کور / تازه خبرونه / طالبان : د لزبُن غونډی خپله ناکامي ثابته کړه

طالبان : د لزبُن غونډی خپله ناکامي ثابته کړه

طالبانو په لزبُن کی د ناټو د سرمشریزی غونډی او د افغانستان په هکله د هغوی د فیصلو په ارتباط یوه اعلامیه خپره کړې او په هغه کی یې ویلی چی د امریکا لخوا پر غړو هېوادو د مرستې د ډېرښت په خاطر فشارونو او د هغوی انکار دا ثابتوی چی موږ کامیابه او هغوی ناکامه دي . اعلامیه وایی چی آیا تر ۲۰۱۴ پوری به ناټو هیڅ تلفات او ضایعات و نه وینی ؟ نو ښه به دا وی چی بېله مابعدو تلفاتو څخه همدا اوس د وتلو ترتیبات ونیسی .
اعلامیه زیاتوی چی طالبان به د هېواد اشغال حتی یوه ورځ هم و نه زغمی او خپلی آزادۍ غوښتونکې مبارزې ته به مسلسل پایښت ورکوی او د کوم مهال ویش انتظار به نه کوی .
اعلامیه په پای کی وایی چی موږ د سیمی هېوادو ته ډاډ ورکوو چی د آینده افغانستان لپاره به داسی بهرنۍ تګلاره ولرو چی هیڅ کوم هېواد ته به زیانمنه نه وی او د ښه اړیکو لپاره به رغنده ګامونه اخلی او د یو مسؤل په حیث به د سیمی په سوله او ثبات کی د یو ذمه وار ځواک په توګه رول ادا کوي .