کور / تازه خبرونه / کندهار : درې ماين ښخوونکي وژل سوي

کندهار : درې ماين ښخوونکي وژل سوي

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دامان ولسوالۍ د خوشاب په ملا عبدالله کلي کي درې ماين ښخوونکي د آيساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کي وژل سوي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان تېره شپه شاوخوا دوولس بجې په داسي حال کي د هوايي بريد په ترڅ کي ووژل سول چي د ماينو په ښخولو بوخت ول . د خبرپاڼي په حواله چي ماينونه ورورسته د آيساف ځواکونو له لوري له منځه وړل سوي او کوم چاته پکښي کوم مالي او ځاني زيان نه دئ اوښتى .