کور / تازه خبرونه / افغاني غالۍ د پاکستان په نوم صادريږي

افغاني غالۍ د پاکستان په نوم صادريږي

دسوداګرۍ اوصنايعو خونه وايي په پاکستان کې دغاليو دپروسس ماشينونو شتوالۍ اوهم دپاکستاني سوداګرو لپاره هڅوونکې اسانتياوي ددې لامل شوې دي چې افغانۍ غالۍ دپاکستان په نوم وپلورل شي .
په ورته وخت کې دغاليو توليدونکې اوصادرونکې ټولنه دغاليو دصادراتو اوهم دهيوادونو دغاليولپاره دزيات بازارموندې لپاره د دولت څخه دجدې پاملرنې غوښتنه کوي .
درپوټونو له مخې په افغانستان کې دمګړۍ يواځې درې سلنه توليد شوې غالۍ دسوداګرو لخوا پلورل کيږي او دغاليو صادراتوکې دتيرکال په ترتله پنځوس سلنه ټيټوالى راغلى.
دسوداګرۍ اوصنايعو خونه وايي غالۍ په تيرو نهه کلونوکې دافغانستان ترټولو مهمو صادارتوڅخه شميرل کيده او دهيواد له ديرشو څخه ترپنځوس سلنه عوايديې يې جوړول .