنګ  پلان  بدل کړې  دې. او اوس  هغوې د سورج ګړ او جنوب  په  لور  غواړی  ولاړ شي  او څه  نورې  سیمی  ولکه کړي  او د ګنګا د دریاب   څخه  دتیریدو پرته   به   بیرته  ستا نه  شي .  تر دې وخته  پورې  به  زمونږ د  جنوب  لښکر   په هغوې  په نا څاپی  توګه  یرغل  یوسي  اودبدترین  حالت سره  به یی مخ کړي  او په شمال کې  په سورج ګړ  باندې  حمله  کونکې  لښکر  به بیرته  را  ستون  شي اود مونګیر  کلا  باندې   به حمله  یوسي  اودهغې د ولکې کولو  له پاره  ځان  جوړ کړی .

تر دې ځایه دخبرو  وروسته صاحب خان  غلې  شو او بیا شیرشاه خپله  پریکړه  داسې  واوروله .

صاحب خانه  ، زما زویه ! په   قدوس خداې  سوګند  چې تا ډیر  ښه وړاندیز وکړ.  په همدې  پلان  باندې  دعمل کولو په  اساس مونږ  توانیدلې شو  د مونګیر  په  نه تسخیریدونکې  کلا باندې ولکه وکړو .  واورئ  زما  دوستانو  او زما عزیزانو ! که  چیرې  مونږ د مونګیر  کلا  سوبه کړه  نو داسې یی وګڼئ  چې د بنګال د حاکم  سلطان محمود  د فوځ   ملا   مو  ورماته کړې ده . دهغې وروسته به دهغه  تر  مخه دوه  لارې  وي ، لمړۍ  دا چې  هغه  به  په  پراخه  میدانو کې  زمونږ  پر  خلاف  جنګ  ته تیار  شي  چې په هغې  جنګونو کې به  د خپل ځان دخوندې کولو له پاره کومې لورې  ته تښتي . اودویم  دا  چې د خپله   ځانه  د کوم  ستر ځواک  تر مخه  به   خپله  زولۍ  خوره  کړې   او  زمونږ پر خلاف  به  ترې   مرسته وغواړي  . په هر حال  هغه  پلان  چې  صاحب  خان  وړاندې کړې  په همغه  به  عمل کوو .

تر دې ځایه د خبرو کولو وروسته شیرشاه  لږ څه تم شو  او وروسته یی بیا  دخبرو لړۍ  جاري و ساتله  اوویی ویل :

ګوره  صاحب  خانه  !  ستا دهمدې  وړاندیز په اساس  به  لښکر  په دوو برخو  باندې وویشل شي ، دلښکر یوه برخه  به  له ماسره  پاته شي  او د بلې برخې  قومندانی  به یی ته په خپله کوې . له تاسره به  اسماعیل سوری ، حبیب خان ککړ  اوهیبت خان نیازي  هم  ملګری  وی ، خو له ماسره  به زما د زامنو څخه  علاوه  سرمست خان  سروانی  ، حاجې خان  بټنی  او برهم  جیت  ملګري  وي .

صاحب خانه   واوره ! ته به د خپلې برخې دلښکر سره یو ځاې  د کهړک  پور د غرونو د  پیچ و تاو  نه ځان و کاږې او د شمال  په لور  به حرکت  وکړې . سورج  ګړ  ددغه  ځایه   چې  همدا اوس  په کې مونږ  پړاو کړې دې  نژدې   ۱۸ میله واټن کې  پروت دې ، ته به دشپې په تیاره کې  مخکې تګ کوې او د  لمر خاته  نه  مخته  به  هلته  سورج ګړ  کې  ځان  را  څرګند کړې . اوبیا  په داسې توګه  پرې  حمله  وکړه  چې  د بنګال د  حاکم  سلطان  محمود د فاعی  فوځ  ته  د خوزیدو  فرصت   هم  په لاس ور نه شی . په سورج ګړ  باندې د حملې کولو نه  وروسته هغه په  مکمله توګه  په خپله ولکه کې واخله  اودهغې  ځاې د  انتظا ماتو  د منظمولو وروسته بیا ته د جنوب  په لور  را وخوځیږه ، او د شپې په  تیاره  کې د مونګیر په کلا  باندې   حمله وکړه . اوزه به د پلان  په مطابق   د جنوب  په لور ولاړشم  اوبیا  به د  ګنګا او   کول  ددریابونو د یو ځاې کیدو د ځایه  مخته   دمني پور په سیمه کې  د ګنګا  د دریاب  څخه  ورتیر  شم  او دشرقی  ساحل  په لورې به ولاړشم اوهلته  به د سلطان  محمود  په  لښکر  باندې   د حملې کولو  هڅه وکړم .

کله  چې شیرشاه  سوري په دې اړه دخپلو نورو  سالارانو  آند  ځانته  معلوم کړ   نو ټولو په  ډیره خوشحالۍ  سره دا وړاندیز  و مانه ، ددې نه وروسته شیرشاه خپل لښکر  په دوو  برخو وویشه ، نیمایی برخه یی دخپله  ځانه سره و ساتله اوبله  نیمایی  د صاحب خان په  قومندې کې  هغه ته ور وسپارله . په همدې وخت کې لښکر  خپل  پړاو  ختم  کړ  ، بیا شیرشاه سورې  د خپل  لښکر   سره یو ځآې   د کول  د دریاب  په   غاړه غاړه  د کهړک  پور د غرونو  په پیچ  وتاب   کې   د جنوب  په لور  کوچ وکړ    په داسې حال کې  چې صاحب خان  دخپل لښکر سره یو ځاې  په  سورج ګړ  باندې دحملې  په خاطر  د شمال  په لور  ولاړ.

صاحب خان دخپل لښکر سره یو  ځاې   د سورج ګړ  پورې  دغه  اتلس  میله واټن  د شپې په تیارو کې  لکه  په  سینو د ښویدونکو  چینجیو  او مارانو     او یادښکار پسې  د پلټونکو پړانګانو په څیر   وهلې و. صاحب  خان   دخپل لښکر  سره  یوځاې   سورج ګړ  ته  نزدې  هغه وخت   را ښکاره  شو  چې  په  شرق کې  د  درواغجن سهار  نښې  نښانې  را ښکاره  شوې وې ، نو هملته  یی  خپل  لښکر تم کړ  او دهغوې  صفونه یی منظم کړل  .

ددې  کار د پاې ته  د رسیدو وروسته  صاحب  خان   خپل    ټیټ  سالاران   چې په هغوې کې  هیبت  خان نیازې ،  حبیب خان ککړ ، او اسماعیل سوری  هم  شامل  و ، را وبلل. کله چې دا  درې واړه  هغه ته راغلل  نوبیا صاحب  خان  ورته په ډیره  راز دانه  توګه وویل :

زما دوستانو  !  د بنګال د  حاکم  سلطان محمود  د سورج ګړ  سنګر  همدا اوس  زمونږ تر  مخه  پروت دې . هغه جاسوسان  چې سلطان  محمود  زمونږ  څخه د خبریدو له  پاره خپاره کړې و  نوهغوې  به  خبر ورکړې وې  چې زه  اوزما سره  ملګرې  تاسو درې واړه د ټول  لښکر  سره یو ځاې  سورجګړ  ته رارسیدلې یاست . نو په دې خاطر  به سلطان محمود  دا  انګیرلې  وی چې  اوس نو د مونګیر  کلا  بلکل  خوندی پاته ده . په دې  خاطر  به  هغه دهغه ځآیه  را وځی  او دهغه ټول  لښکر  به د سورج ګړ  د خوندي  پاته کیدو اودفاع   له پاره  دلته د  راتللو  هڅه کوي .

زما  ورونو واورئ  ! ما د جنګ  د پلان د بدلون   اراده کړې  ده . څرنګه  چې  سورج ګړ  د بنګال د حکمران  سلطان محمود  یو ستر اوقوی  سنګر  دې  خو دومره هم  نه   چې زمونږ  په لار  کې خنډ  شي . په  دې خاطر ما پریکړه کړې  ده  چې  یواځې  هیبت خان نیازي  او حبیب ککړ  به   په  سورج ګړ  حمله کوي . دهغه په دې خبره  هیبت  خان نیازی  یو  دم  را ټوپ کړ او ترې  ویی پوښتل :  امیر صیب ! ته به چیرې  ځې ؟ صاحب خان  ورته  په ډیره نرمه ژبه  وویل  چې : هیبت  خانه  !  لمړۍ خو زما خبره پوره  واوره   بیا په دې منځ کې  خبره کوه ؟ په ځواب کې هیبت  خان  غلی  شو اوبیا  صاحب  خان  په خبرو پیل وکړ .

ګورئ  ورونو !  لښکر به  په درې  برابرو  برخو وویشو . یوه برخه  به یی هیبت خانه  ستا او د حبیب ککړ  په لاسو کې وي  بله  برخه به یی د اسماعیل سورې  په قومنده کې او دریمه برخه  به یی زما  سره وي .

هیبت خانه ! ته  به د حبیب ککړ   سره یو ځاې  په سورج ګړ  باندې حمله کوې  او په هر صورت  به دهغې د ولکه کولو  هڅه وکړې  ، کله چې تاسې  حمله وکړئ نو سلطان محمود او دهغه سالاران  به   دا و  انګیري  چې صاحب  خان د خپلو ملګرو  سالارانو سره  یو ځاې په سورجګړ  باندې  حمله کړې ده . په داسې حال کې  چې  په خپله  شیرشاه سوري   د ګنګا   او کول  ددریابونو د یو ځاې کیدو  ځاې   ته ورغلې دې. خو مونږ  به دښمن په تیاره کې ساتو او په یوه شپه کې به دوه   کاره تر سره کړو .

پرلپسې لري……