کور / تازه خبرونه / امريکا، اروپايي اتحاديې او ملګرو ملتونو د ټاکنو د پايلو هرکلى وکړ

امريکا، اروپايي اتحاديې او ملګرو ملتونو د ټاکنو د پايلو هرکلى وکړ

په افغانستان کې امريکا متحده ايالاتونو،داروپا اتحاديي او دملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دپارلماني ټاکنو دوروستيوپايلو داعلان څخه هرکلى کوي .
دملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي که څه هم په ټاکنوکې يولړ بې نظمۍ او درغلۍ شوي دي خو دټاکنو دخپلواک کميسون اودشکايتونو دکميسون جدي هڅې دټاکنو دملې ظرفيتونو دپراخوالې لپاره يومهم ګام دى .
نوموړى زياتوي دملګرو ملتونو سازمان دټاکنودخپلواک کميسون دوروستۍ پريکړې هرکلى کوي .
په ورته وخت کې دامريکا متحده ايالاتونو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل دتازه پارلمان جوړول دافغانستان دخلکو لپاره دافغاني بنسټونود ظرفيتونو دپراخوالې اوښې حکومت دارۍ په لارکې يوښه ګام دى .