کور / تازه خبرونه / ايا افغان ځواکونه د امنيت په غاړه اخستلو جوګه دي؟

ايا افغان ځواکونه د امنيت په غاړه اخستلو جوګه دي؟

آیا اوسني په نوم افغان ملي ځواکونه ددې جوګه دي چې د امنیت مسؤلیت په غاړه واخلي؟

داکتر محمد شفیع اوریاخیل

دافغانستان امنیت ورځ په ورځ خرابیږي او ناټو غواړي چې امنیت پیټه د افغان ځواکونو په غاړه واچوي. آیا اوسني په نوم افغان ملي ځواکونه ددې جوګه دي چې د امنیت مسؤلیت په غاړه واخلي؟
کولای شو په لاندې څو ټکو کې ورته اشاره وکړو:
هیڅکله هم په اوسني حالاتو کې ددې جوګه نه دي چې امنیت ورته وسپارل شي ځکه چې لومړی خو اوسنی افغان امنیتی ځواکونه یو غیر موثر او غیر متوازن ځواک دی، ځکه چی افغان ځواکونه په ښه وسلو نه دي سمبال شوي بله دا چې ښه او مدرن روزنه نه ده وکړل شوې، تنخواګانې د ورځنې ژوند لپاره بسنه نه کوي او په رهبري او کدري برخه کې د مسلکی او متخصیصنو نشتوالي ته اشاره کولی شو چی دا ټول د جګړې په میدان کښی د مرګ او ژوبلی د لوړیدو او د ځوانانو ملي ځواک ته تللو د زړه ساړتوب سبب ګرځي.
له بلې خوا افغان امنیتی ځواکونه افغان ولس ته خپل اعتماد او باور له لاسه ورکړې، که چيري په تیرو څو کلونو کې د افغان ځواکونو تشکیلاتو ته کتنه وشي نو په کې د قومونو جوړښت هیڅ په نظر کې نه ده نیول شوې او همدا لامل ده چې تراوسه پورې د افغانستان امنیت ښه شوی نده برعکس د وخت له تیریدو سره حالات نور هم کړکیچن شوي دي.
نو په لنډو الفاظو کې یادونه کولی شو مخکې له دې چې ناټو او ايتلافی ځواکونه امنیت افغان ځواکونو ته وسپاری په کار ده چې د افغان امنیتي ځواکونو په جوړښت د سر نه کتنه وکړي او د افغان ولس او دولت سره یو ځای (نه په خپل سر) داسې یوه طرحه دملي امنیتي ځواک لپاره جوړ کړي چی په راتلونکي کې د کورني او بهرني خطرونو ته ځواب وویلی شي او په همدې حال کې د افغان ولس ملاټر ورسره وي.