کور / تازه خبرونه / یو امریکایی او یو کاناډایی پوځی ووژل سول

یو امریکایی او یو کاناډایی پوځی ووژل سول

پنتاګون لیکی چی هغه بهرنی پوځی چی وړمه ورځ په جنوب کی وژل سوی و ، امریکایی و چی په هلمند کی له منځه تللی و . دغی پیښی د نوامبر په روانو ۲۶ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۴۳ ته ورسول .
بلخوا ، د کاناډا د دفاع وزارت اعلان وکړ چی هغه پوځي تورن چی په فبروري کی د کندهار څخه تازه رارسېدلی او په کاناډا کی مړ سوی و ، د کاناډایی پوځیانو په تلفاتو کی حسابیږی چی دغه اعلان د کاناډایی پوځ تلفات ۱۵۳ ته ورسول .