کور / تازه خبرونه / افغانستان به له بنګله دېش سره پايلوبه کوي

افغانستان به له بنګله دېش سره پايلوبه کوي

په اسياىي لوبو کې د سرو زرو د مډال لپاره به د افغانستان ملي لوبډله سبا ته د بنګه دېش سره لوبه کوي.
نن بنګله دېش په نيمه پايلوبه کې سريلانکا ته ماته ورکړه.
افغانستان په نيمه پايلوبه کې له ګاونډ پاکستان سره ولوبېدى چې، نوموړې لوبډله يې د سرو زو له مډال ګټلو مايوسه کړه.
پاکستاني کپتان خالد ويلي چې زه ډېر زيات مايوسه يم چې له افغانستانه مو لوبه بايله، افغانستان ډېر ښه ولوبېدى او زه ورته ښه راتلونکى غواړم.
د افغانستان د ملي لوبډلې پاکستاني روزونکي راشد لطيف د پاکستان تر لوبې وړاندې خپلو لوبغاړو ته د قران کريم هغه آيات ويلى و چې ( په جګړه کې له خپل مخالفه مه وېرېږئ،په دې ځان پوه کړئ چې دوى هم انسانان دي او وېرېږي).
د روزونکي راشد لطيف لپاره دا ستونزمنه وه چې د خپل هېواد پر وړاندې د افغان لوبډلې برى ولمانځي، خو ده ويلي چې د پايلوبې تر ګټلو وروسته به د خپلو ملګرو لوبغاړو سره د بريا جشن لمانځي.