کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي کرکټ لوبډلې تلیفوني مبارکي وویله

ولسمشر کرزي کرکټ لوبډلې تلیفوني مبارکي وویله

د کرکټ د ملي لوبډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره یې د سپینو میډال ګټلی دي .

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر حامد کرزي ملي لوبډلې ته د تلیفون له لارې مبارکي ورکړې ده په اعلامیه کې نور معلومات په دې ډول دي:

د جمهور ریس او د ملي لوبډلې د مدیر نظیم جار عبدالرحیمزي تلیفوني خبري (( لومړی جمهور ریس د خندا څخه په ډکه خوله د ملي لوبډلې مدیر ته مبارکي وویله، ښاغلی د ملي لوبډلې په اړه وویل چې تاسو زموږ اتلان یاستئ، ستاسو راتګ ته سترګې په لار یو، عبدالرحیمزی صېب ټولو اتلانو ته مې سلامونه وویاست او سبا مو د ښې لوبو
کولو په هیله یم د سپینو زرو مډال په څېر موږ ته د سروزو مډال هم راوړئ)).

ښاغلي کرزي په مدیر عبدالرحیمزي ټینګار کړی چې د اتلانو ښه خیال وساتي او کله چې هیواد ته راستنیږي د دې ستر ویاړ تر لاسه کولو لپاره به یې بدرګه کوي .

د افغانستان جمهو ریس حامد کرزي او د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر حضرت عمر زاخېلوال ننۍ لوبه د پاکستان خلاف په ژوندې بڼه د ملي تلویزیون له لارې وکتله او ټولو هیواد والو ته په اسیاد کې د سپینو زرو د مډال مبارکي واي.

نور اړین معلومات:
افغان ملي لوبډلې د اسیاد په لوبو کې د سپینو مډال خپل کړد افغانستان ملي لوبډلې دپاکستان لوبډلې ته د اسیاد په نیمه لوبه کې په منډو ۲۲ ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې خپل کړ.

نن په چین کې د افغانستان ملي لوبډلې او پاکستان لوبډلې تر منځ ډیره حساسه لوبه تر سره شوه چې په پېل کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. نن د افغان ملي لوبډلې په توپوهنه کې شبیر نوري په ۳۰ توپونو ۳۵ منډې وکړې چې دوه پکې څلوریزې او دوه پکې شپږیزې وي.

افغان ملي لوبډله د توپ اچونې په ډ‌ګر کې حمید حسن او کریم صادق دوه دووه ویکټې واخستلي.افغانستا د دې لوبې په ګټلو سره د اسیاد په لوبو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ او سبا ته د سرزرو مډال لپاره لوبه کوي.
تر اوسه نه ده معلومه چې د چا سره به پایلوبه وي خو زیات امکان شته چې د افغان ملي لوبډلې پایلوبه د بنګلدیش یا سریلنکا لوبډلې سره راشي.

سبا ته په اسیاد کې د افغان ملي لوبډلې لوبه د ملي تلویزیون، سبا او شمشاد له لارې په هیواد کې او له هیواده بهر د کرکټ مینوالو ته په ژوندې بڼه وړاندې کیږي.

سباته د افغان ملي لوبډلې لوبه د افغانستان په وخت د سهار په ۱۰:۱۵ پېل کیږي.

اضافي معلومات:
د افغانستان جمهو ریس حامد کرزي او د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر حضرت عمر زاخېلوال ننۍ لوبه د پاکستان خلاف په ژوندې بڼه د ملي تلویزیون له لارې وکتله او ټولو هیواد والو ته په اسیاد کې د سپینو زرو د مډال مبارکي واي.