کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۶)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۶)

دقریب الرحمن سعید ژباړه :


تاسو ددې  ناول  شپاړسمه برخه  لولئ….


پرلپسې (۲۹مه)…



دسلطان علاؤالدین  ، کوټوال  علاءالملک  او نورو امراو  په غیر حاضرۍ کې  د راجه رتن  سین  سالارانو هر یو پورن مل  او نایب  یی مادهوراې  ډیره  زیاته ګټه پورته کړه ، د راجپوتانو  یوه  ډله   بله  ورځ د شپې  له  اړخه  په ډولۍ کې ناست  ددهلی ښار ته را ننوته  ، دهلی ته  د راننوتلو سره سم  دا ډله  تر  زندان  پورې  ورسیده  ، هملته تم شوه   بیا  د ډولۍ  څخه  ساتونکې  را ښکته شول او په  زندان  یی حمله وکړه  اودهغه ځاې  ساتونکې  یی د سترګو په رپ کې  له منځه یوړل ،  راجه رتن سین یی د بنده  ازاد کړ او د چیتور  په لور یی  یوړ .


په هغه  ورځ  چې  راجپوتانو  راجه  رتن  سین د زندانه  ازاد کړ نو په همغه ورځ  راجکنور  ، کولاب  ، کنپل او کیتهل  ډیر  زیات اندیښمن   وو .  هغې  په دې فکر کې و  چې هسې نه  چې په دې  ټوله معامله کې  ددوې نومونه وانه  خستل شی . هغوې  ټول  په میلمستون کې  حیران او پریشانه  ناست وو. په همدې وخت کې  دراجپوت  څوکسه وسله وال   ځوانان  دهغوې   حویلۍ  ته  ور ننوتل ، هغوې  ټولو  خپل مخونه پټ کړی و  ، میلمستون  ته د ننوتلو وروسته دهغوې  څخه یوه  یی  خپلو ملګرو ته حکم وکړ  چې :


دا شهزادګۍ  کیتهل ده ،  دا  هم راپورته کړئ ،  دا  به هم  مونږ د راجه رتن سین سره  یوځاې   وړو . مونږ به دا څه ډول  و زغمو  چې د یوه راجپوت  شهزادګۍ  د یوه مسلمان  کمال الدین  سره  واده وکړی .  په دې وخت کې  راجکنور  راپورته شو  او  په  طنزیه  تو ګه  یی  وویل :


خبر دار  !  کیتهل    ته لاس  یونه سئ ، دا  د کمال الدین امانت دې ، په یاد ساتئ کله  چې علاؤالدین ته  ددې  ټولو  پیښو په اړه  معلومات  تر لاسه  شي  نو هغه به د چیتور  خښتې  په خښتو  باندې  کړې ، اوهلته  به هیڅ  راجپوت  ژوندې  پری  نږدی . ستا سو دا عمل   به د راجپوتانو  تر منځ  د وینو تو یولو  یوه نوې  لړۍ  پیل کړي .


هغه ځوان  چې  د کیتهل  د پورته کولو حکم یی کړې و نو  هغه  راجکنور ته  په ډیره  بده  توګه و کتل  او ورته یی وویل:  راجکنوره !   یوې  لورې  ته  چپ  چاپ   و  دریږه . که چیرې  تا په  دې وخت کې  شور  شرابه  جوړه کړه  اویا دې  زمونږ د مخنیوې کولو هڅه وکړه  نو یاد  ساته  چې  زه  به دې  څټ  در پرې کړم . کولاب  او کنپل  هم یوې  لورې  ته کړه ،مونږ به  په هر صورت کیتهل  له ځانه سره  بوځوو . مونږ  په دې اړه  د راجه رتن  سین  سره هم خبرې  کړې دي . هغه مونږ دې خبرې ته تیار کړې دې  چې  کیتهل به دلته نه پاته کیږي . دا  به حتما  زمونږ سره   جیتور  ته ځي  اودکمال الدین سره  به واده   نه کوي .


په همدې وخت کې  څو  وسله  وال  ځوانان   را مخته شول ، کله یی چې غوښتل  کیتهل  په زور  را  پورته کړي  نو کیتهل هغوې  ته په  عجیبه  سترګو  وکتل   ،خو کله یی  چې وکتل  چې  بې وسه ده  او دخپله ځانه دفاع  نه شي کولې   نوهغوګواښونکو ته  یی وویل :


ما ته  لاس مه راوړئ ، زه په خپله  له تاسې سره ځم . دهغې په دې خبره  وسله وال  ځوانان تم شول ، کیتهل هم غلې  له هغوې سره  روانه  شوه ، د حویلۍ څخه  را بیرون  شوه ، هغوې کیتهل هم په  یوه آس  باندې  سپره کړه ، دشپې په تیاره کې یی خپل آسونه  په ځغاسته کړل ، او ددهلی څخه ووتل ،  او په دې توګه  را جپوتانو د رتن  سین  دزندان  نه د      ویستلو  کار  پوره کړ او  تر څنګ  یی  شهزادګۍ  کیتهل  هم  له ځانه سره یوړه . 


کله چې  هغوې  شهزادګۍ  کیتهل   له ځانه سره یوړه  نوکولاب   په ډیره بې وسۍ  سره  راجکنور او  کنپل ته مخ  کړ او ورته یی وویل :


دا څنګه  توره  تیاره او توپان دې ، کمال الدین  چې اوس  زمونږ ورور  دې  ،کیتهل  یی مونږ ته سپارلې وه، کله چې هغه بیرته  را ستون شي  نو  مونږ  به  هغه ته  په کومو سترګو  ښه راغلاست  وایو .ځکه دهغه  په غیر حاضرۍ کې مونږ  و نه   توانیدو  چې کیتهل  خوندی وساتو . دا پورن مل او  مادهوراې  خو ډیر بدمعاشه او  بد سلوکه خلک وو.  زه ویریږم  چې  هسې نه  کیتهل د بل  چا  سره د واده  له پاره مجبوره کړي ؟ که چیرې داسې وشو نو دا خوبیا زمونږ  له پاره  د مرګ  ځاې  دې .


په ځواب کې  راجکنور تر یوه وخته پورې  غلی  او په  فکر کې ډوب  ناست و . بیایی وویل :  که ماته  وخت  په لاس راشي نو زه به دا  پورن مل او  مادهورې  ژوندی پری نږدم .  دا ټول  سازش  او بدمعاشي  د پورن  مل   ده ، کله چې ما هغه ته وویل چې  دکیتهل او کمال  الدین واده    ډیر ژر  شونې دې نو هغه پرې  ډیر په  غصه  او نا ارامه شو . زه فکر کوم چې هغه  زما ماما  رتن  سین   ددې کار له پاره تیار کړې دې  چې  د کیتهل  واده د کمال الدین  په ځاې   په  خپله د پورن مل  سره وکړی، ځکه  چې  څومره په غور  چې  پورن مل  کیتهل ته  کتل  نو دهغه د سترګو  دا  غلا  پټه پاته  نه شوه . په هرصورت   کولاب !  ته  غم مه کوه ،  څه نا څه به ضرور  را مخته  شي . خو هغه وخت  چې  سلطان  علاؤالدین او کمال الدین  د   چتوړ  نه  را ستانه شي  .  که خداې  غوښتل  نو زه به  خپله  خور  کیتهل  د دې پورن مل او  مادهورې  بدمعاشانو له لاسو را خلاصوم  او  یوه  ورځ  نه یوه ورځ  به  یی  د کمال الدین  خدمت  ته راوړم .


به ځواب  کې یی  کولاب او کنپل هیڅ  یوې هم  څه و نه ویلې. راجکنور هم تر ډیره  پورې  غلی  ناست و . ددې وروسته  راجکنور  یو ځل بیا وویل :


دا  ښه شول  چې ما د کیتهل سره یو ځاې د کنپل  یادونه  نه ده کړې . که چیرې ما  دا خبره هم کړې واې   چې کنپل  به د کریم الدین سره واده کوي   نو دوې بدمعاشانو او اوباشانو به   کنپل هم له ځانه سره  پورته کړې وه.   زه فکر کوم  چې  بیا به  یی که  کیتهل  د پورن مل سره  واده  ته مجبوروله  نو کنپل به  یی  د مادهورې  سره  په واده کولو  اړ کوله . په  هر  صورت د سلطان او  کما ل الدین تر راتلو پورې   به زه تر  هر  څه   اول  دا کار وکړم  چې کنپل او کریم  الدین  واده  به تیار کړم  اوبیا  به په خپله د کیتهل  په لټون  پسې  ووځم . زه هیله لرم  چې دهغې په  پیداکیدو کې به  بریمند  شم .


کنپل اوکولاب  د  راجکنور ددې وړاندیز  سره  اتفاق وکړ .   خو  څرنګه  چې  شپه اخری  برخې   کې وه  مګر  دې  درې واړو  ته د غم او  اندیښو  له  وجې  خوب  نه راته ، نو په دې خاطر هملته په  میلمستون  کې  کیناستل او تر سهاره یی  په اخوا دیخوا خبرو  باندې  وخت تیراوه .


۳۰


کله چې  سلطان علاؤالدین  دخپل لښکر  سره یو ځاې  چتوړ  ته  ورسید  نو هلته یی د کلا  نه بیرون  پړاو وکړ.  په دویمه  ورځ کمال الدین هم  دخپل  لښکر سره یو ځاې  چتوړ  ته    ور  ورسید . اوخپل لښکر ته یی د پړاو کولو په  حکم سره  کریم الدین  دهغوې  مسؤل  و ټاکه ، اوپه خپله کما ل الدین  دسلطان  دربار ته ورغې.  څنګه چې سلطان  ته  را مخامخ شو  نو سلطان  ورته دخپله ځایه پورته شو او خپل  لاسونه  یی  ورته پرانستل  اوکمال الدین یی په خپله غیږ  کې و نیوه ، دهغه تندې  یی  څو ځله  ښکل کړ ، او بیایی ورته وویل:


نیک او ویاړلې  زویه !  هغه امیدونه  چې د وارنګل  په اړه مې  له  تاسره  تړلی وو نو په خداې سوګند  چې ته په هغوې  ټولو  امیدو نو  باندې  نه یواځې  دا چې برابر  و ختلې  مګر دهغو ې څخه مخته  هم  شوې.  ما  چې  په خپل  فکر  کې د  وارنګل د کلا د سوبې  له پاره څومره ورځې  شمیرلې وې  نو تا دهغې  څخه هم کمې ورځې  واخستې  . زه تاته د وارنګل  د کلا  د سوبې په اړه مبارکي وایم .


کله چې سلطان د کمال الدین څخه  جدا شو نو د سلطان  زوې  خضرخان  د کمال الدین  سره ور غاړې ووت . بیا درې واړه  هلته کیناستل ، کمال  الدین  سلطان ته وویل :


درونده سلطانه !  په چتوړ باندې  د حملې  له پاره  تاسې څه ډول   عملې تدابیر  اختیار کړې دي؟  دهغه په دې خبره باندې  سلطان وخندل  او ورته یی وویل :


کمال الدینه زویه   ! ته خو همدا  نن  چتوړ  ته را  رسیدلې یی . اوزه  له تاڅخه یوه  ورځ  مخته  راغلې یم . تر اوسه  خو به زما  لښکر دمه هم نه وي  جوړه کړې . زه  به  یوه  ورځ  دوه  دلته پړاو کوم او انتظار  به کوم . که  چیرې د چتوړ  شهزاده د ښار  نه بیرون  زمونږ  سره مقابله کول  غوښتل  نو  د جنګ پیلامه به داسې  کیږي  چې  لښکر  به  په درې برخو  ویشو ، منځنۍ برخه  به یی  له ماسره وی ، په ښي اړخه  کې به ته او کریم الدین د خپل  لښکر سره   اوسئ ، او په چپ  اړخ  کې به  زما  زوې  خضرخان  د خپل لښکر  سره اوسي . زه هیله  لرم  چې که چیرې د  چتوړ  شهزاده د ښاره  بیرون  را ووځی  او مقابله  وکړی  نو مونږ به هغه ته د ښار نه بیرون  ډیره  بده ماتې ورکړو  خو که دماتې خوړولو وروسته و تښتید او ښار ته ننوت  اوخپل ځان یی په ښار کې  محصور کول  غوښتل  نو هغه  به هم زمونږ  له  پاره دومره  زیانمنه  نه وی ، ځکه  چې په دې جنګ  کې  به مونږ هغه  ته پوره  زیان  ور  رسولې وي . د چتوړ  دکلا  د سوبه کولو له پاره به مونږ همغه   تګلاره  خپلوو، چې تا  په رنتهمبور کې  خپله کړې وه ، زه هیله  لرم  چې په دې توګه  به  مونږ  محاصره  شوې  ښار په  ورځ  دوو کې  سوبه کړو . سلطان  تر دې ځایه د خبرو  وروسته  لږ څه غلی  شو اوبیا یی کمال الدین  ته  په وینا کې وویل:


کمال الدینه  زویه ! ته خو  همدا  اوس  دخپل  لښکر سره یو ځاې راغلې  یی . ولاړ   شه ا و  لږڅه ارام وکړه . اوخپل  لښکر ته  هم د  ارام کولو فرصت  ورکړه . زما او دخضرخان  لښکر  څه  ارام  کړې دې . مونږ  به په  پوره وړتیا سره  دښمن  تر سترګو لاندې ساتو .  درې ورځې  به همداسې  تیرې کړو ، دهغې وروسته به ګورو  چې  مونږ ته څه کول  په کار دي . دهغه په دې خبره کمال الدین د خپله ځایه پورته  شو او دخپل پړاو په لور ورغې.


دوه ورځې   وروسته د چتوړ  شهزاده  دخپل لښکر  سره یو ځاې د  چتوړ  څخه راووت . اودسلطان  علاؤالدین د لښکر تر مخه  یی  خیمه  ووهله ،  هغه ددغې  دوو  ورځو  په  وخت کې  خپل  جنګې  کارونه  تکمیل کړی  وو، دهغې وروسته  یی  په ازاد میدان کې د سلطان علاؤالدین د مقابلې  له پاره  هوډ کړې و.


د چتوړ  نه د  راوتلو  څخه  لږ ه شیبه وروسته ،د چتوړ  د راجه  به لښکر  کې  دجنګ  ډول ووهل  شو . تر څنګ  یی په ډیره  چټکه  توګه د جنګ  لیکی  هم   جوړې کړل شوې ،په ځواب کې یی سلطان  علاؤالدین هم خپلې  لښکر ې  تیارې کړې  ، سالارانو یی هم  همداسې  وکړ ل. دپخوانه د پلان  شوې   پروګرام  سره سم  یی  لښکر په درې برخو وویشه ، منځنۍ برخه  کې علاؤالدین پخپله راغې  ،کریم الدین او کمال الدین  ښي او  خضرخان  چپ  اړخ  ته  ولاړ .


کله  چې  لیکې  منظمې  شوې  نو د چتوړ  د راجه  لښکر  په پوره ځواک  سره د سلطان به لښکر  باندې  راغبرګ  شو . په ځواب کې یی  تر هر څه لمړۍ  علاؤالدین  خپل  کار پیل کړ ،هغه خپل  فوځ  په  پوره وړتیا سره   په حرکت  راوست ، او د چتوړ د راجه د لښکر په منځنۍ  برخه یی یرغل  وروست .  د سلطان  نه وروسته کمال الدین هم دخپل لښکر سره یو ځاې  د چتوړ د راجه  د لښکر به ښي  اړخ  باندې یرغل   وروست اودچتوړ د راجه  یرغل  یی  تم کړ .


دکمال الدین نه وروسته  د سلطان علاؤالدین  زوې خضر خان  هم خپل  ځان  د نورو نه شاته نه کړ  ،هغه هم خپل  لښکر  د چپ  اړخ  له لورې  د راجه   په لښکر  باندې  ډیرغل  له پاره  قومنده کړ .  د چتوړ  نه  بیرون  د مرګ  ، وحشت او وینی تویولو  بازار  ګرم  و ، د چتوړ د راجه  فکر  داو  چې هغه به دښاره بیرون  سلطان  علاؤالدین ته ماتې ورکړې  او تیښتې ته به یی مجبور کړې ،خو د لږه شیبه  جنګ  نه وروسته  هغه ته دا ډاګیزه  شوه  چې  دهغه لښکر  به تر ډیره  پورې  دسلطان  دلښکر  مقابله و نه شي کړاې . ّځکه  چې د    چتوړ  د  شهزاد ه د لښکرو  مخکیني  صفونه  سلطان  علاؤالدین ، کمال الدین اوکریم الدین   ټوټه ټوټه کړی و  اوبیا  په  کلاره کلاره د سلطان   علاؤالدین ، کمال الدین او  خضرخان  له اړخه  د راجه په لښکرو  باندې  فشار  ډیریده ، دهغه د لښکریانو شمیره  په لمړیو  لیکو کې  کمیده ، د وروسته  لیکو عسکر  به  مخکې  لیکوته راوړل کیده  خوکله  چې راجه وکتل  چې دهغه  لښکریان   یو په بل پسې  وژل کیږی  او  وروستې  صفونه  مخکینو صفونو ته  ور  ټیل وهل کیږي  نو هغه ته یو ډول  ناهیلۍ او نا امیدې  را پیدا شوې .  سلطان  هم دهغوې د همدې   ناهیلیو او  ویرې  سره په ګټې  پورته کولو  باندې  داسې  ګړندی  یرغلونه  پیل کړل  چې د چتوړ  شهزاده  ته د  چتوړ دکلا  دباندې  ډیره بده ماتې  ور په برخه شوه. اودخپل لښکر  سره یو ځاې و تښتید. هغه  غوښتل د چتوړ  ښار ته  ور ننوځی  اوهملته  ځان محاصره او  د سلطان  مقابله وکړي :


په  دې وخت کې سلطان  ، کمال الدین او خپل  زوې  خضرخان  ته  وویلې  چې په  خپل  ټول توان  سره د دښمن  تښتیدلې  ځواک   تعقیب  کړي  اودا حکم  یی هم  ورته وکړ  چې  ددښمن پسې  ښار ته ور ننوځی . تر څود  چتوړ د سوبه کولو  له پاره که چیرې مونږ د رنتهمبور د  ترکیب  څخه  خوندی پاته شو نو دا  به ډیره ګټوره وي ، د دې حکم سره  سم  ، کمال الدین او خضرخان  د سلطان سره یو ځاې  د تښتیدلې  دښمن  تر شا په  پوره ځواک  سره  ولاړل .


کله یی چې ددښمن  تعاقب کاوه  نود علاؤالدین ، کمال الدین او خضرخان  لښکر  ښار ته ور  ننوتی  وو.نو د کلا د دیوال  دپاسه  ناستو  ساتونکو  پرې د غشو  باران  جوړ کړ. خو دوې  د دې  غشو  د باران  دپروا کولو پرته  ددښمن پسې   ښار  ته ور ننوتل .


کله  چې د چتوړ  شهزاده وکتل  چې د علاؤالدین   متحده لښکر دهغه  تعاقب پسې  راغې او چتوړ  ته  را ننوتل  نو هغه بیرته په خپلو پوندو  باندې  را وګرزید  اودعلاؤالدین په لښکر یی  سخته  حمله وکړه ،داسې فکر کیده  چې  شهزاده  ځانته د ښار دننه حالات   مساعد  کتل  خو اوس  ترې  ورښ   اوبو وړې و . ځکه کله چې  هغه  بیرته را ستون شو او حمله یی وکړه  نو سلطان علاؤالدین ، کمال الدین اوخضرخان  پرې  په  پوره  ډاډ  او اطمینان سره  ور غوټه  شول.


راجه  ډیره هڅه وکړه  چې خپل لښکر  را ډاډه کړی او د دښمن په مقابل کې یی د تم کیدو  حوصله ورکړي  خو دهغه  څومره لښکر  چې  د علاؤالدین  ، کمال الدین  او خضرخان مخې ته راغې  هغوې  لکه د ګازرو اومولیو  په شان  د تیغه تیر کړل شو. اوپه دې ترتیب  سره  د چتوړ په  داخل کې  د چتوړ د راجه  اود هغه د لښکر  عامه وژنه  پیل شوه . او چتوړ د سلطان   علاؤالدین  تر پښو لاندې   را وپرزید. دا  لمړۍ  ځل و  چې  کوم  مسلمان  حاکم  او سلطان  د هنداوانو   تر ټولو  لویه  او ستره  چتوړ نومې کلا سوبه کړی  وه .


په کومه ورځ  چې سلطان علاو الدین  خلجیي  چتوړ  ته د یوه  فاتح په  حیث   ور ننوت  نو دجنګ  نه وروسته  په همدې ورځ  مخبرانو  خبر ور  ورساوه  چې  راجپوتانو د دهلي په زندان  حمله کړې   اودهغه ځایه یی راجه  رتن  سین  ازاد کړې او له ځانه سره  یی  وړې ،او د تللو په وخت   کې یی  شهزادګۍ کیتهل  هم له ځایه سره اخستې ده . کله چې هغه ته دا خبر  ور  ورسید نو په دې وخت  کې د علاو الدین  تر څنګ  کمال الدین اوخضر خان هم ولاړ وول.


سلطان  علاؤالدین دا خبر  په ډیر ه حوصله او صبر  سره  واورید. بیا یی دکمال الدین اوخضر خان  لورې ته وکتل او  ورته یی وویل :


زما زامنو! تر هغې  چې د رتن سین د ازادولو پورې  اړه لرې   ،په دې اړه ماته کومه اندیښنه نه شته . ځکه  چې هغه خپله سزا  پوره کړې وه  او هسې هم ما هغه  په دې ورځو کې ازاداوه . خو دا  چې  راجپوتانو  کیتهل  هم له ځانه سره وړې ده ، نو ماته دا معامله څه درنه  شانته ښکاری ، مونږ  باید په هر صورت چې کیدې  شي کیتهل  تر لاسه کړو . داسې  پلان  به ورته  جوړ کړم  چې  راجپوتان  زما تر مخه  زنګون  کیش  شي . دهغه وروسته  کوم قاصد  چې سلطان  ته دا خبر  راوړې و نو دهمغه  په خوله یی  دهلی ته دا پیغام  ولیږه  چې  هغه ډیره  ژر  دهلی ته را رسیدونکې دې.


د چتوړ  د سوبه کولو  وروسته ، سلطان په ډیره  بیړه  او ګړندۍ توګه د هغه  ځاې  نظم و نسق  جوړ کړ  ، خپل زوې  خضر خان یی د هغه ځاې  حاکم  و ټاکه ، اوبیا یی  دکمال الدین سره یو ځاې  خپل لښکر  را واخست  اوپه ډیره  تندۍ  سره یی  ددهلی په لور مخه کړه .


کله  چې سلطان  دهلی ته  را ورسید،نو امراو  یی په ډیره   ښه توګه   استقبال وکړ . په استقبال کونکو کې  راجکنور هم  شامل و . سلطان د لاس په اشاره   راجکنور  خپل ځان  ته را وباله ، کمال الدین هم دسلطان سره یو ځاې ولاړ . سلطان خپلو امراو  ، قضاتو اود عدلیی د کسانو سره یو ځاې د قصر په یوې  خونې کې کیناست . کمال الدین او  راجکنور  هم سلطان دخپل  ځان سره  هملته و ساتل. بیا سلطان  راجکنور  ته وویل:   راجکنوره  ! د چتوړ  د سوبې وروسته  ما هلته خپل  زوې  خضرخان  د حاکم په حیث  و ټاکه . خو زه غواړم هلته  سمدستې  تبدیلې  راوړم . زه تاته  څو  ورځې  مهلت  درکوم ، خپل ځان  تیار کړه ، زه  غواړ م تا د چتوړ  حاکم و ټاکم . د چتوړ کلا  چې  ستا د ماما  رتن  سین ملکیت دې  هغه  به هم ستا د قومندې لاندې وي،  خو تر ټولو  لمړۍ کار به ستا  داوې  چې  په هر صورت  به کیتهل  را پیدا کوې ، دهغه په دې خبره باندې راجکنور وویل :


درونده  سلطانه !  په  خداې  سوګند  چې تا زما د زړه خبره وکړه . زه شرمیږم  چې  دخپل  ورور  کمال الدین  مخې ته کینم . ما تر اوسه  پورې  د هغه سره د کیتهل  په اړه  خبره   نه ده کړې . ځکه  چې  د تللو تر مخه  یی ماته کیتهل  سپارلې وه . او زه  د شرم  احساس کوم چې زه به کما ل الدین  ته   په دې اړه  څه ځواب  وایم . دا چې تا زما په اړه   د چتوړ  د حاکم  په حیث   د ټاکلو اراده  کړې  ده  نو زه به تاته  یقین او ډاډ  درکړم  چې  زه به په هر  صورت دخپلې خور  لټه کوم  او خپل ورور کمال الدین  ته  به یی  راوړم . دورنده سلطانه !  ماته  د چتوړ  د تللو  تر مخه  څو ورځې  فرصت  راکړئ .


درونده سلطانه ! ته پوهیږې  چې  ما دخپلې خور  کنپل  کوژده  د کمال الدین  د  ملګری ورور کریم الدین سره کړې  ده . اوزه  غواړ م د خپلې  ښځې  کولاب  سره یو ځاې د چتوړ په لور ولاړ شم  نو غواړم  چې دتللو دمخه  دکریم الدین او  کنپل دیوی تر منځ  دواده  مراسم  تر سره شي . تر څو ددې اړخه  زما اوږې  سپکې شي اوبیا په  ډیره  ډاډمنه  توګه دخپلې خور کیتهل  لټون وکړم .


سلطان   د راجکنور  ددې  وړاندیز  سره اتفاق وکړ ، ددې سره یوځاې سلطان  هغه غونډه هم  برخاست کړه ، دقصر نه د  راوتلو په وخت کې کمال الدین  او راجکنور  چپه  خوله و  بیا راجکنور  کمال الدین ته  وویل :


کمال الدینه   وروره  ! زما  سره  الفاظ نه  شته  چې  د هغو په ویلو سره  زه  له تاسره د  کیتهل  په اړه    همدردي وکړ م.  کمال الدینه  وروره  !  تا  دکریم الدین  سره یو ځاې  د تللو په وخت کې  زه د کیتهل د خوندي  ساتنې  له پاره پری ایښې وم ،خو په خداې  سوګند  چې حالات  داسې راغلل  چې زه یی بې وسې اومجبوره کړم . اوما دکیتهل دخلاصون  له  پاره  هیڅ  هم و نه شو کړاې . وروره  !  اوس  یی  چې زه د چتوړ  دحاکم په څیر  ټاکلې  یم  نو ته ډاډمن اوسه ، زه  به  هر څنګه  چې وي خپله  خور   را پیداکوم او تا ته به یی را رسوم . کمال الدین دهغه  په خبرو  وخندل او هغه  یی په شا و ټپاوه  او بیا دواړه  دحویلۍ په لور راغلل .


دوه ورځې وروسته د کریم الدین  او کنپل دیوی  تر منځ  واده  وشو . هغوې دواړو  هملته د راجکنور  په حویلۍ کې  واړول ،   په داسې حال کې  چې راجکنور دخپلې  ښځې  کولاب دیوي سره  یوځاې ، دڅو  ساتونکو  ډلو  په ملتیا  د چتوړ  د حاکم په څیر  هغه  لورې ته روان  و . سلطان علاؤالدین خپل زوې  خضر خان  د چتوړ  څخه  بیرته  را  غوښتې و.


پرلپسې لري ……………