کور / تازه خبرونه / ولسمشر د اختر د مبارکۍ پر مهال له طالبانو د سولي غوښتنه وکړه

ولسمشر د اختر د مبارکۍ پر مهال له طالبانو د سولي غوښتنه وکړه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په جامع جومات کي د اختر تر لمانځه وروسته د هيواد ټولو اوسېدونکو ته د اختر مبارکي وويله او هيله يې وښوده چي لوى اختر په خوښۍ او امنيت کي تېر کړي.
ولسمشر کرزي په خپله وينا کي د معمول مطابق يو ځل بيا پر مخالفو وسله والو باندي ږغ وکړ، چي وسلې پر مځکه کښېږدي، له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او د هيواد آبادۍ ته مټي راونغاړي.