کور / تازه خبرونه / مفتي اعظم: اسلام د ظلم او ترهګرۍ دين نه دئ

مفتي اعظم: اسلام د ظلم او ترهګرۍ دين نه دئ

د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز الشيخ د حج د خطبې پر مهال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا دوه نيم ميليونه مسلمانانو ته وويل چي اسلام د عدل او انصاف دين دئ او په دې دين کي ترهګرۍ او ظلم کولو ته ځاى نسته.
شيخ عزيز وويل خداى تعالى وروستى پيغمبر حضرت محمد (ص) د ټولي نړۍ انسانانو ته د لارښووني دپاره رالېږلى دئ.
نوموړي وويل چي په اسلام کي د عبادت مختلف ډولونه موجود دي، چي پر پنځه وخته لمونځ، روژې نيولو او زکات ورکولو پر فرايضو سربېره انسانان له بدي لاري ښو ته هڅول هم شامل دي.
نوموړي وويل چي په اسلام کي سود حرام دئ، اصراف او بې ځايه مصرف هم ممنوع ګرځول سوي دي.
شيخ عزيز وويل اسلام ميانه روي خوښوي، ځکه خو ترهګري او ظلم غندي او د ناحقي ويني تويوني او په مځکه کي د فساد زېږوونکو دپاره سخته سزا ټاکل سوې ده.
نوموړي د اسلام دين عملي نظام وباله او ويې ويل چي ماده پرستي نه مني، بلکي پر اخلاقو، عدل او انصاف باندي ولاړ دئ.
شيخ عزيز په خپله خطبه کي لوېديځو هيوادونو ته په اشارې سره وويل چي د دوى ماده پرسته حکومتونه د بشري حقونو دعوې کوي، خو د هغو مظلومانو (فلسطينيانو) پر حال يې غوږونه کاڼه اچولي چي مځکي يې غصب سوي دي او په ظلم او وحشت سره وژل کېږي.