کور / تازه خبرونه / کندوز:امام صاحب ولسوالې کې جګړه روانه ده

کندوز:امام صاحب ولسوالې کې جګړه روانه ده

دکندوز ښارشمال لورته دتاجکستان سره په پوله پرته دامام صاحب په ولسوالې کې وسلوال طالبان اوافغان دولت پولیس دواړه یوبل ته دمرګ ژوبلې اړولو ادعا کوی.
دیادی ولسوالی چارواکی وایی چی ددوشنبی په ورځ دماسپښین وروسته وسلوالوطالبانودکوهدامان اوچوغر په سیمو کی پرامنیتی پوستوبریدونه وکړل چی دسرچینی په وینا جګړه اوس هم روانه ده دامام صاحب ولسوال محمدایوب حقیار دیادی جګړی دپخلی ترڅنګ زیاتوی چی په جګړه کی ۲ تنه اربکیان یا دعامه نظم ساتنی پولیس وژلی شوی او۳ نورټپيان دی همدغه راز حقیار زیاتوی چی په یاده نښته کی ۳ وسلوال طالبان هم وژل شوی .
هغه زیاتوی چی جګړه روانه ده خودجګړی سیمی ته اضافه پولیس رسیدلی دی
بل لورته دوسلوالوطالبانو یوتن ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته دټیلفون له لارې دیادوبریدونو دمنلو ترڅنګ زیاتوی چی په امام صاحب ولسوالې کې دری کلی داربکیانو دشتون ځنی پاک کړی او زیاتوی چی
پنځلس اربکیان له دوی سره اسیر شوی هم دی.
هغه خپل لورته زیان اوښتل هم ندی رد کړی وایی په یاده پیښه کی ۱ طالب وژل شوی او۳ نور ټپیان دی
دامام صاحب ولسوالی دکندوز ښار په شمال کی په ۷۰ کیلومتری کې پرته هغه ولسوالی ده چی دګاونډی تاجکستان اوږده پوله لری اوکله ناکله په کی یادی پیښی رامنځ ته کیږی