کور / تازه خبرونه / هلمند : د يو شمېر وسله والو د وژلو اونيولو خبر ورکړل سو

هلمند : د يو شمېر وسله والو د وژلو اونيولو خبر ورکړل سو

د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په هلمند ولايت کي يې د يو شمېر استخباراتي کړيو پر بنسټ فوځي عمليات ترسره کړي چي په پايله کي يې يو شمېر وسله وال وژل سوي او يو درې نور نيول سوي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد عمليات يې د دې ولايت په نوزاد ولسوالۍ کي ترسره کړي . د خبرپاڼي په حواله چي د دې عملياتو په ترڅ کي د وسله والو له لوري مقاومت هم سوى . همدا ډول خبرپاڼه زياتوي چي نيول سوي کسان اوس تر پښتنو ګروېږونو لاندي .