کور / تازه خبرونه / ليکوال او شاعر افضل شوق له نړۍ لاړ

ليکوال او شاعر افضل شوق له نړۍ لاړ

په ډېره خواشينۍ خبر شوو چې د پښتو يو دروند شاعر، ليکوال او ژورناليست افضل شوق نن (۱۳ نومبر ۲۰۱۰) په اسلام اباد کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه.


 ارواښاد له بلوچستان پوهنتون څخه په ټولنپوهنه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ، په ۱۹۹۸ کې د مصر له کايرو ډموګراپيک سنټر څخه د نفوس شمېرنې په برخه کې دوهمه ماسټري ترلاسه کړه. له ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۸۶ پورې په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د ټولنپوهنې د استاد په توګه دنده درسره کړه، تر هغه وروسته يې د نفوسو د پرمختيا په ادارو کې دنده ترسره کړه.


 نوموړي همدارنګه د کوټې له راډيو سره کار وکړ، د دې تر څنګ يې د پاکستان په مختلفو ټلوېزونونو کې د وياند، سکريپټ ليکونکي په توګه دنده وکړه. نوموړى د ګڼو کتابونو تر څنګ پر بېلا بېلو ټولنيزو مسايلو ليکنې وکړې، ارواښاد شوق په پښتو ادب کې د يونليک د ليکوال په توګه ډېر زيات مشهور دى. اوه ګامه مزل، مزل پر واورو باندې، او د لمر د کلي په لور يونليکونو يې ډېر زيات مينوال وموندل، د دې تر څنګ د نوموړى دوې شعري ټولګې په لټون ستا د څيرې او شلېدلى اميل هم چاپ شوي دي.


د پروني مخونه په نوم يې يو ناول هم چاپ شوى. ليکوالې او شاعرې حسينه ګل د نوموړي د ادبي کارونو او ژوند په اړه د افضل… افضل شوق په نوم يو اثر ليکلى. افضل شوق د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم ليکل کول، نوموړي د خپل خاص انداز په زور د بهرنيو ليکوالو پام ور اړولى و. د نوموړي اثار انګليسي او چينايي ته هم ژباړل شوي دي، د شوق د شعر شاعرۍ او ژوند په اړه بهرنيو ليکوالو زيات ليکل کړي اود سولې سره يې د هغه لېونۍ مينه ستايلې ده.


 افضل شوق د فرشته په نوم يو ټولنه هم درلوده چې د نړۍ د هرې برخې ليکوالو او هنرمندانو په کې ونډه درلوده. ارواښاد افضل شوق له لر او بر سره خپله يارانه خورا په مينه پالل، وخت په وخت يې شعرونه او ليکنې رالېږلې.


لر او بر د پښتو د دې درانه ليکوال، شاعر او خپل ګران همکار ارواښاد افضل شوق پر مړينه خواشينى دى، نوموړي ته له خدايه پاک جنتونه او درنې کورنۍ ته يې صبر او زغم غواړي.