کور / تازه خبرونه / افغان جنګ به نور ۴۱۳ بلیونه ډالره وخوری

افغان جنګ به نور ۴۱۳ بلیونه ډالره وخوری

امریکایی مشهوره ورځپاڼه ( کریسچن ساینس مانیټر ) راپور ورکوی چی په لزبن کی د ناټو په سرمشریزه غونډه کی د افغان جګړې اوږدول دا معنا لری چی امریکا به هلته په جګړه کی نور ۴۱۳ بلیونه ډالره هم مصرف کړی حال دا چی امریکا همدا اوس د مالی او بودجوی کسر سره مخامخ ده .
راپور زیاتوی چی که امریکایی پوځیان په ۲۰۱۱ کی راوتلای نو ۲۸۸ بلیونه ډالره به مصرف کېدل ، خو اوس به تر ۲۰۱۴ پوری ۱۲۵ بلیونه ډالره نور هم پر اضافه کیږی چی مجموعه یې ۴۱۳ بلیونه ډالره کیږی . ځکه ، هر امریکایی عسکر په افغانستان کی د کاله ۱٫۱ ملیون ډالره مصرف لری چی دا د امریکایی خزانې د تشولو غټ عامل دی .