کور / شعر / ستايادونه دي تازه وي

ستايادونه دي تازه وي

ښاغلی ارواښاد مرحوم افضل شوق په وير کې

ته فن کار دزمانی وی ستا يادونه دی تازه وي
ستادسولې لارکې ټول ارمانونه دی تازه وي
خاورې مه شه هغه ګوتې چې بشرخيرته ليکلي
ستالټون دمحبت کې يادګارونه دی تازه وي
****
ستادسولې په ارمان کې دی لحد ګل وګلزارشه
ستامزاردسولې کورشه ټول نړۍ يي خريدارشه
ستا اروح به وي خوشحال چې دګناه له دونياولاړی
ته دخداې دکورميلمه شوی دجنت حورې درځارشه
****
دنيازې (١)هديل ديدن ته يو اروا ح به دی تل ژاړي
دوې دژوندورستۍ سلګۍ کې به هم تاته انتظاروي
داد ونيافاني بازار دی مونږ څو ورځې ميلمانه يو
څه کم عقل انسانان دي چې جنګونو باندې وياړ ي
****
ته دسولې مشعل دار وی ډيوه بل د په مزار شه
پښتانه د لرو بر بيا ستا دسولې خريدار شه
چې نه مرګ وي دغريبواو نه شور وي دجنګونو
چې اروح دکړي خوشحال غږ دسولې په مزار شه
****
د نيازې په ښکلو سترګو کې نن ستا دغم تصوير ده
څه بی وخته ورنه لاړی دا خوستا دخوب ١تعبيرده
ستاد سولې پلوې يمه چې ساه لرمه تن کې
حفيظ تاته جنت غواړي ډير ژړلې ستا په وير ده

١برېشناهديل دمرحوم شوق لور ده چې ډير ورته ګرانه وه اودهغې اوخپل ميرمن لټون کې بلا ليکني کړيدي
٢:-
٣دنياز ګلې پښتنې شوق )په وينا ښاغلی مرحوم شوق څلور ورځې مخکې يې خپل مرګ په خوب کې ليدلی و او دی ته يې کيسه کړي و چې ما ترې يادونه کړيده
نومبر2010/11/14